ترمپ بیا د جګړی په دوام ټینګار وکړو!

انجينر ذاکر عمری
او هماغه خبرشوه چې د کانونو او شکونو له لاری به نه یواځې د جګړی لګښت پوره کوی، بلکی دومره به زور پرې اچوئ چې خپل نړیدلی اقتصاد پرې ورغوی.
خو افسوس دلته د هغو خرڅ شویو، بی ضمیره او د قدرت وږو غلامانو په حال چې د خپل قدرت د دوام لپاره له خپل هرڅه څخه تیردی او خوشحالیانی کوی.
په داسې حال کې چې مظلوم افغانان دبیکا او سبا ډوډی ته حیران دی او باداران یې زمونږ پرشتمنیو خپل ځانونه ټنډوی.
پام چې د آرامښت فکر ونه کړی او نه زمونږ د ختمیدو که تاسو د جګړی ډګر ته یو قدم را وړاندې کیږي مونږ د الله په نصرت سل قدمه وړاندی د خوشحالی جشنونونه لمانځو خو فکر ونه کړی چې زمونږ ارادی به ضعیفی شې او د الله پر دین او سپیڅلې خاوره به نور خپل ځانونه ټوټه ټوټه نکړو.
مونږ پر وژنو او بمباریو نه ختمیږو بلکې دا هرڅه زمونږ د مسیر پیطرول دی او مونږ ته لا قوت رابښې ځکه چې زمونږ دعوه او مبارزه ددی مادی نړۍ د ترلاسه کولو لپاره نه ده.
مونږ چې د څه لپاره دومره قربانې ورکو که تاسو یې د ارزښت پر خالی احساس پوشئ نو د بخیلی له وجې به مو زاری وچوې.
په الله قسم چې مړاوی وینه مې نن بیا ستا ددی دوښمنې پر روښانه ولو سره بیرته په جزبه راغله، او د قربانې تر اول خطه د تلو مرام یې راکړو.
زه باور لرم چې ستاسو ددی شومو اهدافو پر روښانه ولو سره به انشالله زما په شان دی ډیرو ویدو ځوانانو په وینو کې د ننګ او دفاع جزبه را ژوندې کړی وي.



