محمد دُرانی
زورواکي، لنډهغر توب، بې قانوني، بې عدالتي، غصب او هره ناروا د امریکايي ډیموکراسۍ ډالۍ دي چې افغانان یې له تېرو اوولس کلونو راهیسې زغمي؛ خو څوک یې چې پر ضد وسلهواله مبارزه او یا یوازې د قلم له لارې غندي هغوی نیول کېږي، وژل کېږي او د زندان تورو تمبو شاته غورځول کېږي.
امریکا او د جان کېري په خوښه جوړ شوی حکومت د اوسني حکومت ستره لاسته راوړنه د بیان ازادي او د رسنیو پراخ حضور گڼي؛ خو د همدې بیان ازادۍ کې یو تن د تلویزون د بحث وروسته نامعلوم ځای ته وړل کېږي او په شپو ـ شپو ساتل کېږي.
کابل کې د شمال ټلوالې خپله پاچايي ده، د هزاره وو خپله پاچايي ده او د ازبکو خپل حکومت دی؛ خو دلته یوازې پښتون زندۍ شوی، پښتون بندي شوی، د پښتون پر کورونو، وادونو، جنازو او د پښتون په خیراتونو بمبار شوی. دغه بمبارۍ نه غندل شوي، نه یې په اړه پوښتنه شوې او نه یې تر اوسه څوک د محکمې مېز ته راکش کړي.
د اوسني گډ حکومت لوړ پوړي چارواکي د نظام بنسټونه نړوي او نږدې هره اوونۍ د حکومت پرضد لاریونونه کوي، سړکونه بندوي، لویې غونډې جوړوي او د حکومت په پیسو د حکومت پرضد کارونه کوي. دا هر څه پښتون زغملي؛ خو بیا هم د یوې خبرې په کولو سره زندان ته اچول کېږي.
نظرمحمد مطمئن ازاد شنونکی او لیکوال دی. د راډیويي او تلویزوني خپرونو ته د رسنیو په ډېر اصرار ځي او هره خبره یې د اورېدونکو ـ لیدونکو په زړه کې ځای نیسي؛ خو بیا هم نیول کېږي، ځورول کېږي او په بېلابېلو پلمو ترې پوښتنه کېږي. ښاغلی مطمئن تېر کال هم نیول شوی؛ خو له څو ساعته بند وروسته خوشي کړای شو.
کاشکې دغه شړیدلی حکومت نن د مزار او د ننگرهار د غونډو ټول گډونوال او سمبالوونکي ونیسي او د ولسي جرگې له وکیلانو وپوښتي، چې همدغه فاسدو وزیرانو ته تاسې رایې ورکړې او تاسې هر یوه ته لکونه ډالر معاش همدغه حکومت درکوي.
حکومت دې د خلکو خولې نه بندوي. حکومت دې تېر تاریخ له سره بیا وگوري او د هغو خلکو انجام باندې دې غور وکړي، چې د تېرو مستبدو نظامونو ورته لوبې کولې؛ خو بیا یې انجام هم وگورئ. د خلقیانو، پرچمیانو او کمونېستانو ظلمونه له دې ډېر سخت وو؛ خو دې مېړني ولس یې پرضد له قلمي جهاده نیولې د وسلهوال جهاد ترڅنگ ودرېدل او د هغوی حکومتونه یې راو پرځول.
ملت تاسې څاري او هرې ناروا ته مو ځیر دی. که سم نهشئ؛ نو خپل ټغر به ډېر ژر در ټول کړي. ان شاء الله


















