(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی۵ فرید افغان)
د بلخ والی جنرال عطامحمد نور د سمنګان په ولایت کې د ژغورنې د ایتلاف لخوا په جوړه شوې غونډه کې د حزب اسلامي په مشر ګلبدین حکمتیار باندې یو لړ نیوکې وکړې.
نوموړي وویل؛ حکمتیار اړ کړو تر څو د نوموړي په باره کې ځینې سپینې او بربنډې خبرې وکړو تر څو ملت له حقایقو خبر شي.
«مونږ نه غوښتل چې د یو تسلیم شوي کس په اړه څرګندونې وکړو، خو تا مجبور کړو چې خلکو ته ستا اصلیت وروپیژنو، ته غواړې فقط خپل ځان مطرح کړې››
نور په پیغوریزه لهجه وویل چې حکمتیار ویلي وو، تر هغه چې یو امریکایی په افغانستان کې وي، دی به کابل ته لاړ نه شي په داسې حال کې چې اوس افغانستان ته نور امریکایی سرتیري هم راروان دي
(تا خو ویل چې ترڅو یو امریکايي عسکر په افغانستان کې وی، زه به د رسول الله ص امتي نه یم که کابل ته راغلم؛ اوس په کومو سترګو راغلی یې؟)
عطانور زیاته کړه حکمتیار د کابل قصاب دی، د زرګونه کابلیانو په وینو یې لاسونه سره دي ‹‹ حکمتیار په کابل کې دومره قتلونه کړي چې د کابل قصاب په نامه مشهور شوی دی او د لومړي ځل لپاره یې کابل ښار کې د ښځو په واسطه ځانمرګي بریدونه وکړل.››
عطامحمد نور هغه راپورونه چې د نوموړي د دو لوڼو په باره د سولې له تړون څخه مخکې کې خپاره شوي و د تائید ترڅنګ وویل چې‹‹ حکمتیار خپلې لوڼې د امریکا سفارت ته واستولې، د سولې خبرې یې پيل کړې، بیا د آیس ایس آی په مرسته تر ننګرهاره او له هغه ځای کابل ته راغی››.
عطانور دغه راز وویل چې حکمتیار باید خپل ګریوان کې وګوري او بیا څرګندونې وکړي. د ده په خبره چې حکمتیار د ځینو هېوادونو په اشاره په هزاره وګړو پسې سپکې سپورې وایي او د همدې لپاره له ځینو مشخصو هیوادونو پیسې تر لاسه کوي
عطانور وویل چې حکمتیار له حکومت سره یوځای د ده پر وړاندې دسیسې جوړوي او ګواښ یې کړی که حکومت ورسره همداسې خصمانه چلند ته دوام ورکړي د صبر کاسه به یې نوره ډکه شي.
نوموړي د امریکا په وروستۍ پالیسي کې حکمتیار هم ننګولی او په وینا یې چې ډلې ډلې امریکایان راروان دي خو حکمتیار خاموش دی
«امریکایان خو هغه دي نور ځواکونه هم رالیږي او په افغانستان کې يې خپل شتون نور هم وغځاوه، ستا هغه خبرې چېرې لاړې چې د یو امریکايي عسکر په شتون کې کابل ته نه راځم»


















