جواد څارګر
دمقاومت دپیل کلونو کې سیکولر مارکه، او کرایه لیکوالانو ویل؛ دطالبانو جګړه دپښتنو دوژلو جګړه ده او ټوله موخه یې پښتون جینو سایډ دی. که چېرې دطالب جګړه پښتون جینوسایډ نه وي، شمالي ولایات ولې دجګړې له اوره خوندي دي؟!
هغه ګړۍ دمقاومت پیل و، تر دې وړاندې چې دطالبانو واکمني وه، لا په شمال کې ورته دغیر پښتني اقوامو له لورې د دښمنانو پر سترګه کتل کېدل، لامل یې دنظار شورا له لورې دطالبانو پر ضد زهرجن تبلیغات ول.
په دې وروستیو کلونو کې چې دطالبانو مقاومت زیات، غښتلی او افرادي قوت یې زیات شو، او دشمالي طالب پر نه ستړې کېدونکو هڅو، د افغانستان ټولو قومونه هم درک کړه چې ګواکې دطالب مقاومت په رښتینې توګه، د افغان خاورې د ازادۍ، او اسلام دسر لوړۍ لپاره دی، دشمال خلکو هم ځای ورکړ او غېږه یې ورته پرانیسته.
طالبانو په شمال کې له همهغه سنګره مقاومت پیل کړ، کوم سنګر چې یې دیرغلګرو ددرنو بمباریو په ترڅ کې، په وروستیو شېبو کې ایله کړی و.
په شمال کې دطالبانو نفوذ د امریکایانو او حکومت دناسمې تګلارې، او د افغان قومونو ترمنځ دنامتوازنه سلوک له امله ممکن شو.
دا چې په شمال کې جنګ ـ جګړې، او له طالبه وېره نه وه، په ډالرو مستو وحشي ټوپکمارو چې دحکومت درحم او کرم لاس یې هم تر شاه و؛ په ولسي وګړو دژوند عذاب وګرځاوه، دژوند تېروَلو ټول حقوق یې ترې وتروړل، شتمنۍ یې ترې غصب کړې او حتی دقومندانانو، وزیرانو او وکیلانو د خرمسته ځامنو له لورې، دمظلوم ولس په نوامیسو تجاوزات ورځنی معمول وګرځېد؛ ولس مجبوراً طالب ته پناه یوړه او پخپلو مېنو کې یې ځای ورکړ.
په شمال کې دطالبانو وروستۍ بریاوې او په حکومتي اهدافو توندې حملې، د شمالي طالب ستره بریا ده.
طالبانو په شمال کې تر جګړې وړاندې د ولسي وګړو په افکارو او اذهانو کار وکړ، او ولس ته یې جوَته کړه چې موجوده نظام نه خپلواک دی، نه د ولس دهوساینې درد او فکر لري، تنها طالب دی چې کولای شي د ولس ناخوالو ته، دتېر په څېر دپای ټکی کېږدي.
دشمالي طالب فرهنګي هڅې هم دومره غښتلې وې چې ختیځ او جنوب ته به د امارت لایحه او فرمان، لا نه ؤ رسیدلی مګر په بدخشان، تخار او کندز کې به تقسیم شوي هم ول.
زما پر اند په لومړي ځل دطالبانو دمنظمو قطعو انځورونه، او ویډیوګانې هم له شماله رسنېزې شوې چې په خورا جوش او ولوله په خواله، ملکي او نړیوالو رسنیو کې پراخه وځلېدلې او ددښمن مورال یې ولړزاوه.
یوه بله خبره چې شمال کې دطالبانو د توندو بریاؤو سبب وګرځېدله، داده چې دشمالي مجاهدینو کابو ټول مشران په ډېره مېړانه او مینه ساحو ته داخل شوه او دجګړې قومنده یې پخپلو لاسو کې ونیوله، دې کار هم دشمال طالب ته روحیه ورکړه او دمخالفو جنګیالیو مورال یې کمزوري کړه.
که څه هم په شمال کې دطالبانو توندو جګړو او پرلپسې بریاؤ، دغرب دګومارل شویو راشن خورو هغه تبلیغات وننګول چې ګویا طالب جګړه پښتون جینوسایډ دی او تنها تر پښتني ولایاتو ځانګړې ده، طالبانو دوی ته جوَته کړه چې روان مقاومت نه دکوم ځانګړي قوم ځانګړنه ده، نه دکوم مشخص قوم پر ضد ده بلکې دټولو افغان قومونو په نمایندګۍ، دغربي تاړاک پر ضد مطلق ولسي جګړه او مقاومت دی.
دلته چې دغربي روبوټي سیاسیونو او کرایه لیکوالانو اټکلونه خطا وختل او لاره ترې ورکه شوه، دجګړې دتداوم په پار او دطالب ضد روحیې دقوي ساتلو لپاره، دطالبانو سره یې دروسانو دمرستو درواغجنې ډنډورې پیل کړې.
منحیث یو مسلمان په داسې حالاتو کې باید د الله سبحانه وتعالی وعدې په پام کې ونیول شوي
الله عزوجل مؤمنانو ته وعده ورکوي: يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ.
ژباړه: اې مؤمنانو كه تاسي د الله ج(د دين) سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسي سره مرسته وکړي او ستاسي قدمونه به كلک کړي.
دشمال طالب او ولس کلونه ـ کلونه دغرب دنوکرانو مظالم وزغمل، تکالیف یې برداشت کړه خو په دغو سختو شېبو کې یې هم دخدای عزوجل ددین له مرستې نه لاس واخیست، نه یې حوصله وبالله بلکې هوډ یې لا غښتلی شو او په قوي عزم یې ټوپک ته لاس کړ.
همغه دی چې خدای عزوجل دمؤمنانو سره کړې وعده رښتیا کړه او په ډېره لږه موده کې یې دشمال طالب له بدخشانه تر جوزجانه، او له بغلانه تر فراه او فاریابه دزیاتو سیمو فاتحین کړه، ډېر غنایم یې په لاسو کې ورکړه، او لا هم دفتوحاتو پر لور ګړندي ګامونه اخلي.

















