(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۴)
د وردګو ولايت چارواکي وايي، چې په نرخ ولسوالۍ کې امريکايي ځواکونو خپله زړه پوځي اډه يوځل بيا فعاله کړه او دغې اډې ته يې پوځيان راستولي دي.
یاده اډه د حامدکرزي د دوري پرمهال په ۲۰۱۳م کال کې د امريکا او افغان حکومت د لانجو او شخړو په پايله کې تړل شوې وه.
د وردګو د امنيې قوماندانۍ ویاند نقيب اميني د کريمدادو پوځي اډې ته د امريکايي ځواکونو راتلل تائيدوي او وايي، چې ياده اډه يې په سيمه کې د امنيت د خونديتوب لپاره فعاله کړې ده.
د راپورونو له مخې په دغه اډه کې پخوا تر دې د بليک واټر په نوم شخصي امریکايي کمپنۍ پوځي فعاليتونه کول، چې د يو شمير افغانانو په بېګنا وژنه او زورونه کې تورن شوي و.
هغه مهال د نرخ د کريمدادو سيمې د پوځي اډې څخه ځايي اوسېدونکو شکايت درلود، چې بېګناه افغانان وژني، شکنجه کوي او د ډیری کليوالو له تري تم کولو وروسته يې د ځينو جسدونه د يادې اډې تر څنګ موندل شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې يو ځل بيا افغانستان ته د بليک واټر شخصي امريکايي کمپنۍ د پوځيانو د راتګ راپورونه ورکول کېږي، چې ورسره د يو شمير مدني فعالانو او عامو افغانانو سخت غبرګونونه يې راپارولي دي.
-الماس خدرخېل-


















