لیکوال : امین وردګ
راځئ چې لږ د ښځو له حاله هم ځانونه خبر کړو !
ښځه د انسانیت په قافله کې تر ټولو عاجزه ، مګر مینه ناکه او زړه سواندې توکړه ده ؛ ښځه په نرمۍ کې اوبو ته ورته ده ؛ چې آن تر (جزء لایتجزا) پورې هم د تجزیې وړتیا لري ؛ خو هو ! ښځه هېڅکله هم (د عدم تراکم په صورت کې) هغه خپل خاصیت (نرمښت او قوه) له لاسه نه ورکوي ،که څه هم چې په مختلفو لارو سره کار يږي.
ښځه د اوبو په توګه نرمه ده ؛ مګر هو ! د اور وژلو ځواک يې مه هېروئ !
دا چې د ښځې په هکله پوهانو ډېرې ليکنې کړې او ښځه د انساني تمدن سمه نیمه څانګه ده ؛ نو موږ اوس یوازې په پاسنیو کرښو بسنه کوو او راځو دغې نکتې ته چې : په نړۍ کې د ښځې په وړاندې انساني وحشتونو څه روان کړي ؟
ځينو خلکو ښځو ته د یوه قیمتي زېور په توګه کتلي او هڅه یې کړې چې : په یوه کاملاً امن ځای او نرمو ټوټو کې يې وساتي ؛ د دې لپاره چې : جسم يې داغي نشي.
ځينو کسانو د حیواناتو په سترګه ورته کتلي او داسې بارونو پرې لېږدوي چې د دغې مظلومې په وسه کې نه وي .
ځينو خو بیا یوازې د شهوتي غریزې د پوره کولو یوه آله بللي او بیا یې په هر ډول کارولې ده ، حتی په داسې ډول هم چې : انسانیت او شرافت ترې شرميږي.
ځينو نورو بیا په دومره سپکه سترګه ورته کتلي چې : هغه د غاړې جامې یې هم ترې و ایستلې او لایې پسې سپکوي .
چا خپلې لوڼې او خویندې اړ ې کړې چې : د خپلو ځانونو لپاره (د ژوند تېرلو) توکي برابر کړي .
لنډه داچې : ځينې خلک ښځو ته په ښه او درنه سترګه ګوري ؛ جامې ور اغوندې او ځينې نور چې ښځو ته د ځنګلي وحشیانو په سترګه ګوري هغوی خو نور د هېڅ سپکې صرفه نه ده پرې کړې تر دې چې هغه د عزت جامې يې هم ترې و ایستلې.
د جاهلیت په زمانه کې به يې ښځې ژوندۍ خښوولې ؛ ځکه : دا به ډېره بده وه چې ؛ په کوم کور کې به ښځه پیدا کېدله ، مګر کله چې اسلام راغی ؛ نو د ښځې قدر هم پيدا شو او ښځه ؛ اسلام د انسانیت داسې لوړ منار ته پورته کړه چې هېڅوک یې نه دي ورخېژولي ، دومره عزت یې ورکړ چې : د هغې ټول بار یې په نارينه ور واچولو ، حتی چې ؛ کله دا له نارینه سره (د اسلام په اصولو برابر) سر اېږدي ؛ نو نارينه اړ دی چې باید لومړی ښه درنه مالي ضربه وویني تر څو دغه د الله نازولې بې قدره د کوم چا غېږې ته لاړه نه شي ،که څه هم چې : لذت به دواړه خواوې اخلي ! مګر بیا به هم نارينه ښې ډېرې نقدې ورکوي ؛ تر څو : دا خپل نفس ورته وسپاري ، نه یوازې نقدې ! بلکې ټول مصارف (آن خیر او خیرات) يې هم په نارينه (مېړه) شول ، که چاته تحفه ور کوي ؛ هم یې حق په مېړه دی او مېړه ته یې ((مهر)) داسې دی لکه : د مردارې غوښې چې شغالان خوري (مانا دا چې : کله مېړه مهر پرې وسپارلو ، بیا به یې بېرته نه ترې غواړي او که یې د زور او فشار له لارې ترې تر لاسه کوي ؛ نو سخت الله ته مجرم دی او که چېرې اسلامي قانون حاکم وي ؛ نو مېړه به (د قاضي له خوا) په جزا رسوول کيږي ؛ ځکه چې : په ظلم سره د هغې مال ترې اخلي ، حال دا چې ورته حرام دی) ؛ دادی عرت !.
ځينې داسې خلک هم شته چې ؛ښځې ته وايي : ورشه ! له خپل مهر نه د ځانته مصرف وکړه ،که داسې نه کوې له کوره د شړم !
