د نړۍ پای (۵۳مه برخه ) – په مکه کې لوړ عمارتونه –

۱۲۸ په مکه کې لوړ عمارتونه

په عهد نبوي کې د مکې ابادي ډيره کمه او ودانۍ يې ډيرې لږ وې، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  دا پيشنګوئي کړې چې د قيامت له نښانو دا هم ده چې د مکې عمارتونه به د هغې له غرونو څخه هم ډير لوړ شي، يعلی بن عطاء له خپل پلار څخه روايت کړی کوم چې امام ابن ابي شيبة ذکر کړی:

ما د حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما د سوارلۍ لجام نيولی وو چې هغه وفرمايل: په هغه وخت کې به تاسو خلک څه کوی کله چې تاسو بيت الله په داسې حال کې ووينی چې د هغې يوه ډبره به هم په هغې بلې دپاسه نه وي، خلکو پوښتنه وکړه : آيا مونږ به په دغه وخت کې په اسلام قايم يو؟ هغه وفرمايل: هو ! تاسو خلک به په هغه وخت کې په اسلام کې ياست، پوښتونکو وپوښتل : بيا به له دې وروسته څه کيږي؟ حضرت عبد الله وفرمايل : بيا به د بيت الله تعمير له پخوا څخه په ښه انداز جوړ کړی شي، کله چې تاسو مکې ته ګوری نو د هغې په غرونو او زمکه کې به سرنګونه ويستل شوي وي او د زمکې لاندې به د اوبو پائپونه (نلکۍ) بهيږي او د مکې عمارتونه به د غرونو له سرو څخه پورته وخيږول شي، په دې وخت کې پوه شی چې معامله زر راتلونکې ده ([1]).

۱۲۹ د امت آخيرني خلک به په مخکنيو خلکو لعنت وايي

په آخره زمانه کې به بدعات ډير زيات شي او وروسته راتلونکي خلک به له پخوانيو نفرت کوي، ځينې خلک به د صحابه کرامو فضيلت او لوړ مقام دروغژن ګڼي، الله تعالی چې د صحابه کرامو کومه مدح او ثنا بيان کړی له هغې څخه به غافل شي يا به له تغافل څخه کار اخلي، راتلونکي ځينې خلک به په مخکنيو خلکو باندې لعنت وايي، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

لاتقوم الساعة حتی يلعن آخر الامة اولها ([2]).

ژباړه :

قيامت به قايم نشي تر څو چې د امت آخيرني خلک په مخکنيو خلکو باندې لعنت ونه کړي.

له امت څخه مراد د محمد رسول الله   صلی الله علیه وسلم  امت دی لکه څنګه چې ښکاره ده

والله اعلم

۱۳۰ نوې سپرلۍ ….. موټرې

د آخرې زمانې تفصيلات او د هغې د ډيرو ايجاداتو ذکر په مختلفو حديثونو کې موجود دی، يا د هغوی په باره هلته اشاره ضرور شته، نبي کريم   صلی الله علیه وسلم  خبر ورکړی چې له قيامت سره په نږدې زمانه کې به مارکيټونه ډير زيات شي او زمانه به نږدې راشي، له دغه نبوي ارشاد څخه ځينو علماؤ دا اخذ کړی چې په دې کې د نويو (جديد) او مختلف قسم موټرو لور ته اشاره ده، کوم چې زمونږ په دور کې ښه په کثرت سره دي، امام الباني   رحمه الله په (السلسلة الصحيحة) کې او نورو ډيرو علماء کرامو هم همدې لور ته اشاره کړې.

امام ابن حبان په خپل صحيح کې د حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما مرفوع حديث ذکر کړی چې رسول الله   صلی الله علیه وسلم  فرمايلي:

سيكون في آخر أمتي رجال يركبون على السروج كأشباه الرجال ينزلون على أبواب المسجد نساؤهم كاسيات عاريات ([3]).

ژباړه :

 زما د امت په آخره زمانه کې به يو شمير داسې خلک وي چې په داسې زينونو باندې به سپاره وي کوم به چې د سپرليو په څير وي، هغوی به د جوماتونو په دروازو باندې کوزيږي، د هغوی ښځې به د جامو اغوستلو باوجود لغړې ښکاري.

(کاشباه الرحال) رحال د رحل جمع ده او په معنا د کجاوې سره ده، په دې کې د نويو سپرليو لور ته اشاره ده، کومې چې د الله رسول   صلی الله علیه وسلم  نه دې ليدلې، په ظاهره معلوميږي چې له دې څخه مراد نن ورځ موټرې دي.

والله اعلم

[1]  – المصنف لابن ابی شيبة :۱۵/ ۴۸، واخبار مکة لارزقي، وله عدة طرق، وهو خبر جيد.

[2]  – المعجم الاوسط للطبراني :۴/ ۶۹، حديث : ۵۲۴۱.

[3]  – مسند احمد :۲/ ۲۲۳، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۶/ ۴۱۱، حديث : ۲۶۸۳.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button