(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۱)
چارواکي وايي، چې د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ امنيه قوماندان منظور حسين د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل رسنيو ته ويلي، چې نوموړی د غزني له مرکزه د جغتو ولسوالۍ پر لور روان و چې په لاره کې د وسله والو طالبانو له بريد سره مخ شوی او وژل شوی دی.
نوموړي له هغه سره د نورو پوليسو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
پر نوموړي دغه بريد نن سهار د اتو بجو په شاوخوا ترسره شوی دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې اوس هم د تورګان په سيمه کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې په ياد بريد کې د جغتو امنيه قوماندان او يو ساتونکی يې وژل شوي دي.
شاوخوا يوه اوونې مخکې د دغه ولايت د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمتين همت هم د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوی و.
-الماس خدرخېل-

















