
حج د مسلمانانو لپاره يوه مقدسه فريضه ګڼل کيږي
عبدالرحمن ذکي
حج د اسلام له پنځو ستنو څخه يوه مهمه ستنه ده، د حج احکام پيل له اتمی ذوالحجي څخه تر دولسمی ذوالحجي پوري دوام لري، په اسلام کښي د ذوالحجه مياشت ډیر مقدس میاشت بلل کيږي او په ټولو مسلمانانو باندي په ژوند کښي يو ځل د حج کول فرض دي. اړینه دي چي حج د تیرو ګناهونو څخه پاکوالي او ددين امورو تجديدول لپاره یو ښه فرصت په توګه ګڼل کیږي. ډیری خلک هڅه کوي د حج په اړه خپل باور پیاوړی کړي. حج په فزیکي ننګونو سره سره، ډیری خلک د فرائضو تر سره کولو لپاره له ډير صبر او زغم څخه کار اخلي او د اصولو ټینګار کوي.
ولې مسلمانانو ته کعبه شريفه ارزښتناکه ده؟
اسلامي روایت دا دی چې ابراهیم عليه السلام او اسمعیل عليه السلام زرګونو کاله پخوا عبادت کولو په مقصد د”کعبي معظمي” تعمير وکړ. د کلونو په اوږدو کښي، کعبه معظمه بیا رغول شوې. حاجيان که له هر مذهب، نسب، رنګ، او رتبي، خاوندان وي. خو د حج احکام ادا کولو لپاره دوي په يوه صف کښي دريږي. کعبي شريفي ته هر کال په ميليونونو مسلمانان عبادت کولو په مقصد راځي. کعبه شريفه د ټول عالم اسلام لپاره يوه مقدسه ”قبله” ده او د نړي ټول مسلمانان د لمونځ د ادا کولو لپاره قبلي ته مخامخ دريږي.
اسلام خورا سپیڅلي دین دی مسلمانان په دنيا کښي د خدای د قدرت نښي او په نړي کښي د الله د وحدانيت استازیتوب کوي. مسلمانان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دخپل پروردګار ته په اخلاص توبه کولو لپاره هر کال حج فريضه ادا کولوته راځي.
حاجيان ولي په احرام کښي پوښل کيږي؟
احرام د حج د لومړي جز دي. احرام کونکي سړي”محرم” ياديږي د احرام په حالت کښي له حدود ميقات دباندي وتلو سره په حاجي باندي دم واجب کيږي. احرام اغوستلو څخه مخکښي نوکان اخيستل، د بدن دننه ويښتان اخيستل او غسل کول، مستحب عمل دي. دغه رنګه د ښځو لپاره عام شرعي لباس يي ”احرام” دي، البته ښځو ته مخ پټول او په لاسونه دستکش په لاس کول منع دي.
حاجيان د احرام په اغوستلو سره او د حج د احکام ادا کولو لپاره د روحاني پاکوالي حالت ته ننوځي چې د” احرام” په نوم یاديږي، احرام په اصطلاح کښي په زړه کښي پاکوالي راوستل، او خپل ځان د خداي د احکامو تابع کولو ته وايي. له احرام تړلو وروسته د ميړه او ښځې تر منځ کورواله (جماع ) کول او يا دجماع پارونکي چارې منع دي. د خپلو ملګرو او يا له بل چا سره جنګ کول، غيبت کول، دروغ ويل، بهتان کول او کنځل او فحش ويل منع دي، دغه رنګه حاجیان په خپل منځ کښي د بحث کولو څخه هم منع دی.
طــــــــواف
”طواف” يوه اسلامي او نامتو رواج ده، مسلمانان د حج او عمرې ادا کولو بهیر کښي د کعبې شاوخوا اوه ځلې د مکعب په څیر جوړ شوی چي ټول مسلمانان د لمانځلو په لور تڼی کوي او په يوه غږ دا ندا لولي چي.
(لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ ، لَبَّيْكَ لاَ شَرِيكَ لَكَ لَبَّيْكَ ، إِنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَكَ وَالْمُلْكَ، لاَ شَرِيكَ لَكَ، لَبَّيْكَ)
ژباړه: ستا حکم منلو ته حاضر يم ای لويه څښتنه ! زه ستا حکم منلو ته تيار يم، هيڅ شريک نشته تا لره، یقيناً چې ټول تعريفونه او نعمتونه تا لره دي او پاچاهي تا لره ده، تا لره هيڅ شريک نشته.
طواف به د بيت الله شريف او حطيم په څاپیر له ښی خوا نه ۷ ګردشه پوره کړي په داسې ډول چه که مو وس رسيدلو نو د هر ګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسيدو سره هغه ښکل او مسحه کړي او دهغې په لور به د امسا يا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څير اشاره کوي،«بسم الله او الله اکبر» به وايي.
غرض د حج فريضه مسلمانانو لپاره د يووالي او وحدت سمبول ده، مسلمانان له دي ستري فريضي ترسره کولو سره هم د زړه پاکوالي ور په برخه شي او خپلو مقدسو اسلامي اقدارو څخه خبر شي.



