جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

نور سیاسي لارې بدلوي سیاف قبله بدله کړه

kabull نشرونکی: kabull
اگست 17, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
118
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۲۴زمري ۱۳۹۴ لیکنه: ډاکټر انور اشنا

د هر انسان، ګوند او هېواد د کامیابۍ لوی راز په دې کې وي، چې په خپل سالم دریځ د هر وخت لپاره ولاړ پاتې وي، که په خپل سیاسي ژوند کې هر ډول سړې او تودې پرې راشي د خپل سالم دریځ په ساتلو یې مقابله کولای شي چې بالاخره پدې سره یو کامیاب انسان ثبتېږي او د خلکو مقتدا جوړېږي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

د اسلام مقدس دین په ظهور او ترې را وروسته چې څومره کامیابۍ مسلمانانو ترلاسه کړي دي، وجه یې د سالم او مقدس دریځ ساتل دي، چې هېڅکله یې د اسلامي اساساتو او ملي ارزښتونو پر سر له کفري او الحادي هېوادونو سره سودا نه ده کړې. د اسلام تاریخ د کامیابیو، مهارتونو ، د قربانیو او سرښندنو شاهد دی، همدارنګه په افغاني تاریخ کې چې تر اوسه پورې د افغان نوم سرلوړی پاتې دی د دښمن په مقابل کې په خپل افغاني هوډ او سالم دریځ پاتې کېدلو سره یې سرلوړي لاس ته راوړې ده.

د روسي وحشي ځناورو څخه وروسته شیطانې امریکا اسلامي نړۍ ته ښکر اړم کړي، د یو شمېر بې ضمیره کسانو په دریځونو کې یې د نورو دسیسو تر څنګ د ډالرو د بوریو خولې هم ور خلاصې کړي، خو د هغه چا په حال افسوس چې دعوه د اسلام او بیا د اسلام خلاف اعمال تر سره کوي، د یو داسې شخص په حال بیا بیا افسوس په کار وي چې یو وخت ورته د جهادي مشر لقب حاصل ؤ او اوس یې حیثیت تر پښو لاندې دی.

په نولس سوه اتیا یمه لسیزه کې امریکا د ایران د اشغال اراده وکړه د اسرائیلو په داډ یې ایران سره ښکرې اړمې کړې، خو د ۱۹۸۰ کال د دسپتمبر په ۲۹مه چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر کمال خرازي دا وینا چې تر څو امریکا د ایران پر خلاف په پالیسي کې سمون او تغیر نه وي را وستی مناسبات به یې ورسره عادی حالت ته را نشي، ۲۵ کاله ایران په خپل دریځ ولاړ پاتې شو چې آخر امریکا خپله پالیسي او دریځ د ایران په مقابل کې بدل یعنې د ایران په پښو کې یې سر کېښود.

د طالبانو نظام چې په نړی کې د مادیاتو په لحاظ کمزوری ترین هېواد و، امریکا ورڅخه په وېره کې شوه. اګر که په لمړي سر کې امریکا ځکه ورته خوشبينه وه چې دا خو د مدرسې هلکان دي نو په ډېر مامولي څېز به یې د ځان تابع کړي. خو کله چې امریکا پدې وپوهېده چې دوی د کلک عزم خاوندان دي او هېڅکله هم د چا تر اثر لاندې نشي راتلای، نو یې دا ښه وبلله چې دا کمزورۍ نظام دې ختم او له زوره دې ورسره کار واخیستل شي.

هماغه وه چې امریکا په طالبانو حملې شروع کړې. د قوي عزم خاوند او د نړی تاریخ جوړونکۍ ملا محمد عمر اخند په درېځ داسې کلک پاتې شو چې نړیوالو ورڅخه د ډېر کم څه غوښتنه هم وکوله ترڅو یې دريځ مات او تر اثر لاندې شي، د امارت له سقوط څخه وروسته د مثال په ډول نړیوالو ورته وویل چې صرف دومره ووایه چې القاعده یوه ترورېستي ډله ده. امریکا به تاسو له تور لست څخه وباسي، او حتی په نظام کې واک درکړي. خو … تاسو وليدل.

