(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۱ فرید افغان )
راپورونه وایي چې نن غرمه مهال د کندهار ښار په ښوراندام سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان باندې یوه سرتیري بریدګر دموټر بم حمله وکړه.
چارواکي وایي د بریدګر هدف د امریکایي ځواکونو کاروان ؤ چې له سیمې د تیریدو به حالت کې ؤ.
د کندهار امنیه قومندانۍ رسنيو ته ويلي چې، برید په سیمه کې یوه پوځي مرکز ته څېرمه په داسې حال کې شوی دی چې له دغه مرکز څخه بهرنيو ځواکونو ليدنه کوله شوی دی
دسیمې څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې چاودنه ډیره درنه وه او تر چاودنې وروسته یې د پېښې په ځای کې د بهرنیو ځواکونو دوه تخریب شوي ټانګونه لیدلي.
سیمه د امریکایي او افغان ځواکونو لخوا محاصره شوې او
عیني شاهدان وایي چې د پېښې په ساحه کې د بهرنیو ځواکونو هلیکوپټرې ګرځي.
راپورونه وایي چې په چاودنه کې امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یې نده څرګنده.
تر اوسه امریکایي سفارت دپیښې په اړه څه ندي ویلي
او نه هم د پېښې مسؤلیت تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی.

















