محب الله ذاکر
حضرت وكېع بن جراح رحمه الله ويلي دي:
په ټولو هغو كسانو كي چي زه ور سره مخ سوى يم امام اعظم رحمة الله علیه تر ټولو لوى فقيه او غوره لمونځ كوونكى وو.
تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ۳۴۶
امام شافعي رحمة الله علیه ويلي دي:
كه څوك غواړي چي په فقه پوه سي د امام اعظم رحمة الله علیه او د هغه د شاګردانو سره دي ملازم سي ځكه ټول خلګ په فقه كي د امام اعظم رحمة الله علیه عيال (تر پالني لاندي) دي…
څوك چي د امام اعظم رحمة الله علیه كتابونه نه ګوري نه په فقه پوهېداى سي او نه كمال ته رسېداى سي.
امام اعظم رحمة الله علیه او وينا يې،
امام شافعي رحمة الله علیه ته د منلو وړ وو.
عقود الجمان صـ۱۸۷
يزيد بن هارون ويلي دي:
فقه د امام اعظم رحمة الله علیه او د هغه د شاګردانو كار دى، ګواكي هغوى د دغه كار لپاره زېږېدلي دي.
عقود الجمان صـ۱۹۴
نضر بن شميل ويلي دي:
خلګ له فقهي ويده وو، امام اعظم رحمة الله علیه را ويښ كړه، فقه يېورته خلاصه او بيان كړه.
تاريخ بغداد، جـ۱۳،صـ۳۴۶
عبدالله بن ابي جعفر الرازي ويلي دي:
له خپل پلار څخه مي واورېدل چي هغه ويل په فقه اوتقوٰى كي مي تر امام اعظم رحمة الله علیه بل څوك زيات ندی ليدلي.
تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ
۳۳۹
جرير رحمة الله علیه ويلي دي:
كله چي به له اعمش څخه د باريكو مسئلو پوښتنه وسوه هغه بهدغه مسئلې امام اعظم رحمة الله علیه ته لېږلې. مناقب ابي حنيفه و صاحبه للامام الذهبي، صـ ۱۸
جعفر بن ربېع ويلي دي:
د امام اعظم رحمة الله علیه سره پنځه كاله و اوسېدم تر ده مي په خاموشۍ كي بل څوك زيات ندی ليدلی، خو كله چي به پوښتنه ور څخه وسوه خوله به يې پرانيستل د بهېدونكي رود غوندي به يې بيان وكړ.
تاريخ بغداد، جـ۱۳، صـ۳۴۷
عبدالله بن مبارك رحمة الله علیه ويلي دي:
كه يو حديث معلوم وي او رآیي ته اړتيا پيدا سي نو د امام مالك رحمة الله علیه، سفيان ثوري رحمة الله علیه او امام اعظم رحمة الله علیه رآيي ښه ده خو په دوى كي امام اعظم باريك بينه او لوى فقيه دى.
مناقب ابي حنيفه و صاحبه للامام الذهبي، صـ۱۹
صالحي په عقود الجمان كي ويلي دي:
ابو حنيفه رحمة الله علیه لمړنى هغه څوك دى چي د فقهي مسائل يې سره ټول كړي او د بابونو ترتيب يې وركړ، وروسته مالك بن انس رحمة الله علیه د موطا په ترتيب كي د امام اعظم رحمة الله علیه متابعت وكړ؛ خو پدغه كار كي تر امام اعظم رحمة الله علیه هيڅ څوك مخكي نه دى.
عقود الجمان


