دغه کس تر بل هر چا (د اسلام او وجدان له امله) بې غیرته یاديږي ؛ ځکه چې :د ښځې په ده باندې ټول کورني مصار حق دي ؛ نو د ده لپاره ! تر ټولو د شرم خبره همدغه ده چې : له ښځې څخه د هغې مهر غواړي.
همدا ډول ځينې پلاران هم شته چې : د لورانو مهرونه ځانونو ته حلال بولي او لکه خر چې شفتله خوري ؛ داسې لمړۍ ترې کوي ، که کومې لور خپل حق و غوښت ، هغه بیا کورته نه راپرېږدي ؛ په هر حال ! دا د اسلام د اصولو سره ټکر کارونه دي !
د ښځې په هکله اسلام ویلي چې : کله په کوم کور کې نجلۍ پيدا شي ، په هغه کور به تر څلوېښتو (۴۰) ورځو پورې د الله رحمت اوريږي ، حال دا چې د هلک په هکله یې شل (۲۰) ورځې ښودلې دي.
د الله پيغمبر (صل الله علیه و آله و سلم ) مسلمانان اړ کړي چې : دوی حق نه لري تر څو په ښځه / یا نجلۍ باندې کار وکړي او هغه مجبوره کړي چې : له بيرون څخه کوم شی کورته راوړي او خپله ژوند پرې تضمین کړي ، بلکې دا یې هم پرې ايښې چې : باید نارينه یې ورته را پيدا کړي او بیا يې سمه نیمه برخه (پرته له بدل څخه) ښځې ته هم ورکړي ؛ یانې هر هغه توکي چې : د ژوند د تېرولو اړتیا پوره کوي ؛ نو باید یوه برخه يې نارينه واخلي او یوه ښځينه ته ورکړي او دلته به هېڅ ډول توپير نه کيږي (یانې مساوي حقوق دغه دي) بلکې یو رنګ به يې ويشي.
کله چې په یوه اسلامي کورنۍ کې ښځه ځوانۍ ته نږدي کيږي ؛ نو بیا به هغه مسئول نارينه ؛ د هغې لپاره د (مناسب) مېړه پیدا کولو کوښښ هم کوي او دغه حق يې په نارينه شته ! دا به نه پسې وزي ، خو هو ! نارينه به هم داسې نه وي چې : په هره کوڅه کې نارې سورې پیل کړي چې : هلئ ! راشئ زما لور په نکاح واخلئ ؛ بلکې په پټه به د هغې لپاره کوښښ کوي او د هلک کورنۍ به دغه ځای ته برابروي چې : د نجلۍ کور ته ښه په درنښت سره څوک را وليږي او نجلۍ د هلک لپاره وغواړي .
هو ! که د نجلۍ له خوا هم څوک (د هلک لوري ته) ولېږل شي ؛ څه خبره نه ده ! خو ښه داسې ده چې : د هلک له خوا خلک ورشي ؛ تر څو د نجلۍ وقار تر پښو لاندې نه شي، چې بله ورځ یې مېړه طعنه ور نکړي چېګني : ستا پلار / یا ورور ؛ را پسې وو ، کنه ما خو ته نه غوښتلې !
همدا راز چې :کله نجلۍ ښه په درنښت سره د مېړه کور ته ننوزي ؛ نو باید مېړه د خلکو په وړاندې اقرار وکړي چې : د دغې ښځې ټولې بيرونۍ اړتیاوې به زه پوره کوم ان شاءالله او په کور د ننه ! که کوم کار کوي ؛ خپله یې خوښه او زه يې کار کولو ته نه مجبوروم او زه بیا اقرار کوم چې : ماته اسلام اجازه نه راکوي تر څو :خپله بي بي (ښځه) کار کولو ته اړه کړم. راشئ! دېته وايي پاچاهي !
مېړه حق نه لري چې : ښځې ته ووایي : ماشوم ته به شيدې ورکوې ! ځکه چې : حق نه پرې لري.
د ښځې ټولې اړتیاوې به اوس مېړه پوره کوي ؛ لکه مخکې به چې پلار ، یا ورور پوره کولې !
