(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۴)
د بادغيس ولايت د آب کمري ولسوالۍ يوه امنيتي پوسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې، چې په پايله کې يې طالبانو اته پوليس له ځان سره ژوندي نيولي دي.
د بادغيس والي محمد انور اسحاقزي ويلي، تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه پوسته نېولې او د ملي پوځ اته سرتيري يې له ځان سره ژوندي بيولي دي.
نوموړی وايي، چې طالبانو د پوستې ټولې وسلې او نور پوځي وسايل هم له ځان سره وړي دي.
يوې ځايي امنیتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې په پوسته کې ميشت عسکر تري تم شوي او له دوی سره يې هيڅ اړيکه نه نيول کېږي.
طالبانو ويلي، چې دغه پوسته يې د يوه ځانګړي تکتيک له مخې نيولې ده.
طالبانو د پېښې مسئوليت په غاړه اخيستی او د دغې ډلې وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ويلي، چې په پوسته کې اته عسکر ژوندي نيول شوي او نهه ميله وسله هم د دوی وسله والو له ځان سره راوړې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې کومه جګړه نه ده پېښه شوې خو ياده پوسته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
ډیری وخت وسله والو طالبانو ته بغير له جګړو دولتي ځواکونه او پوليس تسليمېږي، چې ډیری يې له طالبانو سره د څه وخت تيرولو وروسته په ضمانتونو خوشې شوي او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
-الماس خدرخېل-


















