ټرمپ: سعودي امریکا ته د لنګې غوا حیثیت لري
د امریکا ولسمشر له سي. بي. ان تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې سعودي ته یې سفر د امریکایي ګټو پخاطر کړی هغه ویلي چې سعودي د امریکا د اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
بلخوا الجزیرې تلویزیون په دې اړه په یو مفصل راپور کې ویلي چې ټرمپ هغه مهال ریاض ته د سفر اراده وکړه چې سعودي ورته د میلیاردونو دالرو اخیستلو ډاډ ورکړ.
ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره د ۴۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی. په دې تړون کې به امریکا د دېرشو کلونو لپاره سعودي ته وسلې ورکوي او په عربستان کې به د وسلو د تولید فابریکه جوړوي.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ د وسلو د پلور سره یوځای له سعودي مشرانو څخه د میلونونو دالرو په ارزښت تحفې او انعامات هم تر لاسه کړل ، ور سره د نوموړي امریکایي مشر لور ایوانکا ټرمپ د خپل بنسټ لپاره له اماراتو او سعودي څخه ۱۰۰ میلون دالره مرسته هم را جلب کړه.
شنونکي وایي چې ټرمپ په یوه ډز غبرګ ښکارونه وکړل یو یې ددعربو پیسې تر لاسه کړې او له بلې خوا یې هغوی ته خپلمنځي اور په تحفه کې وروړ


















