مونږ اوس له دردونو تکلیفونو سره عادت یو جنګونو او زخمونو سره عادت یو ..
مخکی به مو یو شهید پسی زر واری ژړل اوس د شهیدانو له مرګونو سره هم عادت یو ایمان مو دا دی چی که ژوندی یو د جهاد په لاره کې هم خوښ یو او که شهیدان شو د الله په لاره کې هم خوښ یو …
نو بیا د څه لپاره جنګ ته دوام ورکوی مونږ اوس په هغه حالت کی هم نه یو چی اول تاسی راغلی تاسو په دروغو باندی په مختلفو افواهاتو او تبلیغاتو باندی خلک خطا باسل اوس نو مونږ هم درسره عادت شوی یو …
ستاسی مکرونه دروغ او چلونه هیڅ کار نه ورکوی …
تاسو خو جنګ نه وه زده خالص طیاری او بمبار مو زده وه دلته د زمریانو له حملو او له غلچکی بریدونو تاکتیکی ماینونو او بوشکو نه خبر نه وی چی مات او ګوډ ېي کړی مردار ېي کړی …
که لاړ شی نو ستاسو فایده ده له مرګونو به خلاص شی له ذهنی روانی مرضونو نه به خلاص شی …
او زمونږ د افغان مظلوم اولس به هم ستاسو له وحشت خلاص او په ارام شی دا د شپینیو ړندو چاپو نه به هم ارام غوګونه به ېي په قرار شی …
تاسو سره د څو روپو لپاره یو ځای شوی غلامان او بدمعاشان لاره شکونکی غلو نه به هم افغان اولس په امن کی شی …
پدی مظلوم اولس مو زړه بدیږی په کلونو کلونو وزوریده ګنی خپله من حیث یو طالب مجاهد دی تکلیفونو ته وارخطاء او خفه نه یم او نه ې په قیصه کی یم چی الله راته په کوم ژوند کی اجر راکوی نو ولی له هغه ژونده او له هغه عمله بیزاری و ښه یم ولی تری تنګ شم …
نه نه هیڅکله نه طالب له ابتدا نه تر انتهاء په سختیو او مشکلاتو کی عادت شوی ستا د چورلکو او ستا د بی پیلوټه په قیصه کی ندی …
دچا چی ایمان په تقدیر وی هغه بیا ولی وډار شی او ولی د سور وحشی ټرمپ له ستراتیژی او له دروغو او دړکو وډار شی ؟…
طالب خو د نور تنظیمونو او حکومتونو پشان ندی چی له قشارونو او بندیزونو او دړکو باندی وډار شی …
په دا ولس کاله کی ستاسو غیرت راته معلوم شو د جنګ په صحنو کی ستاسی رمباړی هم راته معلومی شوی له افغانستان تللی عسکر چی امریکا کی اوس لیونیان ګرزی هغه هم راته معلوم شول …
نو که انسانیت درکی وی لګ عقل لری منطق دی ویلی نودا ستراتیژی دی بدله کړه او عسکر دی دروله ګنی د طالب ځواک نوی تیکتونو به دی کولمی در اوباسی ….


















