ایغور مسلمانانو ته عادي ژوند هم زندان دی
په چین کې د ايغوريانو شمېر تقريبا لس نيم مليونو ته رسيږي چې د ایغوریانو د نفوس نوي سلنه جوړوي خو د چين تر څنګ د دغې قبيلې غړي په قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکيه او روسيه کي هم ژوند کوي..
د «ايغور»کلمه د لومړي ځل له پاره په ۱۹۲۱ کال په تاشکند کي په يو کانفرانس کي دغې قبيلې ته وټاکل شو.
سره له دې چې د ايغوريانو اکثريت سني مذهبه مسلمانان دي خو د سنیانو تر څنګ په ايغورو کي بعضي د پخوانيو اديانو پېرويان هم موجود دي.
د فرانس پرس خبري آژانس له قوله ویل شوي چې د چین په غربي ښار کاشغر کې ځايي مسلمانان مسجد ته د تګ له پاره مجبور دي ترڅو له برقي دروازو د تلاشي پخاطر تیر شي. د دې جوماتونو په دروازو کې ولاړ پولیس دغه ایغوري مسلمانان همیشه د خپل څار لاندې نیولي وي.
خو د ایغور مسلمانانو ته داچاره اوس بیخي عادي شوې ده.
بلخوا دچین د سنکیانګ ولایت کې چې له ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډه پوله لري، په دې سیمه کې پر دې سربیره چې د ږیرې په پریښودلو بندیزونه وضع شوي، په عامه ځایونو کې عبادت کولو هم ته اجازه نه ورکول کيږي.
آذان، جهري تلاوت او په جومات کې لمونځونه پکې ممنوع دي.
یو تن چیني سوداګر د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د چین حکومت د کاشغر ښار په شاوخوا کې ځینې امنیتي پوستې جوړي کړي او دې ښار ته د مسلمانانو د تګ مخه نیسي.
څوکاله وړاندې د چين دولت د ۲۰۱۴ کال د می په مياشت کي د «ترهګرۍ» په تور ۵۵ ايغوريان د ډليزه علني محکمې وروسته په اعدام محکوم کړل.
فرانس پرس ادعا کوي چې د چین سنکیانګ ښار چې ډیری مسلمانان پکې میشت دي اوس په «یوه پرانیستي زندان» بدل شوی دی.
د چین حکومت رسنیو ته د ایغوري مسلمانانو په اړه له څرګندونو ډډه کوي خو په چین کې د بشرحقوقو میشتې ډلې او ملګري ملتونه هم د دې هرڅه په لیدلو سره تر دمګړۍ د څه ویلو جرئت ندی کړی

















