دا کار يې د دې دپاره کاوه چي زموږ د دوی د شکله او بویه نفرت وسي !!!!

حنظله “عزیزي”

د فرانسې د فوج یو عکسري ظابط هغه چي د الجزایر په انقلاب کي يې ګډون کړی دی په خپلو یاداښتونو کي لیکلی دي.
کله چي به موږ د الجزایر په کلو او بانډو کي په مجاهدینو پسي ګرځېدو د هغه د ښځو عمل او کار زه ډیر وشرمولم، هغه داسي:
کوم کلي ته چي به موږ ورتلو ، کله چي به د هغه کلي ښځو موږ ولیدو نو به يې د حیوانانو د طبیلو پر طرف ځغستل او هلته به يې خپل ځانونه او بدنونه د حیواناتو په خوشیو ( مرداریو ) لړل ، دا کار يې د دې دپاره کاوه چي زموږ د دوی د شکله او بویه نفرت وسي او که به په موږ کي یو چا د دوی د عزت د لوټولو اراده درلودلای یوازي دا نه چي هغه اراده به يې د دغه بد بوی په سبب سر سته نه سوای رسولای بلکي دوی ته به د دغه بد بوی په سبب سر ته نه سوای رسولای بلکي دوی ته به د دغه بد بوی په سبب چي له دویه په پورته کېدی ورنژدې کېدلای هم نه سوای.
دغه عکسر نور هم پسي زیاتوي او وايي واقعاَ دا داسي کار ؤ چي هيڅکله به زما هېر نه سي او تر څو چي ژوندئ یم زه به د هغو ښځو احترام کوم چي د خپل عزت او شرف د ساتلو دپاره به يې خپل ځانونه او بدنوه په خوشیو یا د حیوانانو په مرادریو لړل.
له بده مرغه نن ورځ په مسلمانانو ښځو کي ډیر فرق او توپیر لیدل کیږي ، په اسلامي ټولنه کي داسي ښځي او پېغلاني سته چي په پارکونو او د مېلو په ځاینو کي د حجاب او چادریو په غورځولو فخر کوي او ځینو خو يې بیا قصداَ د خپل بدن جذبوونکي او د ښایست ځایونه ښکاره کوي خو دغه د ښځو او پېغلانو له طرفه د ځان لڅول او د حجابه سره بې پروايي کول داسي کار دی چي د مسلمانانو زړونه په غمجن کیږي.
تاسي فکر وکړی! ډیر شیان دي چي الله جل جلاله په دنیا کي حرام کړي دي خو هغه حرام شیان يې په آخرت حلال کړي دي مثلا د شرابو چښل په دې دنیا کي حرام دي، خو په آخرت او جنت کي حلال دي، د ساز او موسیقي اورېدل په دې دنیا کي حرام دي په آخرت او جنت کي حلال دي.
مګر د ځان لڅوالی یوازي دانه چي په دنیا او آخرت کي حرام دی بلکي ستر او حجاب د جنت او الهي نعمتونو څخه یو نعمت دی.
الله جل جلاله د جنت د نعمتونو په اړه فرمايي:
إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَىٰ ( ۱۱۸ ) سورت طه )
ژباړه : بېشکه تا لره یا آدم ! په جنت کي دغه نعمت سته چي نه به وږی کېږې او نه به لڅیږې.
نو ستر د جنت د نعمتونو څخه دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button