لیکنه ملا نعمان
منافق سړی د حق په کیسه کې نه وي، د ژوند مهم هدف یي د خلکو باور ترلاسه کول او په خلکو ځان منل وي، که خلک ور باندې ډېر معمولي هم شکمن شي، نو شپه او ورځ په دې سوچونو کې غرق وي چې د کومو دلایلو په وړاندې کولو به خلکو ته ځان سپینوي؟ ځکه چې منافق ته یوازې او یوازې خپل ځان او خپل حیثیت مطرح وي او که خلک ترې ناراضه شي، نو د منافق حیثیت او منصب له منځه ځي.
د اسلام د لومړي دور منافقینو به د خدای رسول صلی الله علیه وسلم ته اذیتونه رسول، مسخرې به یې پسې کولې او پسخندونه به یې پسې وهل. چې کله به مسلمانان خبر شول او منافقین به په دې پوه شول چې پر مونږ باندې د مسلمانانو اعتماد له خطر سره مخ دی، نو مسلمانانو ته به ورغلل او د دوی د راضي کولو لپاره به یې پرېمانه قسمونه ورته وخوړل، نور د دې په کیسه کې دوی نه وو، چې خدای او رسول خفه دي او که خوشاله؟ خو چې فقط د جامعې د خلکو باور له لاسه ور نه کړي، قرانکریم د دوی دغه ډول کړڼه داسې بیانوي:
يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَکُمْ لِيُرْضُوکُمْ وَ اللَّهُ وَ رَسُولُهُ أَحَقُّ أَنْ يُرْضُوهُ إِنْ کانُوا مُؤْمِنينَ.
د منافق د دې اختصاصي صفت د لا ښه توضیح لپاره انجینر حکمتیار هم ښه دی چې د بېلګي په توګه یې راوړو.
انجینر حکمتیار د حق ځپلو په لار کي په ګرم او تکړه مبارز مشهور دی، همېشه یې د ملایانو پر خلاف تر ټولو مهمه کارکردګي سرته رسولې ده، د طالبانو پر ضد یې یوازې په جنګي او ټوپکي مبارزه اکتفاء نه ده کړې؛ بلکې خپل کتابونه یې هم د دوی او د دوی د تګلارې په تقبیح ډک کړي او د څوکۍ پر سر یې په زرګونو بې ګناه افغانان په شهادت رسولي دي.
انجینر صاحب اوس خپله څهره په اوبو کې ویني او په دي یي سر خلاص دی، چي خپل حیثیت یې د ریښتینو مسلمانانو په وړاندې بایللی دی، اوس مجبور دی چې د صدر اسلام د منافقینو په څېر د ځان د سپینولو په خاطر ولس ته قسمونه خوري، تر څو ولس خوشاله او تېر باسي، بالمقابل ریښتونی مؤمن د حق ساتنې په لار کې هېڅ ډول سازش او خیانت ته نه تیاریږي، د خلکو د خوشاله کولو لپاره حق نه شي ځپلی، ځان قرباني کوي خو د حق په حق کې تقصیر نه کوي، ځکه چې د مؤمن اصلي او اساسي مرام د حق ساتل او خوشاله کول دي.
د ریښتوني مؤمن تر ټولو لومړۍ او غوره بېلګه نبي کریم صلی الله علیه و سلم دی، نبي کریم صلی الله علیه و سلم چې کله پیغمبر شو او دعوت یې شروع کړ، د مکې کافران تنګ شول، ابو طالب ته راغلل او د رسول الله مبارک صلی الله علیه و سلم نه یې شکایتونه وکړل، ابوطالب یې تهدید کړ او ویې ډار کړ چې مونږ نور ستا وراره نه شو زغملای او دې ته اړ یو چې ستا سره هر ډول اړیکې قطع اعلان کړو.
ابوطالب خپل مبارک وراره صلی الله علیه و سلم را وغوښت او ټول جریان یې ورته بیان کړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې نور له دې کاره تېر شه او زه هم نور د خپل قوم ترخې خبرې او سپکې سپورې نه شم زغملای.
ریښتوني مؤمن صلی الله علیه و سلم خپل تره او قوم خفه کړل، خو حق یې خوشاله وساته او ټولو ته یې اعلان وکړ: واللهِ لَوْ وَضَعُوْا الشَّمْسَ فِيْ یَمِیْنِيْ وَالْقَمَرَ فِيْ یَسَارِيْ مَا تَرَکْتُ هذَا الْأمَرْ.(په خدای سوګند یادوم که دا کافران لمر زما په ښي لاس کې او سپوږمۍ مې په چپ لاس کې کیږدي، زه به له دې کاره تېر نه شم.)
زمونږ په زمانه کې د ریښتوني مؤمن، ریښتونی مصداق، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر اخند دی، چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم د دین مجدد او د صحابه کرامو ریښتونی ممثل بلل کیږي.
دې رجل صادق هم د حق په سر د هېچا خبره ونه منله او د ټولو دښمنۍ ته یې په پوره متانت او مېړانه ټټر ووهلو.
د اسامه د سپارلو په موضوع کې د نبي کریم صلی الله علیه و سلم ریښتوني وارث ته د مکې د کافرانو په څېر ډېر کافران او منافقین راغلل او ورته ویې ویل چې اسامه امریکا ته وسپاره، کنه نو د ټولې دنیا کمکونه به درباندې ودریږي او امارت به دې ړنګ شي؛ خو ملاصاحب د اسامه په موضوع کې د اسلام له دریځه یوه لوېشت هم وروسته نه شو او نه یې ښور وخوړ او حالاً او قالاً یې ټول کفر ته اعلان وکړ: واللهِ لَوْ وَضَعُوْا الشَّمْسَ فِيْ یَمِیْنِيْ وَالْقَمَرَ فِيْ یَسَارِيْ مَا تَرَکْتُ هذَا الْأمَرْ.

















