(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۵)
وسله والو طالبانو تېره ورځ په وانت وايګل ولسوالۍ بریدونه وکړل، چې دواړې غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم رسنيو ته ويلي، چې ياده جګړه تېره ورځ ناوخته پای ته رسېدلې او پکې ۱۳ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښې ده.
نوموړی وايي، په ياده جګړه کې دوه عسکر وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه څو ساعته جګړه کې تر څلوېښو زيات طالبان وژل شوی او له سلو زيات ټپيان دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نوموړي دغه ادعا ردوي او وايي، چې په ياده ټوله جګړه کې يواځې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د مجاهد په وينا، پر وانت وايګل ولسوالۍ تر پرون ماښام پورې بریدونه روان و، چې په پايله کې يې څلور پوستې له دولتي ځواکونو ونيول شوې.
نوموړی ياتوي، چې په دغه جګړه کې يې پنځلس عسکر وژلي او له شلو زيات ټپيان کړي دي.
هغه دغه راز وايي، چې په دغه جګړه کې درې ټانګونه او دوه رينجر موټر هم د دوی د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
-الماس خدرخېل-


















