لیکوال : امین وردګ
زه چې له ډېرې مودې څخه د ننګرهار امنیتي تاوتریخواليو او غمیزو ته ګورم او په دې هکله فکر کوم ، یا د ننګرهاري ناورین لاملونه لټوم ؛ نو بلکل اوس دغې نتیجې ته و رسېدم چې : مسئولیت د دغو ټولو ناخوالو او مظالمو (چې د ننګرهار په اصیلو او مجاهد پروره ولسونو باندې تېريږي) یوازنی لامل او عامل یې د هغو خلکو خدمت دی چې : د کفر په خوا کې و درېدل او د خپل مجاهد ورور په وړاندې یې وسله پورته کړه.
ما په دې هکله نن سهار یوه لیکنه تیاره کړه او بیا دا لیکنه د (کابل ټکی کام) آزادې او خپلواکې ويب پاڼې په ګډون ـ ځینو نورو پاڼو او فیسبوکپاڼو هم خپره کړه ، چې ما په هغې کې د ننګرهار له مجاهدینو او عامو مظلومو توکړو سره د زړه خواله کړي وو او د هغوی په درد مې ځان دردمن ښودلی ؤ ، مګر کله چې لیکنه د ځينو ننګرهاریانو وروڼو غوږنو یا سترګو ته ور و رسېدله ؛ نو پرته له دې چې : لیکنه تر پايه وګوري او بیا زما د زړه هغه ټپ پکې و لټووي چې ؛ د ننګرهار درنو مجاهیدنو او مظلومو ولسونو راته پکې جوړ کړی ـ دوی لنډ ! ړوند تقلید پيل کړ او په (تاوې ماوې) پسې لاړل او په ما پسې یې لويه ډنډوره جوړه کړه چې : ګني (امین وردګ) د ننګرهایانو توهین کړی ! استغفرالله ! امین وردګ به دومره بې وجدانه نه وي چې : د یوه مجاهد قام توهین به کوي ؟ مګر هو ! ما چې په هغه لیکنه کې څوک یاد کړي ، هېڅکله به هم هغه و نه بښم !
هغوی په ننګرهار کې وحشتونو ته لمنې وهي ، که چېرې د ننګرهار اوسنۍ وضعه مهار نشي ؛ په راتلوکي کې به په دغه ولایت سرې لمبې بلې وي الله مکړه او موږ به هم بیا ورسره سووزو ځکه چې یو تن او یو وجود یو ! نو ګرانو ننګرهاریانو ! ((ننګرهار زما سترګې او ننګرهاریان مې باڼه دي))
هو ! ننګرهاري غرب پلوي او داعشیان کېدای شي چې زما په هکله تر دې لا سپک الفاظ و کاروي ، خو زما هېڅ پروا نشته ، دوی او وجدان یې ! اګر که په تېره ليکنه کې ما دوی ته هم د وحدت او حق ته د راتګ وړانديز کړی او زه د ننګرهار ټول قامونه تر یوه داسې توغ لاندې راټول غواړم چې : یوازې د حق په معیار رپيږي.
یوه ماته لیکلي وو چې : ستاسو فاروق وردګ ، عبدالرحیم وردګ . رحمت الله نبیل وردګ چېرې دي ؟
نو و د الله بندګانو ! ما کله د هغوی دفاع کړې ؟ دا خو تاسو دری کسان یاد کړي ؛ په لسګونو دي ! او زه بلکل نه پرې خفه کېږم ، ځکه چې : هغوی د کفر په غېږه کې پناه اخیستې او د اسلام په وړاندې سوټي نو په داسې خلکو یوازې قامپرست لیکوالان خفه کيږي ، نه حقپرست.
نو ګرانو ننګرهاریانو ! که تاسو په همدغې موقف کې و اوسئ ؛ مانا دا چې ستاسو د خپل قام په هره خيرنه څېره هم زړه بديږي ؟ آيا تاسو قومپرستي راسره کوئ ؟
زما د ننګرهار مجاهدینو ته سل ځله سلام دی ، چې په دومره حساسو شرائطو کې بیا هم د حق سنګر ساتي او په یوه لیکه کې له لسګونو قوتونو سره جګړې کوي.
نو د ننګرهار درنو او مجاهدو وروڼو ! ستاسو خدمتونه موږ نشو هېرولای ؛ ځکه خو مې ستاسو په حال نن سهار سترګې راډکې شوې دي او هغه لیکنه مې ستاسو د بریا په تکل او ستاسو سره د غم شريکۍ په پار تیاره کړه وه ؛ چې په وړاندې يې تاسو ښه لونګۍ راته وکړه آفرین ! خو بیا هم… زه بښنه درته کوم ، چې هر څه مو ویلي ، زما هغه وروڼه یاست چې ستاسو د تورسرو او ماشومانو له امله مې په بار بار اوښکې تويې کړې ، مګر تاسو بې وفا يئ والله ډېر زر مرورېږئ !
بیا هم وایم چې : په تېره لیکنه پښېمانه نه یم ؛ ځکه چې : هلته مې هم د مجاهد ولس دفاع کړې او منافقين مې ټکولي او دلته هم وايم چې : د ننګرهار د اوسنیو ناخوالو مسئولین هغه ننګرهاریان دي چې : د غرب ملا یې ور تړلې.
یو که تاسو هغوی ننګرهاریان نه بولئ دا بیا بېله خبره ده او هغه وخت به زه بیا معافي غوړم ، خو که هغوی هم ننګرهاریان وي ، نو بیا باید تاسو معافي وغواړئ !
زه په حقو کې نه د چا پروا کوم او نه له چا وېره لرم ، همداراز ! هغه کسان هم د ملت قاتلان دي چې د اسلامي خلافت په نوم لیکو ته ورغلي او اوس په ننګرهار کې هدفي وژنې کوي او یا د مسلمانانو ښځې وينځې نیسي ، یا سپينږيري او ماشومان شهیدانوي.
له هېچا بښنه نه غواړم او نه په خپله ليکنه پښېمانه یم ، خو د ننګرهار مجاهدینو ته مې بیا هم سلام دی چې : په داسې حالاتو کې لا هم د حق لپاره مبارزه.
همداراز ! د افغانستان د ټولو ولایتونو ، د مجاهدینو ، د پښو ګردونه هم لا پر ځان ښه بولم ! هغوی که د هر ولایت ،هر قام او هرې ژبې وي ، باالعکس ! که د غرب ملا ور تړي ؛ وردګ څه چې : زما د پلار زوی وي هم نه پرې خفه کېږم او نه یې دفاع کوم.
په پای کې له تاسو درنو ننګرهاریانو څخه هیله کوم چې : لیکنه تر پایه ګورئ او سم تحلیل یې کوئ ، د منافقینو خولې ته مه ګورئ ؛ ځکه چې : زه ټول وخت منافقين ټکووم ! نو هغوی هم موقع ته ګوري چې : کله به ما په لومه کې و نښلوي او داسې ځای خو دوی ته سره زر دی.

