خو اوس تاسو ګوری چې امریکا طالبانو ته د یوه قوت په سترګه ګوري. د وال سټریټ جورنال په سرمقاله کې راغلي و چې د غني ورتګ  یوه ملک ته دومره اهمیت نلري او نه هم د ملک د مشر په سترګه ورته کتل کېږي لکه د طالبانو یو وړوکي چارواکي ته چې ملکونه کوم اهمیت ورکوي. ددې وجه څه ده؟

بیا هم په نړی کې سیاسي څېرې او نظامونه به یوازې په سیاست کې تغیر راولي خو د افسوس خبره دا ده چې سیاف صاحب د سیاست سره په خپله قبله کې هم تغیر راووست: هغه څه چې د یوه مجاهد مشر په صفت یې د جهاد په دوران کې ویل چې په اسلامي سیاست کې تغیر راوستل د  (قبلې) نه  مخ ګرځولو په مانا دي، د روسانو او کمونستي رژیم پر خلاف به چې نورو جهادي ګوندي مشرانو کوم مخالفت کاوه د استاد سیاف مخالفت به تر هر جهادي مشر په سختو الفاظو کې ښودل شوي ؤ.

مونږ دا منو چې د استاد سیاف په څېر نورو جهادي مشرانو هم خپلې سیاسي قبلې بدلې کړې هغو الحادي او کفري کړیو سره چې د خپل ولس د سرونو په بیه یې مخالفت کاوو اوس یې ورته په پښو کې د تسلیمۍ سرونه ټيټ کړل چې د دې جهادي ګوندي مشرانو څخه استاد سیاف هم خپله سیاسي دریځ کې پوره ۱۸۰ درجې تغیر راووست او قبله یې بدله کړه.

د استاد سیاف نه په ډېره بښنه، د هغه څو مخالفتونو چې د مجاهد ولس د وینو  د قربانۍ په بدل کې یې کول یوه لنډه یادونه کوم او استاد ته دا ور یادوم چې هغه وخت څومره د کلکې عقیدې خاوند او اوس دې ولې ایمان دومره کمزوری شو.

په ۱۳۸۲ د غبرګولي د میاشتې په لومړی نېټه چې د پېښور په اشرفیه جمات کې د مجاهدینو د اتحاد لپاره غونډه وشوه پکې د جمعیت اسلامي مشر استاد برهان الدین رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د اسلامي حزب مشر مولوي محمد یونس خالص، د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي رفیع الله مؤذن، د جبهه ملي مشر مولوي محمد مسیر، د اتحاد اسلامي برای ازادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي نصرالله منصور برخه واخیسته ټولو جهادي مشرانو د خپل ګوند په نمایندګی وینا او د اتحاد اعلان وکړ.

استاد سیافه تا خو په اشرفیه جومات کې له ګوندي مشرانو د لاسونو په پورته کولو دا سوګند هم واخیست چې په افغانستان کې به د اسلامي نظام د نفاذ پورې جهاد ته ادامه ورکوو، که درته یاد شي د خبرو په دوران کې دې وویل زما ګوند اتحاد اسلامي برای آزادي نوم معنا دا چې تر ازادي پورې جهاد دوامداره ساتم، په دې وینا درسره د ټولو جهادي ګوندونو مشرانو لاسونه پورته کړل.

د اتحاد اسلامي د منشور د څلورمې مادې په اساس له ټولو ګوندونو ۶۰ کسیزه اجرائیه شورا جوړه شوه چې په شورا کې د منشور د ۱۳مې مادې مطابق د دوه کالو په تېرېدو د مشرتابه بدلون ومانه، خو بیا دې ّپه خپله وعده وفا ونکړه او په اتحاد دې خېټه واچوله چې له هغې ورځې دې مخالفت پیل شو.

