(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۰)
د لغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په دوو بريدونو کې ديارلس پوليسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې تېره شپه وسله والو مخالفينو د دغې ولسوالۍ په اسلام اباد او کرنجاوې سيمو کې پر امنیتي پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، طالبانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده او د ډزو پر مهال ۷ تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی دی.
مجاهد وايي، په دغه بريد کې اووه اربکيان وژل شوي دي.
دغه راز نوموړی ويلي، چې د مرکز مهترلام اړوند عليشنګ سيمه کې په دولتي ځواکونو بريد شوی، چې په پايله کې يې يو ټانګ ويجاړ شوی، څلور عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په يادو دواړو بريدونو کې طالبانو د خپل يوه ملګري وژل کېدل منلي دي.
-الماس خدرخېل-


















