له خواړه سره خواله

صفي الله “رائد”
زړه ته رانېږدې درنو لوستونکو!
توت خوبه پېژنئ؟ نن مې د زړه خواله ورسره کړي، غږولی مې ده، (مرکه مې ورسره کړې) ډېرې په زړه پورې پوښتنې مې ترې کړي او زما پوښتنو ته یې ناشنا ځوابونه هم ویلي. راځئ! ستاسو پام ورته را اړوم.
مرکیال: رائد
پوهېږم ګرانه! چې ستادیدن ته به په اوړي کې ډېری نور خلک هم راځي، لکه زه چې نن راغلی یم. لوستونکي به هم ستا دخبرو اترو تږي او انتظار وي،
که په لنډو ټکو کې د خپل ځان په هکله لږ څه راته ووایې؟
توت: نوم مې توت دی، یو د اصیلو افغاني میوو څخه یوه خوندوره مېوه یادېږم، ټاټوبی مې افغانستان دی او له دې ځایه د نړۍ نورو سیمو ته لېږدول شوی یم. ځینې خلک ماته تود هم وايي، او عربان مې توث بولي. په سره، سپین، توراو زېړ رنګ کې پېدا کېږم. خوږ او له خوند ډک یم.
مرکیال: ماشاء الله ، که دا راته ووايې ! چې خوېندې او وروڼه هم لرې؟ او که یې لرې څو وروڼه او څو خوېندې لرې ؟
توت : هو له ماسره ټول څلور وروڼه یو، یو ورور مې بې دانه ، بل شاه توت نومېږي اوبل بیا په تور توت مشهور دی ، زمونږ په وروڼو کې شاتوت لږ تروش ده او تور توت چې څانګې هم لري تر مونږ بیا هغه ښه ده خلک هم مینه ورسره کوي او ځینې یې ان ښه ملګري ته د مینې او اخلاص په ښکاره کولو کې یادوي وايي: ( تور توتان تر تاقربان.)
مرکیال: په ټوله نړۍ کې په همد یو نوم شهرت لرې که نه په نورو نومونو هم یادېږې؟؟؟
توت: ځينې خلک مې بې پوټکي میوه بولي، خو داسې نه ده . زما مېوه د اوبو لرونکو دانو دغونچې په ډول ده او دا دانې پوټکی، غوښه او زړي لري. خو په ټوله کې هغوی پوټکي او زړي نه لري، له بل لوري د دې دانو پوټکي او زړي دومره نري او نازک دي، چې په سترګو نه لېدل کېږي، خو زما یو بل ډول بې دانه توت دی چې هېڅ زړه نه لري. زما مزېداره او خوندوره مېوه ستاسو خوراک او پاڼې مې بیا د ورېښمو د چنجي خوراک دي.
مرکیال: که دا راته ووایې چې یواځې همدا د اوړي په موسم کې خوړل کېږې؟ که په ژمې کې هم مینوال لرې ؟
توت: زما مېیوه وچېږي، خلک یې د وچ توتانو په نوم زېرمه کوي او بیا دغه وچ توتانو قسم مې په هر موسم کې خوړلی شئ! ځکه دا وچه مېوه مې هم خوږه ده او هم په شکر اخته ناروغانو ته تاوان نه لري، چاغ او غوښلن کسان یې هم له وېرې پرته خوړلی شي او د دغه کار لپاره غوره ده چې له خوراک مخکې یې له یوه پیاله چای او یاهم یوه ګلاس اوبو سره وخوري، چې داشتها مخه یې ونیسي.. که څه هم د وچو توتانو خواږه یالمبات سړی قوي او غښتلی کوي، خو وزن یې نه زیاتوي.
مرکیال: که په ټوله کې دا راته ووایې چې انسان ستا په وجود کې کومې خاصې ګټې لیدلي چې دومره درپسې دي او هرځای دې یادوي؟؟
توت: زما مېوه هغه که توره وي لا سپینه، وچه وي او که تازه د وینې د پاکولو دارو ده. د دماغو وچوالی له منځه وړي، د ینې ملګرې ده او بدني او جنسي قوه زیاتوي. زما د پاڼو، پوټکو او جرړو جوشانده تشې متیازې ډېروي. دپاڼو شیره مې تبه له منځه وړي او پخواني زخمونه مې ښه کوي. دجرړو جوشانده مې د کدو دانې، چنجي د ایستلو لپاره ډېره ګټوره ده.
زما په رېښو کې له درځ کولو څخه اوبه راوځي، که دا اوبه له پاکو او د انګورو او تور اینځر له پاڼو سره وځوښئ له سړولو وروسته یې ټینګې ګړئ خورا ښې نکرېزې به په لاس درشي.
د رېښو اوبه مې د او کولمو ښې پاکونکې دي. په تېره بیا که د شپې په سر یا لومړیو کې زما په رېښو کې تېغ وکړئ، څه چې دشپې ترې وبهيږي ټول یې کړئ، دا اوبه د غاښ درد او دهغه د نوونو یا زوو او په بدن کې د پاړسوب د له منځه وړلو لپاره ګټورې دي. زما د پوټکي کنډ هم دا خاصیت لري.
مرکیال: پاڼې دې له ورایه ډېرې زیبناکې او له ښکلا ډکې برېښي، آیا له ښکلا سربېره نورې کومې طبي ګټې هم لري او کنه
توت: هو زما د پانې له ښکلا سربېره ډېرې نورې ګټې لري، زما د پاڼو د جوشاندې غړغړه کول او زما د ونې کنډ ژوول د ووریو د پیاوړتیا او له چنجي څخه دغاښ ساتلو لپاره ګټور دي، زما د پاڼو شیره د قوي زهرو ضد ده.
پاتې ده نه وي چې ورور مې شاتوت اوبه، شکره، اسید، پروتین او نرمونکي مواد لري، ډېره اندازه سي، اې او بي ویټامین هم لري، ځکه خو د ستوني درد، دغاښونو او ووریو پړسوب ته ګټور دی. پخوا د شاتوت پوټکی اورېښه د چنجیو ضد کارېدله، له هر څه غوره داده چې په پاڼه کې یې دشکر یا شکرې ( قند) ضد ماده شته چې دشکرې ناروغۍ علاج کوي او د وینې شکره ټیټوي.
شاتوت د کولمو د پړسوب او د وینه لرونکي اسهال لپاره ګټور دی. د شاتوت له مېوې څخه د شاتوت اوبه خمیره کوي او مربا جوړوي بیا یې زېرمه کوي.
ځینې سیمو کې زما له مېوې څخه شیره جوړوي او بیا یې د وچې شیرې په نوم خوري.
مرکیال: ایا درنو لوستونکو ته څه ویل او پېغام لرې؟ که یې لرې نو څه ویل لرې دوی ته ؟!
توت: دوی خپل سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوم او دوی وا ویل لرم هغه داچې له کبر او غرور څخه ډه ډه وکړئ! دالله تعالی پر نعمتونو شکرګزار واوسئ! اوچې فصل مې تېر نه وي هرڅومره چې کولی شئ راشئ !
زما خوندوره مېوه وخورئ!