په ۱۹۹۱ د نومبر په ۱۱ د مجاهدینو عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر استاد برهان الدین رباني د جهادي پلاوي په مشري د ملګرو ملتونو په سرپرستی کې د روسانو سره د جوړ جاړي لپاره مسکو ته لاړ، هلته یې د نورو روسي چارواکو علاوه د روسي د بهرنیو چارو وزیر اندري لوییروف، د صدارت مرستیال ریشکوف د روسیې د بهرنیو اړیکو رئیس ایچ قیومدف سره د لیدنو وروسته په افغانستان کې د  ملګرو ملتونو او اسلامي نظارت تر سیوري لاندې د اتتخاباتو په نتیجه کې د حکومت جوړولو معاهده وکړه چې لومړی مخالفت یې استاذ صاحب تاسې او دویم مخالفت یې حکمتیار  وکړ.

استا صاحب که درته یاد وي د همدې معاهدې خلاف چې په مسکو کې شوې وه تاسې په پېښور کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: له افغانستانه بهر چې هره فیصله وشي او پکې مجاهدینو سره د پخواني رژیم غړی کمونستان په یوه اداره کې کار کوي هغه حکومت د اسلام خلاف او د شهیدانو د وینو په مقابل کې غلام حکومت دی چې زه یې هېڅکله منلو ته تیار نه یم تر هغې چې په افغانستان کې ازاد اسلامي حکومت نه وي جوړ شوی، جهاد ته به ادامه ورکوو، د ملحدینو سره ګډ نظام او د ملحدینو نظام ته په یوه سترګه ګورو او دواړو ته غلام نظام وایو، چې په افغانستان په بهر کې د افغانستان په اړه پرېکړه کیږي هغه به د کفري هېوادونو د اهدافو پرېکړه وي.

په ۱۹۹۲ د مارچ په ۲۰مه چې ډاکټر نجیب الله مجاهدینو ته د حکومت جوړونې او خپلې استعفا اعلان وکړ، په سختو ویناوو دې مخالفت وکړ . تا هلته وویل د کمونستانو سره ګډ حکومت د اسلامي جهاد او شهیدانو سره جفا ده چې مونږ په هيڅ صورت دې جفا ته آماده نه یو.

په ۱۹۹۲م د جنورې په لسمه چې په پېښور کې افغانستان نه د ظاهر شاه د راتلو د مخالفت غونډه جوړه شوه د حکمتیار پسې دویم تاسې وی چې مطبوعاتي غونډې ته مو وویل: د ظاهر شاه په مشرۍ چې د ملګرو ملتونو په وسیله په افغانستان کې د ظاهر شاه د غربي پلویان حکومت کې شریک شي هغه به یو کفري او د اسلام خلاف حکومت وي د ظاهر شاه د غربي پلویانو سره ګډ حکومت کول په افغانستان د اسلامي نظام مخه نیول دي.

او هلته دې زیاته کړه چې له ما څخه یوه عرب وپوښتل: که ظاهرشا افغانستان ته راشي، ستا عکس العمل به څه وي؟ تا ویل چې ما په جواب کې ورته وویل چې زه به یې ډېر تود هرکلی وکړم. تا ویل چې هغه راڅخه په حیرت وپوښتل څنګه؟ تا ویل چې ما ورته په خندا کې وویل چې زه به یې د کابل په هوایي ډګر کې په سر په تفانګچه وولم. خو تایې رښتیا ډېر تود هرکلی وکړ. ته په لمړنۍ خبره کې رېښتینی وې.

په ۱۹۸۶ کې ابوحفص المصري ته تا خط لېږلی و چې له حقاني صاحب سره په صف کې د ظاهرشا د حکومت خلک دي، او دی یو حق پرست انسان نه دی، تا هغه مخاطب کړی و چې تاسو عربان د جهاد لپاره راغلي یی او له مونږ سره پدې ولاړ یی چې یو سوچه اسلامي نظام راولو نو تاسو باید له داسې خلکو سره جهاد وکړی چې هغوی او ستاسې اهداف یو وي.

