دقربانۍ دورځی بعضی اړینی مسئلي

لیکوال “قاری سمیع الدین حقانی “”

لکه څرنګه چی داخترپه ورځوکښی دخوشحالی کولو دشریعت حکم دی نوهمدغسی قربانی کول هم دشریعتِ محمدی صلی الله علیه وسلم حکم دی “”
نوهرکله چی قربانی شرعی حکم شو نوبیا بایدچی دادشریعت په رڼا کښی کښی وکړو “چی هم خرما اوهم ثواب شی “””

((((( دقربانۍ وخت )))))

(۱) دذی الحجی دمياشتی دلسم تاريخ: (دغټ اختر اوله ورځ) نه تردولسم تاريخ دلمر دپريوتو نه مخکې پوری ” يعنی دری ورځی قربانی کيږي خواوله ورځ افضله ده بيا دويمه بيادريمه “”(فتح القدیر ج ۸ ص ۴۳۲)
(۲) خوپه بانډو اوکلوکښی چرته چی داخترلمونځ نه کیږی هلته داولی ورځی دصبح صادق (دسهاردلمونځ دداخليدو وخت) نه بعد قربانی جائز ده “(فتاوی هنديه ج ۵ ص ۲۹۵) اوپه ښاروونو کې داختردلمونځ نه مخکې قربانی کول جائزندی (فتاوی هنديه ج ۵ ص ۲۹۵)
(۳) اوکه چا دلمونځ نه مخکې قربانی وکړه نو قربانی ئې ونشوه بله قربانی به کوی “(بدائع صنائع ج ۵ ص ۷۳)
(۴) اوکه په ټول ښارکښی صرف يوځای کې هم داخترلمونځ وشو نوپه ټول ښارکښی بيا قربانی جائزده که چاداخترلمونځ نه وی کړی هم قربانی کولی شی “(فتاوی هنديه ج ۵ ص ۲۹۵)
(۵) اوکه يوسړی خپله ښارکښی اوسيږی خوقربانی ئې کلي يابانډې ته وليږل (چرته چې داخترلمونځ نه کيږی ) اوهلته ورته چا دصبح صادق نه بعد ذبحه کړه نوداجائزدی دذبحې وغيره نه روسته غوښه ښار ته راوغواړي او ودی خوري (فتاوی هندیه ج ۵ ص ۲۹۷)
(۶) دذی الحجی د۱۱/ او۱۲ په شپه يعنی قرباني دشپی هم کول جائزدی په موجوده وخت کښی برقي الات ډيرزيات دي نوځکه داشک نه پيداکيږي چې دشپی دتیاری له امله به کوم رګ پاتی شی ” (فتاوی هندیه ج ۵ ص ۲۹۵)

((((( دځناورذبحه کولومسنون طريقه ))))))

(۱) دحضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دتوراوسپين بخن رنګ او ښکرونو والا دوه پسانو (ګډانو) باندې قرباني وکړه اود ذبحې په وخت کښی ئې داسی اوفرمايل “بسم الله الله اکبر ” راوي وائې مادنبي عليه السلام پښه مبارکه وليده چې د پسانو په ملا (دملامخکښينۍحصه کومه چی سرسره لږيدلی وي تقربیاً څټ راځی ) ئې ايښی وه اوپه ژبه مبارکه ئې بسم الله الله اکبر وئېلو “”(صحيح بخاری ج ۲ ص ۸۳۵)
(۲) څاروی چې څوک ذبحه کوي دهغه کس مخ قبلې طرف ته راتلل سنت دي بغيردعذرنه قبلې ته مخ نه کول مکروه دي (بدائع صنائع ج ۵ ص ۶۰)
(۳) مستحب دادي چې ځناور به په ښی طرف (چی دځناورښي طرف په ځمکه راشی) قبله رخ څملوی اوبيابه ئې حلال کړي “(امدادالفتاوی ج ۳ ص (۵۵۹)
(۴) دذبحې په وخت کې بسم الله وېل ضروري دي دنيت والا دعاء وئيل ضروري ندي بلکې صرف دزړه نه دی دانيت وکړي چې زه قربانی کوم ” (بدائع صنائع ج ۵ ص ۷۱)
(۵) اوکه ځناورئې دقربانۍ په نيت اخيستې هم وو اوبيا ترينه دذبحې په وخت کښی دقربانۍ نيت هيرشو نوقربانی ئې کيږي دوهمی قربانۍ ته ضرورت نشته دی “(فتاوی هنديه ج ۵ ص ۲۹۴)
(۶) دذبحې په وخت کې ځناورته غيرضروري تکليف ورکول جائزندي د دي په هکله ډيرسخت وعيد راغلې دی بلکه شريعت دا وائې چې چاړه به هم دځناورپه مخ کښی نه تېره کوئ بلکې دمخکې نه چاړه تېره راوړئ چې ځناورته تکليف ونه رسيږي “چې کله دحلالې څلوررګونه غوڅ شي نوبيا پری اخرحده پوری چاړه راښکل هم صحيح ندي ځکه پدی کښی ځناورته تکليف رسيږی (ابوداو ج ۲ ص ۳۳ )
(۷) که دڅلور رګونوپه ځای دری رګونه غوڅ شول اويوترينه پاتی شو نوهم قربانی وشوه “(فتاوی هندیه ج ۵ ص ۲۸۷) دحلالی نه روسته دا دعاکه چاته ياده وي مستحب ده ” اَلْلٰهُمَّ تَقَبَّلْ مِنَّا کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَخَلِيْلِکَ اَبْرَاهِيْمُ عَلَيْهِمَاالصَّلَا ةُ وَالْسَّلَامُ “

(((((دحلال ځناور مکروه اندامونه ))))

دحلال ځناور اوه(۷) شيان خوړل مکروه تحريمی دي ” (۱) روانه وينه (۲) مثانه (۳) دماده ځناور دتشومتيازو ځای (۴) دنرځناور دتشومتيازوځای (۵) خصيتين (اګۍ) (۶) غدود (په مرۍ باندې يوقسم دانه غوندی وي) (۷) تريخی “(مصنف عبدالرزاق ج ۴ ص ۵۳۵)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button