جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

آسانه نېکيانې – پنځمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 29, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
9
ځلې شریک شوی
107
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: دکتور کفايت الله (وردګ)

د سمندر تر ځګ زيات ګناهونه معاف کېدل

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي : په دنيا باندې داسې کس نشته چې هغه لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ   وَاللَّهُ أَكْبَرُ     وَ سُبْحَانَ اللَّهِ      وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ       وَ لَا حَوْلَ وَلَا قُوَةَ إِلَا بِاللهِ    ووايي مګر د هغه ګناهونه به له هغه څخه لرې کړل شي اګر که د سمندر له ځګ نه هم زيات وي .  حسنه الترمذي

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

په اسلام کې زيات عمر غوره دى

د حضرت عبد الله بن شداد رضی الله عنه  څخه روايت دى هغه فرمايي : د بني عذرة  قبيلې نه درى کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راغلل اسلام يې قبول کړو رسول الله صلی الله علیه وسلم   وفرمايل : دوى ته به ځاى څوک ورکړي؟ حضرت طلحه رضی الله عنه  وفرمايل زه يا رسول الله صلی الله علیه وسلم   نو دا کسان بيا د حضرت طلحه رضی الله عنه  سره وو رسول الله صلی الله علیه وسلم   چېرته غازيان لېږل دا يو کس يې پکې لاړو هغه په شهادت ورسېدو يو څه وخت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم   د غازيانو بله ډله چېرته لېږله ددوى نه يو کس پکې لاړو هغه هم په شهادت ورسېدو  په هغوى کې دريم کس په خپل مرګ باندې وفات شو  حضرت طلحة رضی الله عنه  فرمايي ما وليدل چې ټول درى واړه په جنت کې وو دا په خپل مرګ چې وفات شوى وو دا مخکې وو او هغه دوهم چې شهېد شوى وو هغه ورپسې وو او تر ټولو نه اول چې شهيد شوى وو هغه د ټولو نه وروسته وو …. ما رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته دا خوب وويل  هغه مبارک صلی الله علیه وسلم   راته وويل : نو پدې کې څه شى درته عجيب ښکاره کيږي؟ د الله جل جلاله  په وړاندې هېڅوک هم لدې نه غوره نشته چې د يو چا عمر په اسلام کې تيريږي هغه زيات   اللَّهُ أَكْبَرُ     سُبْحَانَ اللَّهِ  لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ    او  الْحَمْدُ لِلَّهِ وايي .  قال عنه الألباني إسناده حسن وهو صحيح على شرط مسلم

څلور غوره کلمات

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :  بېشکه الله جل جلاله  غوره کړې دي څلور کَلمې سُبْحَانَ اللَّهِ وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ   وَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ   وَ اللَّهُ أَكْبَرُ  چا چې سُبْحَانَ اللَّهِ  وويل  هغه ته شل نيکي ليکل کيږي ، شل ګناهونه ورڅخه ختميږي  چا چې اللَّهُ أَكْبَرُ  وويل نو په همدې ډول او چا چې لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّه  وويل  نو په همدې ډول او چا چې الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِ العَلَمِيْن وويل له خپل زړه نه هغه ته به دېرش نيکي وليکل شي او دېرش ګناهونه به ترېنه لرې کړل شي .

د اور نه ډال (سپر)

حضرت ابو هريره رضی الله عنه  فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايل : خپل ډال مو واخلئ .. مونږ ورته وويل يا رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دښمن په مقابل کې چې راغى!!  رسول الله صلی الله علیه وسلم   وويل نه بلکه د اور نه د ساتنې لپاره ډال  وواياست:

سُبْحَانَ اللهِ    الْحَمْدُ للهِ  لَا إِلَهَ إِ لَّا اللهُ  اللهُ أَكْبَرُ

بېشکه دا به د قيامت په ورځ راځي نجات ورکوونکې او مقدمه کونکې او همدا پاتې کېدونکې نيکيانې دي . صححه الالباني

اسانه صدقات

حضرت ابو ذر رضی الله عنه  فرمايي رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته څه کسان راغلل ورته يې وويل : يا رسول الله صلی الله علیه وسلم   دې مالدارو خلکو خو اجرونه واخيستل هغوى هم همداسې مونځ کوي لکه مونږ يې چې کوو، همداسې روژه نيسي لکه مونږ يې چې نيسو ، او د هغوى سره چې مالونه دي هغوى خپل مالونه صدقه کوي (او مونږ هغه ډول صدقې نشو کولى)  رسول الله صلی الله علیه وسلم   ورته وويل : ولې تاسې ته الله جل جلاله  داسې څه نه دي درکړي چې تاسې يې صدقه کړئ؟  بېشکه هر     سُبْحَانَ اللَّهِ  صدقه ده   ، هر اللَّهُ أَكْبَرُ  صدقه ده ، هر الْحَمْدُ لِلَّهِ  صدقه ده ، او هر لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ   ويل صدقه ده ، په نېکو باندې امر کول صدقه ده ، له بدو څخه منع کول صدقه ده ، او په حلاله توګه جماع کول صدقه ده  دوى ورته وويل : يا رسول الله صلی الله علیه وسلم   په مونږ کې به څوک وي هغه به خپل شهوت پوره کوي نو پدې کې هم اجر دى؟  رسول الله صلی الله علیه وسلم   ورته وفرمايل : ستا څه رايه ده که چېرته دا حاجت په ناروا کې پوره کړي نو ګناه به يې وي؟ نو په همدې ډول کله يې چې په حلاله توګه پوره کړي نو پدې کې اجر دى. صحيح مسلم

نور بیا ان شاء الله

لوی ټکي: آسانه نېکيانېدکتور کفايت الله (وردګ)
مخکینې مطلب

قومي سياست: د حکومت يو بل زوال

بل مطلب

عبرت ناکه ریښتینې کیسه

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com