په اسلام کې که څوک خپلې ښځې ته له قهره ووایي چې : فاحشې ! اوس نو که هغه فاحشه وي / یا نه وي سړی مجرم شو ؛ که ريښتا فاحشه وي ؛ نو قاضي ته به (د عامو خلکو تر منځ او په ښو خلکو مشهور) څلور (۴) داسې شاهدان تېروي چې : دواړه (زاني او زانیه) به یې په داسې حال کې ليدلي لکه ((سلايي په لاجرومله کې)) چې سړی وویني ! که داسې یې نه وو ليدلي : د مېړه په ګډون به دغه څلور واړه هم د وخت قاضي اتیا اتیا دورې وهي ! چې په اسلام کې دا ډول تعذیب ته (حدقذف) ويل کيږي ؛ له دې امله چې : په دغې ښځه پسې دروغ تړل شوي ؛ چې ګواکي فاحشه ده ! او که مېړه قاضي ته وویل چې : ما خو ټوکې ورسره کولې ، بیا به یې هم مېړه اتیا(۸۰) دورې وهل کيږي ؛ تر څو بل وار داسې ټوکه ورسره و نه کړي او هم انساني کرامت او د ښځې خصوصي حریم بل وخت زیانمن نشي.
بحث نور نه اوږ دوم او په همدغه لاندې عقلي دليل به بسنه وکړو !
اې ګرانې خورکۍ ! تاته وایم .
ته په کور کې څلور ډوله لښتۍ لرې چې : له الماسو ، سرو زور (طلا) ، د سپينو زرو (نقرې) او میسو څخه دې جوړې کړې دي او دهرې جوړې وزن پنځه (۵) ګرامه او یا پنځويشت (۲۵)قیراطه دی!
اوس د بېلګې په توګه : ستا د الماسو لښتي چې ؛ مجموعي قیمت یې کيږي : شپږ زره دوه سوه پنځوس (625000000) لکه امريکايي ډالره ؛ ځکه چې :هر قیراط الماس ؛ په منځنۍ توګه ! دوه سوه پنځوس (۲۵۰۰۰۰۰۰) لکه امریکایي ډالره قيمت لري ؛ نو پنځه قیراطه یو ګرام کيږي چې : هر ګرام یې دوولس سوه پنځوس (۱۲۵۰۰۰۰۰۰) لګه امریکايي ډالره شو.
۲ ـ د سرو زرو یا طلا د لښتیو مجموعي قیمت د کيږي : یو سل دونیوي (۱۹۲)امریکایی ډالره .
۳ ـ د سپينو زرو دلښتیو مجموعي قيمت د کيږي دری (۳) امریکايي ډالره.
۴ ـ او د مسو د لښتیو قيمت دی : دوه پوله (0.02) امریکايي ډالره ؛ یانې شاوخوا دوولس (۱۲)افغانۍ.
ښه خورکۍ !
اوس ته راته ووايه چې : ته د الماسو لښتۍ چېرې اېږدې ؟ او هغه د مسو والا چېرې اېږدې ؟
داسې خو به نه وي چې : د مسو لښتۍ (د الماسو د لښتیو د شتون په صورت کې) له ځان سره هېڅ ساتې نه ؟
که یې ساتې ؛ نو داسې خو به نه وي چې : چېرې دې په ګردونو کې په کومه تاخچګۍ کې اچولې وي ؟ او یا خو دې ؛کومه خپلوانې ماشومه پرې خوشاله کړې وي ؟
ريښتیا به راته وایې ! هغه د لوړ قیمت (الماسو والا) لښتۍ چېرې ساتې ؟
آیا داسې ځای یې اېږدې چې : هر څوک لاسرسی ورته ولري ؟او که نه ! لومړی یو امن ملک ورته لټوې ، بیا امن ښار ، ورپسې امن کور او په کور کې دننه امن کوټه ! چې : هغه هم باید له څو کوټو څخه دننه وي ( تر څو له بيرون څخه څوک لار ، ورپيدا نه کړي)
زه خو وایم چې : بیا به یې هم د یوه فولادي سیف / یا تجرۍ دننه ؛ په کومه داسې صندوقچه کې اېږدې چې : کلي یې یوازې له تا سره وي ؟ او کېدای شي چې : دغه پنځه ګرامه الماس ؛ په کومه نرمه ټوټه کې هم ونغاړې ؛ تر څو داغي نه شي ، که داسې نه ده ؟
نو چې : ته هم قيمتي شي ته امن ځای ګورې ، یوازې تر خپل نظارت لاندې يې ساتې او تل یې په نرمو ټوټو کې هم پېچې ؛ بیا ولې دغې نکتې ته پام نه کوې چې : ته د د خپل نارينه (پلار ، ورور ، یا مېړه) خپل مال یې او هغه ته اسلام ((الماس)) غوندې ور پېژندې يې ! ته باید په نرمو ورېښمینو ټوټو کې ونغاړل شې او په داسې ځای کې وساتل شې چې : هر خيرن لاسونه در و نه رسيږي !
پوه شوې ! چې ما څه درته وویل ؟


















