ډاکټر آصف
له هغې ورځې چې په افغانستان کې د ثور منحوسې کودتاه صورت ونیو، نو د افغان مظلوم ولس هر څه تالا ترغه شول، چې آن تر ننه ورسره کړیږي. د دغه جنګ ځپلي او ټکول شوي ولس هر څه نیست او نابود شول، جونګړې یې له خاورو سره خاورې شوې، پردیو هیوادونو ته په مسافر کیدو مجبور شول، ځمکې یې غصب شوې، بچې یې ووژل شول، اقتصاد او تعلیم یې له صفر سره مخ شو، کلی ولس یې په وینو رنګ شو، په زندانونو کې شکنجه او تعذیب شول، په خاورو کې ژوندی خښ کړال شول، د ځینو مړي او ژوندی ورک شول، په شاقه خواریو او مزدوریو اخته شول، په ډول ډول رواني او نورو ناروغیو خته شول، د خیر لاسونه یې پردیو ته اوږده شول، د ګرمیو او یخنیو سختۍ یې وګاللې او داسې نور…
دا ټول د دې لپاره چې هیواد یې د پردیو له منګولو خلاص شي او په خپل هیواد کې یې آزادې، استقلالیت، مصؤنیت، سوکالي، آبادي، او بالآخره اسلام نظام رامینځته شي، خو متأسفانه چې د دغه مظلوم ولس نویو د مشرۍ مدعیانو نه یواځې دا چې د دې لپاره یې هیڅ ډول کار ونکړ بلکه برعکس یې پر خپل ځپل شوي ملت هغه بې رحمۍ ترسره کړې چې ساری یې په تاریخ کې نه موندل کیږي.
دا ټولې نادودې تیرې شوې، د تاریخ په پاڼو کې ثبت دي، او یادول یې د دې ولس پر پرهارونو د مالګې شیندلو په معنی دي، خو را به شو دې ته چې اوس سره له دې چې په نړیواله سطحه د دموکراسۍ په نوم د عدالت، چیغې وهل کیږي او له ۱۶ کلونو راهیسې د سوکالۍ شعارونه ورکول کیږي، ټولې نړۍ سره لاسونه ورکړي او د دغه هیواد د سمون په لیار کې یې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې، د هیواد ځمکه او فضا د نړیوالو فوځونو، الوتکو او توغندیو نیولې خو سره له دې بیا هم همغه پخواني پاټکیان، د آزادۍ دښمنان، د استقلال داړه ماران، د مصؤنیت غداران، د سوکالۍ او آبادۍ له مینځه وړونکی، یو ځل بیا لاس په کار شوي او د دې مظلوم ملت له خولې نه د هغوي ډوډۍ تروړي.
په کابل کې ډیری خلک شکایت کوي چې په ارزان قیمت سیمه کې د ملا تره خیل لښکر د مظلومو او بیچاره خلکو پر مارکیټونو، دکانونو، کاروبارونو او بالآخره کورنو خپل راج پیل کړی، هره میاشت له هر دکاندار او مارکیټ وال او کور لرونکی څخه په زور او جبر سره نغد قلنګ اخلي، چې د ارزان قیمت ټول خلک یې شاهدان دي، حکومت پرې خپلې سترګې پټې کړي او هیڅ هم نه وایی، نه تلویزیونونه پرې تبصرې کوي نه اخبارونه پرې لیکنې کوي او نه امنیتي او کشفي ارګانونه یې په قصه کې دي. او خلک خو بیچاره او فقیر خلک دي، په وړاندې یې د ولې لفظ هم نشي استعمالولای.
همدا راز په ننګرهار کې د ګوتو په شمیر یو څو پخواني پاټکسالارانو سره لاس یو کړی او د جلال آباد ښار یې په خپلو کې ویشلي د هر غله حدود معلوم دي یو د بل په حدودو کې له چا قلنګ نشي اخیستی، د حاجي ظاهر قدیر د غلا سیمه او حدود ټاکل شوي او هره میاشت یې جیره خواره راځی او له دکاندارانو، د تیلو پمپونو او نورو کاروباریانو او آن د کورونو د څښتنانو نه په رڼا ورځ شوکې کوي او ورڅخه خپل قلنګ اخلي او که څوک يې نه ورکوي نو د وسله والو له لخوا تهدیدول کیږي.
همدغه حال د نور هم دی، د مثلا په توګه د حضرت علي ملخان په خپله ټاکل سیمه کې د همدغه عمل مرتکب کیږي، او جاوید زمان په خپله محدوده کې چور او تالان جوړ کړی، همدا راز عرب هم په خپله سیمه کې خلک لوټوي، خو د اشرف غني دموکرات حکومت یې ځکه غم نه کوي چې هغوی په خپله هم قانوني غلا پروسه پر مخ بیایی، اشرف غني خپلې میرمنې رولا غني ته یو خاص دفتر ایجاد کړی چې په سلګونو مامورین لري او په ملیاردونو ډالر لګښتونه یې ورته ټاکلي، رولا غني نور هیڅ کوم فعالیت له دغه دفتره نه ترسره کوي او نه یې ملت کوم خیر رسیږي بس یواځي او یواځې د خپل دفتر د لګښت پیسی راغونډوی او په بهر کې میشت خپلو دوه بچیانو ته یې استوي او هغوی یې هلته په بانکونو کې ذخیره کوي.
نو په افغانستان کې اوس پاټکي چور په حکومتي چور بدل شوي، او د افغانستان مظلوم ملت هیڅ داسې مرجع نه ویني چې شکایت ورته وکړی، بس د خپلو شپو تیرولو ته هر ډول کړمي پر ځان مني او قلنګ غوښتونو کې قلنګ په خپل وخت سره سپاري.

















