یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د افغانستان نن او پرون

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 20, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
19
ځلې شریک شوی
235
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

ډاکټر آصف
افغانستان (د افغانانو مېنه) په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هېواد دى.
دا هېواد، چې پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد شوى، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو.
ځينې مورخين ليکي، چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات، چې يو وخت يې تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې رسېده .
د احمدشاه بابا امپراطوري وار په وار د ده د لمسيانو او بيا د محمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه .
د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت :
د افغانستان شمال او سوېل لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره ٢٤٣٠ کيلو متره ، په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤ کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له تاجکستان سره ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو او ٣٩٨ ولسواليو وېشل شوى دى.
په افغانستان کې جګړې:
افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له مقدوني سکندر، ايراني صفويانو، مغولو او نورو سره د هېواد د ازادۍ لپاره جګړې کړې دي.
انګليس هم له افغانانو سره ډغرې وهلې دي. د افغان –انګليس لومړۍ جګړه په ١٢١٧-١٢٢١ لمريزو کلونو کې ، دوهمه جګړه يې په ١٢٥٧ لمريز کال کې او درېيمه جګړه يې په ١٢٩٨ لمريز کال کې وه.
افغانانو د افغان-انګليس تردرېيمې جګړې وروسته له انګريزي ښکېلاک څخه خپل استقلال بېرته تر لاسه کړ .
په دغه هېواد کې د ازادۍ له بېرته اخيستو وروسته، په ١٣٥٧ کال کې د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو د کودتا له لارې د هېواد د لومړي جمهور رييس محمد داوود د حکومت تر ړنګېدو پورې ځينې کورني اړ او دوړونه موجود و، خو بيا هم نسبتا آرامه او د پرمختګ په حال کې و . خو د يادو ګوندونو(خلق او پرچم ) د واکمنۍ پر وړاندې افغان ولس جهاد ته ملا وتړله او يو ځل بيا په هېواد کې نا امنۍ پيل شوې .
د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه د وخت د شوروي اتحاد په پر مخ تللو وسايلو سمبال لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ، خو افغان اولس يې پر وړاندې ودرېد او ترهغه يې خپل جهاد ته دوام ورکړ، چې د يرغلګرو پوځونو غرور يې مات او د ١٣٦٧ کال د تلې مياشتې په ٢٦مه، يې له افغانستان څخه ووېستل .
د شوروي د پوځ د يرغل پر مهال د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه، خو ويل کيږي، چې تر يو ميليون زياتو افغانانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په ميليونونو مهاجر شول، د هېواد بنسټونه په کې له منځه لاړل او ١٥٠٠٠ شوروي پوځيان هم په کې ووژل شول.
د يادو پوځيانو تر وتو وروسته د شوروي په ملاتړ جوړ شوى د ډاکټر نجيب الله رژيم افغان مجاهدينو رانسکور کړ او د ١٣٧١ کال د غويي په ٨مه، د جهادي ګوندونو په سلا حضرت صبغت الله مجددي واک ته ورسېد .
خو ډېر وخت نه و تېر شوى، چې د مجاهدينو د بېلابېلو ګوندونو تر منځ د واک د ترلاسه کولو لپاره خپلمنځي جګړې پيل شوې او په دې جګړو کې د نجيب د رژيم د جنرال دوستم ملېشې هم ورګډې شوې .
په ١٣٧٣ کال کې د طالبانو حرکت په هېواد کې د ګډوډيو د له منځه وړو او اسلامي ارزښتونو د خوندي کولو له ژمنې سره په کندهار کې په فعاليت پيل وکړ او تر ١٣٧٥ کال پورې يې د پلازمېنې کابل په ګډون دهېواد ډېر ولايتونه لاندې کړل او د چارو واګې يې تر لاسه کړې.
د القاعده سازمان مشر اسامه بن لادن، چې د سعودي عربستان اصلي اوسېدونکى دى او د شورويانو پر وړاندې د افغان مجاهدينو ترڅنګ ولاړ و، هم له وسلوالو طالبانو سره ملګرى شو.
خو اسامه بن لادن د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١مې په پېښو کې د امريکا لخوا په لاس لرلو تورن شو او امريکا له طالبانو وغوښتل چې هغه (اسامه) له افغانستان څخه وباسي.
خو کله چې طالبانو د امريکا غوښتنه ونه منله، د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې يې پرطالبانو لومړى هوايي او بيا د شمالي ټلوالې په مرسته ځمکني بريدونه وکړل او د طالبانو واکمني يې راوپرځوله .
د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو او القاعده د له منځه وړو لپاره د نړۍ د ٤٦ هېوادونو ٤٢٠٠٠ پوځيان د امريکا له تر سل زرو زياتو پوځيانو سره ملګري شوي، خو ددې پوځونو په شتون سره نه يواځې په هېواد کې امنيت ټينګ نه شو، بلکې ددې ځواکونو او افغان دولت وسلوال مخالفين (طالبان، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي او د حقاني او ځينې نورو ډلو) پوځي فعاليتونه ورځ په ورځ پراخه شول او د نا امنيو لمن د هېواد له جنوب څخه آن شمالي ولايتونوته هم وغځېده.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ٢٠٠٩ کال د مارچ په مياشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د نوې ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهال د يادو دواړه هېوادونو حالات ډېر خطرناک وبلل.
