سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

غامديت که ګمراه اعتزال؟ ( دويمه برخه )

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 14, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
137
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

 
ليکوال: باهرحقپال

زموږ هدف، عقل او که نقل؟

هدف ته د رسيدو په ډګر کې دوه مرحلې خورا ستونزمنې او کړاوونکې مخي ته راځي چې زياتره د هدف پلټونکي وګړي پکې ښکيل او ورسره لاس او ګريوان وي.
  1. لومړی: چې کله وسائل هدف وګرځي.
  2. دويم: چې کله حقيقتونه د بدلو اصطلاحاتو په پرده کې وپوښل شي.

د هدف په ترلاسه کولو کې دا دوه مرحلې ځکه ځوروونکې دي چې لومړۍ يې د هدف پرځای پر وسيله اخته کوونکې ده او دويمه يې هدف پټونکې ده  چې د دواړو له امله د هدف ترلاسه کول ستونزمن جوتيږي.

دا خبره پرځای ده چې وسائل او اصطلاحات که له يوه پلوه خورا اړين او ارزښتمن شيان دي، له بل پلوه داسي فطري او ځايي ځواکونه هم دي چې له دوی پرته تر سترو هدفونو رسيدل او نور پرې پوهول که ناشوني نه وي، د شونتيا څرک يې هم زښت کم وي؛ خو وسائل او اصطلاحات له بې دريغه ارزښتمنتیا سره-سره د هدفونو او حقيقتونو په پرتله د معاون او خادم رتبه لري. هوښيار خلک وسائل او اصطلاحات په مؤقته توګه د اړتيا د پوره کولو په پار غوره کوي. پوهان پر وسائلو ځانونه حاکم او پرتله يې ناپوهان ځانونه محکوم ګرځوي. کره او ځيرک کتونکي حقيقتونه ترلاسه کوي او سطحي خلک په اصطلاحاتو کې نښتي وي. موږ الله جل جلاله په لوی نعمت عقل د دې لپاره نازولي يو چې د ژوند د پر مخ وړلو ترڅنګ د نقل ادراک پرې وکړای شو؛ ځکه خو نقل هدف او عقل يې د ادراک وسيله ده او وسيله له هدفه لوړه نه بلکې تابع کارول کيږي.
هېڅوک نشي کولای د عقل له کارولو څوک را وګرځوي، خو د نقل په پرتله موږ اړ يو چې عقل له طاغتيته را وګرځوو؛ ځکه چې عقل د نقل د ادراک لپاره دی نه دا چې عقل حاکم وګرځول شي او د ثابت نقل جاج پرې واخيستل شي، که داسي نشي ستر جنجالونه به را منځ ته شي، د يوه شخص عقل به يو نقل مني بل به ردوي، دويم به بيا دا ردوي او هغه بل نقل به مني، دريم به دواړه نقلونه مني خو پورته غبرګ عقلونه به ردوي چې د عقلونو د ټګر پيلامه همدا عقل په نقل لوړ ګڼل، ګڼی شو.
دلته که ځير شو د حضرت علي رضي الله عنه خبره مو ښه لارښوونه کوی شي هغه به ويل: “لوکان الدين بالرأي لکان مسح باطن الخف اولی عن مسح ظاهر الخف” که چيري دين په عقل وای نو د موزې د پاسنۍ برخې د مسحه کولو په پرتله به د لاندۍ برخې مسحه غوره وه؛ ځکه له پليتۍ سره لاندې برخه جوخته وي پاسنۍ نه…
له پورته بحث څخه څرګنديږي چې: کله هم وسائل هدف وګرځي او اصطلاحات پر حقيقتونو پرده شي هلته بيا نه يوازي هدف له لاسه وځي او حقيقتونه له درکه فنا کيږي، بلکې د اصطلاحاتو پيروان او د وسائلو مريدان له داسي تېروتنو سره مخ کيږي چې حقيقتونه ورته له تمدن سره په ټکر کې او د شاتګ لامل معرفي کيږي او د اصلي هدف د ترلاسه کولو پرځای په جعلي هدف پوري نښتي وي.  
جاويد احمد غامدي په لومړۍ مرحله کې داسي ښکيل دی چې وسيلې (عقل) د اصلي هدف (د نقل ادراک) پرځای په عقل پرستۍ کې نښلولی او د هدف لار يې د درک پرځای ورکه کړې، په پرتله يې پيروان، غامدي د اصطلاحاتو دبدلون په مټ داسي ځپلي چې کله هم د حقيقتونو ادراک ته او د هدف ترلاسه کولو ته وهڅول شي، د وسائلو اوسپنيز ديوال يې مخي ته پرده او د اصطلاحاتو د بدلون په ځنځير يې د ادراک مټې وتړل شي.
لومړۍ برخه کې موږ وکښل چې عقل کره او پوره کارندوی دی خو په دې شرط چې خپل کړنځای کې وکارول شي چې کړنځای يې د نقل تابع کارول دي، که څوک يې د نقل په ټکر کې کاروي هلته يې سمه لارښوونه نه کوي، کټ-مټ لکه د سترګو پرځای غوږونه، د پوزي پرځای سترګي او… چې پايله يې احمقانه هڅه را وځي.
يوه خبره اړينه بولم چې: دين د اصولو نوم دی او اصول په عقل نه، بلکې په نقل ثابتيږي، چېرته چې اصول په قياس سره درک شوي وي، هغو ته ثابت نه، بلکې ظاهر ويل کيږي _چې بحث ته اړتيا لري_ هو! په فروعو کې له شرائطو سره سم عقلِ سليم کارندوی دی، د بيلکې په توګه د مذاهبو ترجيح او ورته فروعي مسائل پرې څيړی شو.
پرته له نقله په عقل تشريعي احکام نشي درک کيدای، سترلارښود محمد صلی الله عليه وسلم سره په عقلانيت کې د نړۍ هېڅ وګړی نه برابر و او نه به شي، خو بيا هم له نقل وړاندي ورته الله جل جلاله د ناخبرۍ وايې.
وَكَذٰلِكَ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا ۚ مَا كُنتَ تَدْرِى مَا الْكِتٰبُ وَلَا الْإِيمٰنُ وَلٰكِن جَعَلْنٰهُ نُورًا نَّهْدِى بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنْ عِبَادِنَا ۚ وَإِنَّكَ لَتَهْدِىٓ إِلٰى صِرٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ.
[سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 52]

