کاظم جلال
زیره د ډول ډول روغتیايي ستونزو د درملنې لپاره کارول کېږي خو په دې به خبر نه یاست چې که چیرې زیره یو څو ورځې پر لپسې وخوړل شي نو له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې د انسان د وزن او د خیټې په کمولو کې ډېره مرسته کوي.
د ایران د شاهد سادوګي پوهنتون په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې په خواړو کې د زیرې په کارولو سره د بدن وزن کمېږي، د خیټې وازګه ویلي کېږي او د زیان رسوونکو کولیسټرولو سطحه کمېږي.
وروسته معلومه شوه چې د زیره خوړونکو د ګروپ کسانو په وزن کې د نورو په نسبت درې چنده کمښت راغلی. همدا راز په اول ګروپ کې د وازګې ویلي کېدو سطحه ۱۴،۶۴٪ وه او په دویم ګروپ کې د وازګې ویلي کېدو سطحه ۴،۹۱٪ وه.
له دې سره سره، د زیرې نورې هم ډیرې ګټې شته. زیره د کولیسټرولو په کمولو، د زړه د حملې خطر په کمېدلو، یادداښت ښه کېدلو، د قوت په مدافعت زیاتېدلو، د وینې د کمي لیرې کولو او د هاضمې په ښه کولو کې هم مرسته کوي.
زیره باید څنګه وخوړل شي؟
- د زیرې اوبه
د شپې له مخې په اوبو کې دوه چمچې زیره واچوئ او تر سهاره یې پرېږدئ.سهار دا اوبه وایشوئ، له ایشولو وروسته نیم لیمبو په کې واچوئ. دا اوبه تر دوو اونیو پورې په تشه خوا (په نهاره) وڅښئ.
- له ماستو سره کوټل شوې زیره
د وزن کمولو لپاره یوه چمچه کوټل شوې (ټکول شوې/ وړه شوې) زیره په مستو کې واچوئ او ویې خورئ.
- د شاتو او زیرې اوبه
په اوبو کې درې ګرامه کوټل شوې زیره او یو څه عسل/ شات واچوئ او ویې څښئ.


