تا دا خط ځکه لېږلی و چې عربان په خپلو شیطاني خبرو وغولوې او مرستې یې بل چاته ولاړې نشي. تا به خلکو ته داسې په نظر کې ورکول چې ګواکې که له عمري نظام څخه یوه خښته هم کمه وي نو ته به یې نه مني. خوشبینه عربانو به تاته د عمر ثالث لقب درکاوه. زما ښه په یاد دي چې یوه ورځ مو ستا نوم یاد کړ، هلته عربان هم ناست وو. مونږ طبعاً ستا بعضې منفي نقطې بحث کولې، یوه عرب راباندې راپاڅېد او په سخته ژړا یې پیل وکړ ویل يې: آیا تاسو د عمر ثالث غیبت روان کړی دی؟ افسوس ستا په حال…

په رښتیا چې هغه وخت درباندې پوره باور کېده او اکثر عرب عجم مجاهدین خو دې ته آماده ؤ چې بیعت درسره وکړي خو نه پوهيږو څرنګه دې ایمان دومره کمزوری شو، خپله قبله دې بدله کړه، خپلې وعدې دې هېرې کړې، د اسلامي نظام نفاذ دې هېر کړ، د شهیدانو وینې درنه هېرې شوې، د جهاد سختۍ او قربانۍ دې هېرې شوې، د شهیدانو پاتې یتیمان دې هېر شول، د الله او د الله د رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم آیتونه او احادیث دې هېر کړل، کوم به چې تاسې د کفري او الحادي نظام په مقابل کې د جهادي غونډو پر مهال د جهاد د دوام ساتلو لپاره وړاندې کول، نه پوهیږو په ډالرو کې څومره زور دی چې په هغه وخت کې يې ستاسو ایمان قوي معرفي کولو او اوس ستاسې د ایمان زور ورته تسلیم شو، په ډالرو کې څومره زور دی چې د افغان مجاهد ولس سره دې په ټولو کړو وعدو خاورې واړولې، په دې مکاره دنیا کې څومره زور دی چې ازادي دې په غلامي بدله کړله، ستاسې هغه افغاني هوډ، هغه جهادي عظمت، هغه عالمانه ویناوې، هغه د غرب سره مخالفت او هغه قسمونه چې د خپل ولس سره دې کړي… څه شول؟ او اوس دې خپل جهادي اهداف، ازادي، خپلواکي جهادي عظمت ټول د امریکا په غلامۍ کې ولې له لاسه ورکړل…؟

نه پوهیږو له نورو خلکو هم واکمني، اقتدار، مادیات ځي دا ټول بیا ترلاسه کیږي خو استاذه چې اعتبار، ازادي، جهادي اهداف او ایمان دا هر څه دي د امریکا په خوشالولو د لاسه ورکړل، هیڅ وخت به یې بیا لاسته را نه وړې، تاسې خو د امریکا د خوشالولو او خپلې غلامۍ د ثبوت لپاره د طالبانو مخالفت هم وکړ، تاسې خو د پيسو لاس ته راوړلو لپاره په کابل کې د قبلې د بدلولو لپاره د جوماتونو د ورانولو پرېکړه هم کړې وه.الحمدلله هزار بار شکر چې د کابل د لمونځ کوونکو قبله په خپل ځای پاتې ده او یوازې تاسې د ایمان په پلورلو مخ د کعبې پرځای امریکې ته واړوو.

– See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=29#sthash.nt28JPEX.dpuf

مخکینې مطلب

دوستم: که دولت اسلحه ورنکړي کولای شي له بل هېواد څخه اسلحې ترلاسه کړي

بل مطلب

افغان ولس ته له انګلیسه د ازادی د ۹۶ کلیزې په مناسبت پیغام

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com