لیکوال : امین وردګ
کله چې د افغانستان پاکه فضا د غربي ښکېلاکګرو په واک کې پرېوته ؛ نو دوی د نظامي لیکو لپاره ځوانان جلب کړل ؛ چې په نتيجه کې د ټولو پښتونمېشتو سیمو په پرتله ! د لوی ننګرهار برخه خوږه شوه چې ډېر ځوانان د ننګرهار پکې ور دننه شول ، د کفر خدمت ته يې ملاوې وتړلې او د خپلو پښتنو وروڼو په وړاندې يې وسلو ته لاس کړ ؛ نو چې څه به کافرانو ورته ویل ، همغه به يې کول.
اردو ، خاص کمانډو ، سرحدیان ، پوليس ، امنیت ملي ، نظم عامه او داسې نورې… لیکې ټولې د همدوی په چیناري ځوانیو رنګينې شوې ، په ځانګړې توګه ! د شينوارو مشران چې : په ډېر اخلاص او ريښتينولۍ سره یې غربیان په خپلو (لښتې جيګرو) زامنو سره و نازول.
همغه وو چې : په تېرو دوو کالونو کې داعشي فتنه هم لومړی په همدغه شينوارو قامونو کې را وټوکېدله ، ورو ورو یې هاغه دی ! تر تورې بوړې هم لا ځانونه و رسوول.
که چېرې دوی غربیانو ته خدمت نه وای کړی ، نن به په داعشي سکروټو هم نه سوځېدل.
شینواري د افغانستان په شرقي سیمو کې (پخوا) تر ټولو زورور او سرکښ قامونه یادېدل ، مګر کله یې چې ځینو مشرانو د اسلام د ملاتړ پر ځای د کفر ملاتړ پيل کړ ، نو نه یوازې دا چې : هغه پلارنی موقف یې له لاسه ورکړ ، بلکې اوس يې هغه دی نژدې ټول نسلونه په لمبو کې سوځي او هره ورځ د استخباراتي ناخوالو ښکار ګرځي ؛ مخوور يې وژل کيږي ، علماء یې ترور کيږي ـ بیا وژل کيږ ، اولادونه یې له پرمختګه شاته کيږي ، درنې تورسرې يې ځورول کيږي ، کورونه يې سووځول کيږي ، عقائد یې تحدیديږي او بیا تخريبيږي ، لنډه دا چې : نن (هغه پاکزړي او مجاهد شينواري وروڼه) د هغو ناولو څېرو له لاسه په تورو تیارو کې ورک دي ؛ چې : پرون یې د کفري خدمت لپاره اسلامي اصول تر پښو لاندې کړل ؛ نو که نن يې د ځينو غم د ورور په کور دی ، سبا به ګورئ چې : همدغه اوښ به د ده په دروازه کې هم ((چو)) شي او ګونډې به و وهي.
نن چې ننګرهار په څومره ویر او ماتم کې راګير دی ، د افغانستان بل یو ولایت هم نه دی را ګير شوی ؛ خو هو ! چې څومره خدمت (په پښتنو کې) غربیانو ته ننګرهاریانو وکړ ، بل یوه ولایت هم نه دی کړی ؛ نو اوس به خپل کرلي ريبي خو افسوس دا دی ! چې : لوګی یې د ورور له کوره خيژي ، مګر دوی یې پر ځانونو نه وروړي.
نو اوس زما مشوره ننګرهاریانو وروڼو ته دا ده چې : تاسو باید خپل شاتنی ځلاند تاریخ و ګورئ او بېرته هغه خپل درانه موقف ته وګرځئ او نور د خپلو مجاهدو او مېړنیو وروڼو وينې تويې نه کړئ ، بلکې د ورور د وينې تویولو پر ځای له هغه سره مینه وکړئ ، ټول یو واحد صف شئ ، نفاق ته اور ورکړئ او د اسلام تر ريښتيني توغ لاندې ټول سره راپورته شئ او یو ځل بیا د ننګرهار تللی حیثیت را وګرځوئ ؛ که داسې و نکړئ ؛ نو د دنیا ټول مرادر مخي به ستاسو بچي درته ووژني ، کورونه به مو وسوزوي او تورسرې ببیانې به مو درته وځوروي .
مه کړئ ننګرهاریانو وروڼو! تر هر چا مو خپل درته ښه دي.
ګورئ ! خپل وروڼه د بل لپاره مه وژنئ ! هغه هم په داسې لاره کې چې : الله او د هغه رسول به هم درنه خفه وي.
نن چې تاسو (د یوه پلار اولاده) سره ټوټه ټوټه شوئ او په څلورو داسې ډلو ووېشل شوئ چې : یوه موهم له هغې بلې سره مړي ژوندي نه پالي ، نو زما په اند یې علت يوازې د اول وخت کفري خدمت دی ! که اوس هم توبه و نه باسئ نو خپل مېړني او مجاهد وروڼه به ټول له لاسه ورکړئ ؛ سبا به مو په نسلونو کې دومره څوک نه وي چې : له دروازې مو شغالان وشړي.
پرون شينواري هغه سرسخته پښتانه قامونه یادېدل چې : د پاچا زور به نه پرې رسېدلو ، خو نن چې د نفاق پاپیانو و داړل ؛ هغه دی ! هر سپږن يې اوس ځوروي ، سبا به داسې ورځ هم راشي چې : شینوارو ته به څوک هېڅ ارزښت هم نه ورکوي.
نو زما په اند ! نن چې په ننګرهار کې هرڅومره پاکې او مقدسې وينې توييږي ؛ مسئولیت يې د کرایه شویو ځوانانو په غاړه دی چې : پرون او نن د اسلام د سرسختو دښمنانو غوټې پشا کوي او تشنابونه یې ورته پاکوي.
هسې هم په غلامۍ کې چا ښه ورځ نه ده ليدلې ؛ نو که نن دغه بېلارې ځوانان حق ته را و نګرځي ، سبا یې ګورئ چې نارې به یې د آسمان والا هم نه آوري (يانې نه به یې قبلوي).
ننګرهایانو وروڼو ! تاسو خپلمځي بدیو په سر اخیستي يئ ؛ ځکه اوس د دنیا خلک مېلې درباندې کوي ، نو که زما منئ ! د الله خاطر وکړئ ، نورې خپلې وينې په باطله لاره کې مه تویووئ !
زه درباندې سووځم ، سخت درباندې سووځم او ډېردرباندې سووځم ؛ الله مو عزت خوندي کړه.
ننګرهاریانو وروڼو ! تاسو خپلمنځي بدۍ پالۍ ؛ ځکه خو څه په داعش څه په دولت ننوتئ ، کنه غیرتونه خو مو دنیا ته معلوم دي.


















