
تبصره
بالآخره له ډېر ځنډ او مشورو وروسته، د امريکا جمهور رئيس د افغانستان په اړه ستراتيژي اعلان کړه. د امريکا د ستراتيژۍ اعلان ته امريکايان او د امريکا جنرالانو دومره انتظار نه ويست، لکه څومره چې ورته افغان چارواکو ويست؛ ځکه افغان چارواکو خپل برخليک د ټرمپ په پاليسۍ کې ليده او دا دی افغان چارواکو د ټرمپ ستراتيژۍ ته د خوښۍ لاسونه واچول.
ارګ اعلان کړه چې جمهوري ریاست د افغانستان او سیمې لپاره د ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ هرکلی کوي. ټرمپ خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه چې په وينا یې له اوږده ځنډ او له خپلو نظامي مشرانو او وزيرانو سره یې په دې اړه د څو څو ځلو مشورو وروسته اعلان وکړ.
امريکا د افغانستان په اړه هر کال دا ډول تصميمونه د بروکسل په غونډو کې نيسي. د ټرمپ ستراتيژي افغانانو ته کوم نوی تصميم نه ښکاري. هر کال په افغانستان کې د جګړې لپاره امريکا پلان جوړوي. چې د کال آخر شي، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان په خپل کلني راپور کې تېر کال د امريکا لپاره تاواني کال وبولي؛ وایي په افغانستان کې مو کاميابي ترلاسه نه کړه.
افغانان د ټرمپ ستراتيژۍ او پاليسي ته هيڅ اهميت نه ورکوي. دا ډول پاليسي او ستراتيژۍ امريکا په افغانستان کې په وار وار وازمايلې او پايله یې د کال په آخر کې ناکامي شي. سر له اوسه ويلای شو چې يو کال وروسته به د ټرمپ اداره په افغانستان کې د نوې ستراتيژۍ، د ناکامۍ اعتراف وکړي.
که افغان چارواکي د ټرمپ پاليسۍ او ستراتيژۍ ته ناڅي، د هغوی نڅا هم پر ځای ده؛ ځکه چې افغان چارواکي خپله هيڅ نه شي کولای، د يوه ولايت داخلي ستونزې نه شي حل کولاى. په ولاياتو کې د زوراکو حکومت دی، مرکز یې د ستونزو له حله ناتوانه دى.
که اوس ټرمپ د افغانستان لپاره نوې ستراتيژي اعلان کړه او که یې هر کال د بروکسل په غونډه کې اعلان کړي؛ وسله والو طالبانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی. پر وسله والو طالبانو یې هيڅ اثر نه دی کړی او نه یې پرې کولای شي.
امريکا په افغانستان کې په نوې ستراتيژې کې د جګړې دوام په نظر کې نيولی؛ خو طالبانو هم په وار وار ويلي چې د امريکايي پوځونو د پلانونو ځوابونه به د تېر په څېر وايي او دوی دا توان لري چې د امريکا د هر ډول پاليسۍ او ستراتيژۍ ځواب ووايي.
له تېرو شپاړسو کالو راهيسې امريکا هر کال وايي، د طالب وسله والو زور اوبه شوى دى؛ خو دا دی د سر په سترګو ګورو او خپله پرې په افغانستان کې د امريکا نماينده او د جګړې قواماندان جان نيکولسن اعتراف وکړ چې په تېرو شپاړسو کالو کې مو جګړه ونه ګټله، بايد نور اضافي پوځونه افغانستان ته راولېږل شي.
که د پوځونو په زياتوالي واى؛ نو تر يو لک زياتو بهرنيو پوځونه په افغانستان کې موجود وو، جګړه یې ونه ګټله، اوس به یې په دې کم شمېر مېشت پوځونو څه وګټي؟ د ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې بې له دې چې په افغانستان کې جګړه نوره هم دوامداره شي، افغانان نور هم شهيدان کړل شي، اروپايي هېوادونو ته نور ځوانان هم له بې روزګارۍ ولاړشي؛ نور هيڅ له ځان سره نه لري. ټرمپ دې هم په افغانستان کې د بش او اوباما په څېر خپله زورازمايي وکړي، نتيجه به یې د هغوی په څېر وي او آخر به خپل پوځونو د روسانو په څېر په ټيټو سترګو له افغانستانه باسي؛ بيا به یې يوه ستراتيژي هم له شرمه خلاص نه کړي.
ټرمپ د خپلې ستراتيژۍ د اعلان پرمهال ويلي چې په افغانستان کې یې ځاني تلفات ورکړي د هغې نتېجه به ترلاسه کوي. عجيبه ده؛ اور د افغانانو په خاوره بل دی، سوځي په کې افغانان، کورونه پکې د افغانانو تباه شول او نتېجې ته یې ټرمپ په تمه دى. د قربانيو نتېجه به افغانان ترلاسه کوي نه امريکا!



