ډاکټر فصيح الله
د شکرې ناروغي چې په نړیواله کچه مخ په زیاتېدو ده، په جګړه ځپلو او غریبو هېوادونو کې یې وګړي له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. په دې جګړه ځپلو او غربت ځپلو هېوادونو کې یو هم افغانستان دی. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د شکرې ناروغۍ د میلیونونو افغانانو روغتیا ته ګواښ پېښ کړی او په بې سارې توګه د پراختیا په حال کې ده. چې په لیرو پرتو سیمو کې د شکرې د ناروغیو له امله په زرګونو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان استازو د اټکل له مخې شاوخوا دوه نیم میلیونه وګړي په افغانستان کې د شکرې له ناروغۍ څخه ځورېږي.
د شکرې ناروغي په نورو شتمنو هېوادونو کې تر څه حده کنټرول شوې ده؛ خو په افغانستان کې یې زیاتوالې په دې رامنځ ته شوی، چې لومړی خو د لیرو پرتو سیمو وګړي ډاکټر ته د درملنې لپاره رسیدګي نشي کولای او تر څو چې یې تشخیص کېږي، د شکرې ناروغۍ یې په وجود کې ریښې کړې وي.
په عمومي توګه د شکرې ناروغي انسان ته په درې حالاتو کې پیښيږي:
- ناسم، نامناسب او کم قوتي خواړه چې د انسان وجود ته د اړتیا وړ قوت نه شي ورکولای.
- په منظمه توګه سپورت. افغانان دومره غربت ځپلي دي چې چا ته د سپورت اړتیا وي هغه یې په منظم ډول نه شي کولای او ځینې افغانان د سپورت سره هیڅ عادت نه لري.
- په نورو هېوادونو کې د شکرې ناروغي یوازې د سګریټو پورې چې نشه یې توکې یې بولي، لامل بولي. په افغانستان کې سګرټ یوه عادي او د فېشن ښوولو نشه ده. یو شمېر افغانان سګرټ په نشه کې نه شمېري، له سګرټو د لوړو توکو استعمال ته نشه وايي؛ ځکه خو افغانان په زیات شمېر کې د شکرې له ناروغیو سره مخ دي.
بل لا مل دا دی چې په افغانستان کې به یو څه تجربه لرونکي ډاکټران وي، خو هغه درمل چې افغانستان ته راوړل کېږي ،هغه درمل نه دي نوم یې د درمل وي؛ په یوه کیپسول کې ۴۰ سلنه درمل هم نه وي. ټول درمل چې افغانستان ته را واریدېږي، هغه جعلي او یا د کم معیار درمل دي؛ ځکه په افغانستان کې د شکرې د ناروغۍ کچه لوړه شوه.
په افغانستان کې چې د چا د بدن وزن زیات وي، د هغه درملنه نه کېږي. د شکرې د ناروغۍ زیات مریضان د زیات وزن خاوندان دي. که له زیات وزن سره سپورت ونه کړل شي، هم شکره ورنه پیدا کېږي.
د شکرې ناروغي مریض له درې سترو سترونزو سره مخ کوي: د پښو د تلو سوځېدل، بل د سترګو د نظر کمېدل او درېیم د چا چې د شکر کچه لوړه شي د پښو په پوندو کې یې زخمونه راپیدا شي چې امکان لري د درملنې په موخه ټوله پښه له انسانه قطع کړل شي.
په کار ده چې تر هر څه دمخه د شکرې د ناروغۍ درملنه وکړل شي. د درملنې تر څنګ له هغو خوړو پرهېز کول اړین دي چې مریض ته تاوان رسوي.


















