لیکنه: طالب العلم نوراحمد (شاکر)
ډیر کله داسې شوي دي چې یو کس زموږ په څنګ کې د ځنکدن په سختي اخته وي موږ ورته د شهادت تلقین ورکوو، چې مړ شي سترګې ور پټې کړو، عسل ورته ورکړو، کفن پرې هوار کړو، د جنازې مرسم یې ادا کړو، په خپل لاس یې په قبر کې کیږدو، تبۍ پرې کیږدو، خاورې پرې امبار کړو.
د مړي په باره کې هر څه یادوو د قبر عذاب، د ځنکدن سختي، حساب کتاب، خشر نشر، ټول د مړي په حق کې منو خو خپل ځان دومره ناخبره غورځو چې زه هیڅ نه مرم، نه به راسره حساب وشي او نه به رانه پوښتنه، عبرت مو وانه خیست هغه څه چې د یو مړ انسان په باره کې پرې کلکه عقیده لرو د ځان لپاره مو ندي سنجولي نه مو فکر کړي چې یوه ورځ به حتما مړ کیږم.
الله تعالی فرمایې:{ كل نفس ذآئقة الموت} الاية سورة الانبياء
ژباړه: هر ساکښ د مرګ د خوند څکونکي دي.
کله چې دا عقیده لرو چې مړه کیږو نو بیا ولې د مرګ لپاره کوم تیارۍ نه لرو.
دې خبرې ته باید ځیر شو چې کله هم موږ مړه شوو زموږ قیامت شروع شه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: (من مات فقد قام قیامته) الحدیث
ژباړه: کوم انسان چې کله هم مړ شي نو سمدلاسه ددې انسان قیامت شروع شه له ده سره حساب کتاب کیږي نو بیا ولې دې سفر ته چې له خطره ډک سفر دي تیارۍ نه لرو؟.
که چیرته موږ او تاسو د لوی صوفي عالم عبدالرحمن بابا په دې بیت غور وکړو نو زموږ او تاسو لپاره کفایت کوي چې وایې:
هر زنده چې د مرده په قبر تیر شي
بــس ده دومره نصحیت په دې دنـیا
ځکه موږ چې کله هم د ژوند په دې روژو نیولو اخته یو خامخه به د مرګ په اختر اوړو.


