ژباړه: او په همدې ډول [اې محمده!] موږ په خپل حكم سره يو روح (قُرآن) تا ته وحيي کړی دى. ته هيڅ نه پوهېدلې چي كتاب څه وي او ايمان څه وي، خو هغه روح (قُرآن) موږ يوه رڼا وګرځوله، چي په هغې سره موږ له خپلو بندګانو څخه چي چا ته مو خوښه شي لاره ښيو. په يقيني ډول ته د سمي لاري لوري ته رهبري كوې.

غامدي څوک او غامديت څه شی دی؟

د غامدي کورنی نوم محمد شفيق او بيا _خدای خبر د څه لامله؟_ په جاويد احمد غامدي بدل شو. نوموړی د پاکستان د پنجاب ولايت د ساهيوال ولسوالۍ د پاکپتن نومي کلي کې زيږيدلی، بيا يې له کورنۍ سره غبرګ د لاهور په سلطان پور کلي کې ژوند غوره کړ، غالباً اوس د لاهور په ډيفنس کې اوسيږي. د غامدي کورنۍ اصلاً له ککي زی قوم سره اړيکه لري، چې وروسته يې خپل کورنی نسب تبديل او ديمن يوه قوم (غامدي) ته يې ځان منسوب کړ، چې اوس په همدي مستعار نسبي نوم شهرت لري، دا په داسي حال کې چې نسب بدلول د حديثو له مخي کفري کړنه ګڼل شوي: ( عن عبدالله بن عمرو بن العاص قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: کفر بالمرء ادعاء نسب لايعرفه او جحده وان دق. [رواه ابن ماجه: ۲۷۴۴/ مسند امام احمد: ۳/ ۲۱۵]
ژباړه: عبدالله بن عمرو رضي الله نقل کړی وايې: رسول الله صلی الله عليه وسلم و ويل: د داسي نسب دعوی کول چې دی يې نه پيژني (اړه ور پوري نه لري) او يا د خپل نسب له څه شي انکار وکړي که څه هم د پام وړ شی نه وي، کفر دی.
غامدي له B-A پوري عصري زده کړې چې ديني زده کړو کې د هېڅ دیني مدرسې سند نه لري او نه هم کومې مدرسې کې پاتې شوی. څه وخت يې له جماعت اسلامي سره سياسي دنده کې د يو فرد په توګه کار پيل کړ چې بيا وروسته د نومړي حزب د غړيو لخوا معزول شو، د پرويز مشرف له کودتا وروسته د غامدي په غوښتنه په ۲۰۰۶ز کال د اسلامي نظرياتي ادراې مسئول وټاکل شو. د عقيدې له اړخه په لومړيو کې د مولانا مودودي تر اغيز لاندي و چې بيا وروسته يې تر مولانا امين احسن اصلاحي پوري ځان غوټه کړ. نوموړی ځان اهل السنت والجماعت او بيا دوی کې احنافو ته منسوبوي، [فتنه غامديت] چې دا هم د اصطلاحاتو د بدلون په مټ د حقيقت بدلولو هڅه ده _ان شاءالله بيا به يې وڅيړو_.

غامديت څه شی دی؟

غامديت: د ماډرن اسلام غوښتونکې داسي ډله او نظريه ده چې له لويدځي نړۍ د اغيزمنتيا له امله هڅه کړې، د قران او حديثو الفاظ د تأويل په نوم تحريف او د اصطلاحاتو د بدلون په مټ، حقيقتونه په پرده کې وپوښي او د عقلپرستۍ دام وغوړوي، ترڅو له لويدځي مفکورې سره سم ماډرن او ايډيټ شوی اسلام چمتو کړي، چې د دې نظريې څه محدودو کسان په ښکاره زموږ د هيواد په سوشل ميډيا کې هم تر سترګو کيږي چې په ډېره سپېنه توګه د اسلام د تجديد او ماډرن کولو هڅې کوي.
نور بيا ان شاءالله.
مخکینې مطلب

خوږو ته خواږه او ترخو ته ترخه د ورځپاڼو په سرټکو تبصرې

بل مطلب

صحابه کرام څوک دي !

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

امو دریا نفتي حوزه کې پنځه نوې څاه‌ګانې فعالې شوې هره ورځ به ۵۰۰ متر مکعب تېل استخراجېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

د مالي جګړه؛ درې میاشتو لپاره حکومتي چارې پوځ ته سپارل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

الجزیره: ایران سره جګړه کې د امریکا ګڼې پرمختللې الوتکې لوېدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

امو دریا نفتي حوزه کې پنځه نوې څاه‌ګانې فعالې شوې هره ورځ به ۵۰۰ متر مکعب تېل استخراجېږي

د مالي جګړه؛ درې میاشتو لپاره حکومتي چارې پوځ ته سپارل شوي

سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com