تخار: اور لګیدنې د ینګي قلعه لسګونه دکانونه د اور خوراک کړل
د تخار ولایت د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو د قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري رسنیو ته ویلي چې د سختې اور لګیدنې د ینګي قلعه بازار وسوځاوو.
د نوموړي له قوله دغه اور نن سهار وختي د ګازو د یوې ډبې د چاودېدو له امله ولګېد چې ۵۰ دوکانونه یې وسوځول
د تخار ځایي چارواکو ویلي چې په اور لګیدنه کې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی خو خلکو ته یې په میلیونونو افغاني زیان اړولی دی.


















