د ترکيې حکومت نن د شنبې په ورځ د تېر کال د ناکامې کودتا کليزه لمانځي.
د ترکيې حکومت د ناکامې کودتا د کليزې له پوره کېدو سره سم له يادې کودتا سره د تړاو درلودلو په تور ۷۰۰۰ زره نور دولتي کارکوونکي هم له دندو شړلي دي.
د رسنیو په استناد یادو کسانو په امنيتي ادارو، عدلي- قضايي محکمو او پوهنتونونو کې دندې ترسره کولې.
. د یادونې وړ ده چې تير کال په جولای مياشت کې د رجب طيب اردغان پر حکومت د ناکامې کودتا هڅه وشوه چې له کبله یې شاوخوا ۲۵۰ نظامي او ملکي وګړي ووژل شول.
د ترکيې حکومت د دغې کودتا سره د تړاو لرلو په تور تر اوسه شاوخوا يونيم لک کسان له دندو ګوښه کړي او له پنځوس زرو زيات د حکومت نظامي او ملکي مامورين يې نيولي دي.
د ترکې حکومت د کودتا ترشا د امریکا میشتي ترکي سیاست مدار فتح الله ګولن څرګند لاس بولي او د نوموړي په بنسټ یې هر اړخیز بندیزونه لګولي.
ترکې له امریکا څخه په ځلونو د ګولن ورسپارل غوښتي ، خو امریکا تر اوسه د ترکیې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ندی ویلی.


















