(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۲)
د امريکا د دفاع وزارت وايي، چې پرون په کندهار کې د موټربم برید په ترڅ کې د دوی دوه تنه پوځيان وژل شوي دي، بل پلو طالبانو د دوو نورو امريکايي عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د امريکا د پوځ وياند جېف ډېوېس مني، چې په دغه بريد کې دوه تنه پوځيان وژل شوي خو د ټپي شويو عسکرو په اړه يې لا هم څه نه دي ويلي.
تېره ورځ غرمه مهال د کندهار ولایت د پنځمې حوزې په ښورندام سیمه کې د امريکايي ځواکونو په موټريز کاروان موټربم بريد ترسره شو، چې له امله يې دوه ټانګونه ويجاړ او امریکايي عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي رسنيو ته وويل، چې دغه موټر بم برید د “اسدالله کندهاري” له لوري په بهرنيو ځواکونو ترسره شو، چې په ترڅ کې يې دوه ټانګونه ويجاړ او د دوو جنرالانو په ګډون ۱۵ تنه بهرني عسکر ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د طالبانو يوه بل وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د دوی پلويانو تېره شپه لس بجې د پروان ولايت باګرام ولسوالۍ مربوط د حمزه خيلو په سيمه کې د امريکايي ځواکونو په تېرېدونکي کاروان د سپکو او درنو وسلو بريد ترسره کړی، چې په ترڅ کې يې دوه ټانګونه ويجاړ شوي او ۲ امريکايي عسکر وژل شوي، دوه نور ټپيان دي.
په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونو د وروستي بريد او هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
-الماس خدرخېل-
