اوباما د همدې کال په ډسمبر کې وويل چې د ٢٠١١ کال د جولاى په مياشت کې به له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيلوي. ناټو ځواکونوهم تر۲۰۱۴ز کال پورې افغان سرتېرو ته د امنيتي چارو د ورسپارلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
په افغانستان کې د دولتونو ډولونه :
الف حکومت:
محمد داوود د ١٣٥٢کال د چنګاښ په ٢٦مه، د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د شاهي نظام پر ځاى جمهوري نظام رامنځته کړ او تر دې وروسته هم پرته له طالبانو څخه، چې اسلامي امارت يې اعلان کړى و، نور نظامونه جمهوري وو، خو د حامد کرزي تر منتخب حکومت پرته نور د پوځي حرکتونو او کودتاګانو له لارې رامنځته شوي دي .
محمد داوود د سپينې کودتا له لارې واک ته ورسېد او محمد ظاهرشاه يې له ملک څخه تبعيد کړ. د محمد داوود رژيم هم د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو لخوا د خونړۍ کودتا له لارې له منځه ولاړ، داوود يې د کورنۍ له غړيو سره يو ځاى وواژه او پر ځاى يې نورمحمد تره کى د جمهور رييس په توګه اعلان کړ.
تره کى، چې د خلق په ګوند پورې يې تړاو درلود، د ١٣٥٨ کال د وږي په مياشت کې په ارګ کې د ننه ددې ګوند د بل غړي حفيظ الله امين د پلويانو لخوا په مرموز ډول ووژل شو او امين، چې تره کي به ورته وفادار شاګرد ويل، د جمهور رييس په توګه په کار پيل وکړ.
خو کله چې د شوروي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ، امين يې د کابل ښار په دارلامان کې وواژه او پرچمى ببرک کارمل د شوروي پوځونو په ملاتړ واک ته ورسېد.
د ١٣٦٥ کال په غويي مياشت کې کارمل د ګوند د مرکزي کمېټې له رياست څخه استفعا ورکړه او د همدې کال د لړم په مياشت کې له جمهوري رياست څخه هم لرې شو او ددې ګوند بل غړى نجيب الله قدرت ته ورسېد.
د نجيب د واکمنۍ پر مهال د شوروي پوځونه له افغانستان څخه ووتل او د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه د نجيب حکومت هم راوپرځول شو او صبغت الله مجددي د جهادي ګوندونو په مشوره د اسلامي دولت د ممثل په توګه وټاکل شو.
د جهادي ګوندونو له سلا سره سم دوه مياشتې وروسته د جمعيت اسلامي د ګوند مشر برهان الدين رباني ته واک وسپارل شو او د ١٣٧١ کال د غبرګولي په نهمه رباني د اهل حل وعقد د شورا لخوا د دوو کلونو لپاره جمهور رييس وټاکل شو.
خو رباني خپلې واکمنۍ ته دوام ورکاوه ، چې په ١٣٧٥ کال کې طالبانو کابل ونيو او اسلامي امارت يې اعلان کړ. خو د طالبانو واکمني د امريکا د پوځي بريد له امله له منځه ولاړه او حامد کرزى د بن په غونډه کې د شپږو مياشتو لپاره د لنډ مهالې ادارې د مشر او بيا د بېړنۍ لويې جرګې لخوا د دوو کلونو لپاره د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.
د افغانستان اوسنى اساسي قانون، چې له مخې يې د هېواد نظام اسلامي جمهوري دى، د ١٣٨٢ کال د مرغومي په ١٣مه، د لويې جرګې لخوا تصويب شو. ددې قانون له مخې، د افغانستان د دولت په تشکيل کې منتخب ولسمشر، د هغه دوه مرستيالان، له دوو مجلسونو (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) څخه جوړه ملي شورا او قضايي قوه ځاى لري. د سترې محکمې غړي د ولسمشرله لوري ټاکل کېږي او ولسي جرګه ورته د باور رايه ورکوي.
ولسمشر او مرستيالان يې د خلکو په مستقيمه رايه اچونې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. که چېرې هېڅ يوه کانديد په لومړي پړاو کې د ټولټاکنوپه پروسه کې ٥٠ سلنه جمع يو رايې تر لاسه نه کړې، نو دوه کانديدان، چې تر ټولو ډېرې رايې يېترلاسه کړېوي،د دوهم پړاو لپاره د ټولټاکنوپه پروسه کېبرخه اخلي. ولسمشرد ولسمشرۍ د دوودورولپاره ځان کانديدولی شي.
د ولسمشرۍ لپاره د افغانستان لومړۍ ټولټاکنې د اته ميليونو تنو ، چې نږدې نيمايي يې ښځې وې په ګډون د ١٣٨٣ لمريز کال د تلې په ١٨مه ، تر سره شوې او حامد کرزى د ٥٤سلنه رايو په تر لاسه کولو سره ولسمشر وټاکل شو.
کرزى د ١٣٨٨ کال د زمري په ٢٩مه، د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې هم په داسې حال کې د پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو، چې په ټاکنو کې د درغليو په اړه ډېر شکايتونه موجود و.
مرکزي دولت، په کليوالو سيمو کې لږ اغېز لري، ځکه چې اسلامي او دوديز ضوابط، د قومي او توکميزو فعاليتونو په ګډون په شخصي کړنو او د شخړو په حل کې مهمه ونډه لري. افغاني ټولنه د قومي او اسلامي دودونو په درلودلو سره په پراخه توګه د خپلوۍ پر بنسټ ولاړه ده، سره له دې چې په ښاري سيمو کې دا کچه يو څه ټيټه ده.

مخکینې مطلب

د لوګر امنیت د پخوا په پرتله خرابه شوی

بل مطلب

سوريه د ۱۴ کلن هلک نه تر انقلابه

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com