عزیر اسدخیل
اسلام او اسلامي تمدن د نړۍ په دې کُره باندې نږدې ۱۴۰۰ کاله حکومت وکړ او د خپل سېڅلي تمدن بې سارې بيلګې یې بشریت ته د تاریخ په زرینو پاڼو کې پریښي دي. نو آیا څوک شته چې اسلامي تمدن مطالعه کړي او له تعجب نه ډک تمدن یې وویني؟
یوه بېلګه به یې نن زه له دوستانو سره شریکه کړم او هغه دا چې:
يو ځل له مصر څخه يوه یهودۍ ښځه حضرت عمر (رضي الله عنه) ته په شکايت راغله عرض یې وکړ چى د مصر والى عمرو بن العاص (رضي الله عنه) د هغې کور د هغې له خوښې پرته په جومات کې شامل کړى دى. عمر(رضي الله عنه) عمرو بن العاص (رضي الله عنه) ته وويل: تا ولې داسې کړي دي؟
هغه ورته وويل چې د لمونځ کوونکو شمېر خورا زيات شو او نور په جومات کې نه ځايېدل، له جومات سره په خوا کې د دې ښځې کور نژدې و، د کور بيه مو څو چنده ورته حساب کړه خو هغې قبوله نکړه او وایې نخيستله؛ نو د مجبوريت له مخې مو کور ترې په زور واخيست او په جومات کې ورشامل کړاى شو، د کور بيه مو په بيت المال کې ورته ساتلې ده چى کله يې هم وغواړي، اخیستلای یې شي.
عمر(رضي الله عنه) د عمرو بن العاص (رضي الله عنه) عذر ونه مانه، سره د دې چى عذر يى معقول و (زموږ فقه او قوانين يى اجازه ورکوى) نو حکم يې ورته وکړ چې د جومات هغه برخه چې د دې ښځې کور دې ونړوي او د دې کور بېرته کما في السابق کټ مټ ورته جوړ کړي.
دغه ښځه يهودۍ وه.
#اوس د نن زمانې حکمرانانو ته هم ښه فکر وکړئ.


















