چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د وسله والو زور اخیستونکي بریدونه او د حکومت ناتواني

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 28, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

دوه کاله دمخه چې افغانستان په نړيواله کچه له فساده ډک لومړۍ درجه هېواد وشمېرل شو، په چارواکو د امريکا او نورو مرستندويه هېوادونو فشار زيات شو. ویې ګواښل چې، که اداري فساد کنترول نه کړاى شي د مرستو خوله خلاصې بوجۍ به نورې ور ونه لېږي.

حکومتي چارواکي چې په نورو برخو کې سره اختلاف لري، خو په فساد کې د يووالي په لرلو سره د فساد کچه نوره هم لوړه شوه. نړيوال هم دې ته حيران پاتې دي وايي: له يوې خوا په افغانستان کې په لوړه کچه فساد او له بلې خوا د وسله والو طالبانو مخ په زياتوالي بريدونو حکومت ناځوابه کړی دى.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

دمخه به په فساد کې ککړ اشخاص په خپلو کې سره شريک وو، ژر به نه رسوا کېدل. اوس چې هر څوک په فساد کې له خپلې تجربې کار اخلي، نورو ته پکې ونډه نه ورکوي. په رشوت اخیستنې رسوا شي خو ګرېوان ته یې لاس رسېدل ناشونې وي او د خپلې زورواکۍ نه په ګټې اخیستلو سره یې څوک مخه نه شي نيولاى.

حکومت تبليغ کوي چې د فساد کچه مو راکمه کړې ده، خو په حقيقت کې فساد تر پخوا زيات شوی دى. د زابل ښاروال د کلات ښار د پنځو دروازو په جوړولو کې پنځه ميليونه افغانۍ غلا کړې دي. څارنوالۍ ته یې مکتوب تللی خو کار لا کوي، نه یې څوک نيولاى او نه یې له دندې ګوښه کولاى شي.

دمخه د زابل ولايت د والي په اړه راپورونه ورکول کېدل چې هغه ښه په نره له ولايته څوارلس ميليونه افغانۍ غلا کړې ده. په ولايت کې له ټولو شرکتونو څخه خپله ونډه هم اخلي.

په کابل کې چارواکو د ولاياتو له قومي مشرانو سره وعدې وکړي چې د لويو لارو امنيت به په هر قيمت چې وي ساتي خو راپورونه تر لاسه شول چې د ماليې وزارت مامورين د لويو لارو پر سر له چلوونکو څخه پيسې اخلي. د هرات ولايت سوداګرو – چې وړمه ورځ یې يوه اعتراضيه غونډه هم وکړه – په وينا له ۳ مياشتو راپدېخوا د کابل – هرات په لويه لاره د ماليې وزارت مامورين د نيمروز دلارام په سيمه کې د محصول په نامه پيسې اخلي خو هېڅ ډول سند نه ورکوي.

د فساد کچه چې حکومت یې د طالب وسله والو له بريدونو بې ځوابه کړی دى، يواځې د وزارتونو مامورين نه دي چې پکې لاس لري، بلکې په نظامي ډګر کې چې کوم فساد روان دی تر هغې ادارې زيات دى. يوه اونۍ دمخه د لمنې لاندې په ګوتو شمېرلو سره امنیتي ځواکونو د کندوز په شمال ختیځ کې ۱۳ کلي له جګړې پرته طالبانو ته پريښي دي.

د اشرف غني او اجرایوي رییس تر منځ د ملي یووالي حکومت د ایجاد په سیاسي هوکړه لیک کې، د لومړي وزیر څوکۍ لپاره د اساسي قانون د تعدیل په موخه د لویې جرګې راغوښتل، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش، د ټاکنیز نظام سمون، په ګډه او برابر ډول د لوړپوړو ملکي او نظامي مامورینو ګومارل ذکر شوي؛ چې د لویې جرګې د رابللو او سیاسي هوکړه لیک د مواد عملي کولو له پاره دوه کاله وخت ټاکل شوی و. اوس که اشرف غني په شوې هوکړه عمل کوي حکومت یې له منځه ځي، ځکه خو نه د ولس د غوښتنو او نه د وسله والو د بريدونو ځواب ويلاى شي.

د حکومت پر خلاف تېره ورځ يو ځل بيا د بدلون د پاڅون خوځښت پلويان د کابل سرکونو ته را ووتل او خپلې پخوانۍ غوښتنې یې د مظاهرې په کولو تکرار کړې، چې په غوښتنو کې د اشرف غني او عبدالله په شمول د يو شمېر چارواکو ګوښه کول شامل دي.

امکان لري د حکومت د ناتوانۍ پر خلاف په کابل کې د ٣٤ تنو په چاودنه کې ووژل، د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کې طالب وسله والو لخوا پنځوس تنه امنيتي ځواکونه په پوځي اډه کې وژل، دغور ولايت د تيوره ولسوالۍ له لاسه په ورکولو او بيا نيولو کې تر شلو پورې د پوليسو وژنه، په فارياب کوهستان کې د پوليسو تسليمېدا او د پکتيا په جاني خيلو کې د پوليسو مرګ ژوبله؛ دا هغه څه دي چې که په ننګرهار کې هدفي وژنې ورسره وشمېرل شي بيا خو څرګنده ده چې له فساده ډک حکومت د وسله والو بريدونو په مقابل کې ناځوابه دى.

مخکینې مطلب

ګرانې خورې تاته وايم ! ته په اسلام کې د الماسو ټوټه یې :

بل مطلب

خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه!

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com