لیکنه : احمدجنید مبارز
۱_ د زړه سختوالۍ :
د علي رضي الله عنه وینا ده : د زړه سختي د سترګو اوښکي وچوي او زړه هم په ډېرو ګناهونو سختیږي.
۲_ د نعمت بیرته اخیستنه :
امام صادق رحمه الله وایي : پلار مي تل ویل: د خدای پرېکنده حکم دی چي بنده ته ور کړل سوی نعمت به بیرته ځني وانخلي؛ خو دا چي بنده ګناه وکړي او د سزا وړ وګرځي.
۳_ د دعاء نه قبلېدل :
امام باقر رحمه الله وایي : بنده له خدایه د اړتیا پوره کول غواړي، چي ژر یا ناوخته دي پوره سي، وروسته همدا بنده ګناه کوي، خدای جل جلاله به پرښتو ته ووایي : اړتیا یې مه پوره کوئ او بې برخي یې کړئ؛ ځکه ورته په غوسه سوم او د بې برخۍ وړ سو .
۴_ انکار او الحاد :
نبي کریم علیه السلام فرمایي: ګناهونه پر ګناه کوونکي بې لاریتوب واکمنوي، تر دې چي د پیغمبر له نبوت او ځایناستي څخه منکریږي او همدا شان د الله جل جلاله له وحدانیته هم منکریږي او په کفر اخته کیږي.
۵_ د روزۍ بندېدل :
امام باقر رحمه الله وایي : څوک چي ګناه کوي؛ نو روزي ځني لیري کیږي.
۶_ د شپې د لمانځه څخه بې برخي کېدل :
امام صادق رحمه الله وایي : انسان د ګناه لکبله د شپې د لمانځه څخه بې برخي کیږي.
ماخذ : ګناه پوهنه صـ۱۱۱/۱۱۰


















