د لوګر یو شمېر مدني فعالان او ځوانان نن په مرکز پل علم کې راټول او ویې ویل، د پخوا په پرتله د لوګر مرکز پل علم او ولسوالیو امنیت خراب او د دغه ولایت ډېره برخه د طالبانو تر اغیز لاندې ده.
د غونډې ګډونوالو د لوګر ولایتي اداره به تبلي تورنه او ګواښ یې یې وکړ که امنتي مسوولین د امنیت ټینګښت له پاره کوټلي ګامونه وانه خلي پر ضد به یې لاریونونه وکړي.
د لوګر دوه مدنی فعالان اجمل سروش او روزه الدین مومند:
« ۹۰ سلنه د لوګر خاوره د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او پاتې لس سلنه د دولت په ولکه کې ده، ستاسو په اند دا لوی شرم نه دی ایا څوک نه شته چې له امنتي ځواکونو پوښتنه وکړي.
په څرخ ولسوالۍ کې څه حال روان دی، هره اونۍ درې شهیدان ورکوو، ولې په کومه ګناه مو وژنې، هغه کس چې د مور یو زوی دی د زړه ټوټه يې ده د شپې اوبه لګوي امریکایي ځواکونه یې بمباروي.»
دغه مدني فعالان وایي چې د پخوا په پرتله د کابل ګردیز لویې لارې امنیت هم خرابه شوی او خت ناوخت طالبان د لویې لارې پر سر په رڼا ورځ دولتي مامورین او ملکي وګړي له موټرو ښکته کوي.
د لوګر امنیه قوماندان لوي پاسوال عصمت الله علیزی په دغه ولایت کې ورستۍ ناامنۍ مني خو وایي چې طالبانو د کابل ناامنه کولو په موخه خپل ټول پام لوګر ته اړولی.
ښاغلي علیزي وویل چې د امنیت ټینګښت له پاره همدا اوس عملیات روان دي:
« زمونږ د افغان امنتي ځواکونو په څرخ، خروار او بره کي برک ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي او دوښمن ته مو کلکه ماتې ورکړې ده.»
لوګر پلازمنې کابل ته څيرمه پروت ولایت دی چې اوسیدونکي یې په پرلپسې توګ په خپلو سیمو کې له ناامنیو شکایت کوي.


















