تر هغو پښو لاندې مې زړه لکه تڼا که مات شه

شعر: دروېش “دراني”

د مدينې وخواته  ځي او تر مطلبه رسي
پر دغه لا ر  باندې مومن تر خپله ربه رسي

هر یو تاوان چې رارسېږي، وي له خپله لاسه
خو ما ته  ګټه  همېشه  ستا له  سوبه  رسي

تر هغو پښو لاندې مې زړه لکه تڼا که مات شه
چی ستا  د مينې  په  سفر  کې تر عربه  رسي

په سپينو ستورو يې بدل شي د زړه تور  داغونه
کله  چې  ستا  روښانه  نوم  د چا تر  لبه  رسي

دا وېره نشته چي لمن به شي خالي د دروېش
ستا پېرزوينه داسي ده چې همېشه*به رسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button