د نړۍ پای (۴۹مه برخه) ـ د غرونو له خپل ځای څخه بې ځايه کيدل –

ـد قیامت د نښو سلسله ـ
۱۱۳- د غرونو له خپل ځای څخه بې ځايه کيدل
الله تعالی غرونه په مضبوط شکل کې پيدا کړي، دا زمکې ته د ميخونو کار ورکوي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې له قيامت سره په نږدې زمانه کې به غرونه هم له خپلو ځايونو څخه وخوځيږي، د غرونو دغه زوال به يا په حقيقي ډول وي، يعنې هغه به په زمکه کې ننوځي يا به د تندرونو او طوفانونو د کثرت له امله له خپل ځای څخه وښويږي، يا به د هغو زوال د خلکو د تعميرونو د وسعت له امله وي، لکه څرنګه چې نن ورځ د دنيا په ډيرو هيوادونو کې همداسې کيږي چې د لويو لويو عمارتونو د تعمير لپاره غرونه پرې کوي، د غرونو د زوال دريم صورت دا هم کيدلای شي چې د غرونو ډبرې به په کثرت سره ټوټه کړی شي او خپل ځای به پريږدي او زمکه به لغړه پاتې شي، لکه څرنګه چې په ډيرو ځايونو کې دا پيښه واقع شوې.
حضرت ثمره رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
(لاتقوم الساعة حتی تزول الجبال عم اماکنها وترون الامور العظام التی لم تکونوا ترونها) ([1]).
ژباړه : قيامت به تر هغه قايم نشي تر څو چې غرونه له خپل ځای څخه ولاړ نشي او تاسو د داسې لويو حوادثو او واقعاتو مشاهده ونه کړی کوم به چې تاسو له دې د مخه نه وي ليدلي.
۱۱۴ د يوه قحطاني ظهور، د کوم به چې خلک اطاعت کوي
د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې په آخره زمانه کې به له بنو قحطان څخه يو سړی را ووځي (قحطان د عربو يوه مشهوره قبيله ده) د هغه په قيادت او سيادت باندې به ټول خلک متفق وي، دا به هغه وخت وي کله چې زمانه بدله شی.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَخْرُجَ رَجُلٌ مِنْ قَحْطَانَ يَسُوقُ النَّاسَ بِعَصَاهُ ([2]).
ژباړه :
قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې د قحطان له قبيلې څخه يو داسې سړی را ښکاره نشي کوم به چې خلک په خپله آمسا سره رهبري کوي.
د خلکو په آمسا سره د رهبري کولو معنا دا نه ده چې هغه به خلک پرې وهي، بلکه دا يوه عربي محاوره ده د کومې چې معنا ده خلک به د هغې په اشارې باندې ځي او پر سمه لاره به وي، له دې خبرې معلوميږي چې خلک به د دغه واکمن په کنترول کې وي او بل دې ته هم اشاره ده چې د هغه په طبعيت کې به خشکي او سختي هم وي.
د حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله عنهما له يوه روايت څخه معلوميږي چې دغه سړی به نيک او صالح وي، حضرت ابن عباس فرمايي: له قحطان څخه به يو سړی وي کوم به چې نيک او صالح وي ([3]).
دا چې دا سړی به له قحطان څخه وي له دې معلوميږي چې دا به آزاد وي، دا له هغه کس څخه دويم بل څوک دی د کوم په ظهور کې چې پيشنګوئي شوې او دا ويل شوي چې د هغه نام به جهجاه وي او له ازاد شده غلامانو څخه به وي.
۱۱۵ د جهجاه نامي يوه سړي ظهور (ښکاره کيدل)
په آخره زمانه کې به يو شمير داسې خلک ښکاره شي د کومو به چې په خلکو کې ډير اثر رسوخ وي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم په دغو خلکو کې د ځينو نمونه او د ځينو اوصاف بيان کړي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم پيشنګوئي کړې چې د دغو سړيو له جملې څخه به د يوه نام جهجاه وي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لاتذهب الايام والليالي حتی يملک رجل، يقال له الجهجاه ([4]).
ژباړه :
د شپو او ورځو سلسله به ونه دريږي تر څو چې د يوه ازاد شده غلام لاسته قدرت ور نشي د کوم نام به چې جهجاه وي.
او په يوه نسخه کې د هغه نام جهجل هم ذکر شوی.
حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباری کې فرمايلي : د جهجاه معنا په اصل کې د (صياح) يعنې په زور سره د نيوونکي ده.
[1] – المعجم الکبير للطبرانی :۷/ ۲۰۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۷/ ۱۶۶، حديث : ۳۰۶۱.
[2] – صحيح البخاري، المناقب، حديث : ۳۵۱۷، وصحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۱۰.
[3] – کتاب الفتن لنعيم بن حماد المروزي :۱/ ۱۱۵، وفتح الباري شرح صحيح البخاری :۶/ ۶۵۴.
[4] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۱۱.



