په هیواد کې د اختر لمړۍ درۍ ورځې څنګه تیرې شوې؟!

راپورتاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۱۲)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چاوراکو رسنیو ته نن وویل چې د دولت وسله والو مخالفینو د اختر په ټولو ورځو کې هیڅ حمله نده کړې او نه یې هم امنیتي ستونزې پیدا کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال نجیب دانش زیاته کړه
“نن چې د اختر وروستۍ ورځ ده، تر دې مهاله په ټول هېواد کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې، په ټوله کې چې کوم تدابیر موږ نیولي، ښه نتیجه يې لرله”

بلخوا د د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس محمد سالم الماس بیا دپلازمینې د امنیت په باب ویلي چې د اختر په ۳ ورځو کې د جنايي جرمونو کچه ډېره زیاته کمه وه.

طالبان هرکال د معمول سره سم اختریزې ورځې شپې د نا اعلان شوي اوربند په توګه پریښې تر څو هیوادوال د خوښۍ داشیبې په اطمینان سره ولمانځي.

د اختر په لمړۍ ورځ طالبانو د پکتیکا په ولایت کې د خپل مشر د فرمان په اساس ۱۲ تنه دولتي ځواکونه چې د دوی سره په بند کې و، آزاد کړل .

خو له دې ټولو سره سره بیا حکومتي ځواکونو او امریکایانو بیا پدې ورځو کې خپلې هوایي او ځمکنۍ حملې په عادي توګه د تیر په څیر ګرمې ساتلې وې.

هلمند:
د هلمند ولایت کې پرون د اختر په دوهمه ورځ بهرنیو الوتکو د هلمند مرکز لښکرګاه ته څیرمه د بولان په سیمه کې سخت بمبار وکړ چې په نتیجه کې یې ۳۵ کورونه نړیدلي دي د مړو او ژوبلو کسانو کره شمیره نده څرګنده .

پروان:

د اختر په درییمه د شپې شاوخوا یوه بجه د دې ولایت په سیدخیلو ولسوالۍ کې ګډوځواکونو په طالبانو شپینۍ چاپه وهلې .
د راپورونو په اساس طالبانو له ګډوځواکونو سره مقاومت کړی چې په نتیجه کې یې چاپه ماته کړې او ګډځواکونه دسیمې پریښودلو ته اړ شوي.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي د طالبانو په ځوابي برید کې ۶ سپیشل فورس عسکر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان دي، دوه طالبان هم وژل شوي او له ګډوځواکونو څخه دوه میله سلا هم طالبانو ته په لاس ورغلې ده.
امریکایانو چې د دې چاپې رهبري یې کوله دخپلو تلفاتو له لیدلو وروسته د ملکي خلکو کورونه بمبار کړي او عامو خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي

ننګرهار:

د اختر په دوهمه د شپې مهال شواخوا ۲ بجې د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند هاشم خیلو سیمه کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپه وووهله.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چې؛ ګډوځواکونو په چاپه كې د عامو خلکو دروازې په بمونو الوزولې د کورونو د تلاشي پرمهال یې شتمني ورڅخه لوټ کړې، او یو کور یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.
د سیمې د خلکو په وینا ګډوځواکونو ۸ تنه ملکي وګړي د ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

کنړ

تیره ورځ د غرمې مهال ۱۲ بجې دکنړولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ملي پوځ په مرکزي بیس د وسلوالو لخوا توغندیزبریدشوی، چې په ځواب کې یې د اردو لخوا دګنجګل لوی کلی پهDCتوپ ویشتل شوی دیوتن کلیوال (مسلم)ماشومه لورسخته ټپي شوې

ننګرهار :

د اختر په شپه د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالی اړوند کیچړی سیمه کې ګډو ځواکونو چاپه وهلې چی یو سپین ږیری یې ټپي کړی او یو تن عام ملکي وګړی یې د ځان سره وړی دی.

کندوز:

تیره ورځ سهار وختي افغان ځواکونو دسرک بالا په ساحه دامریکایانو په ملتیا دهوا او دځمکی له لارې بریدونه پیل کړل.
چې د راپورونو په استناد تردمګړۍ پورې یې کوم پرمختګ نده کړی او د امیرمحمد په نامه کلي کې د طالبانو د لمړي خط سره له سخت مقاومت سره مخ دي.
د اختر په دوهمه ورځ سلګونه کورونه د سختو بمباریو له ویرې له همدې سیمې کډه شول او امریکایان لا هم د خپلو الوتکو له لارې د خلکو شتمنۍ په نښه کوي.

دا هغه راپورونه و چې کابل ټکي کام د بیلابیلو مراجعو، سیمیزو خبریالانو او ولسي وګړو څخه راجمعه کړي و.
باید وویل شي چې دا لمړی ځل ندی چې د اخترونو پرمهال امریکایي او افغان ځواکونه خپلو عملیاتو ته زور ورکوي بلکه تر مخکې تیر اخترونو کې یې هم ورته بمبارۍ او ځمکني عملیات په لاره اچولي و، چې د عامو خلکو د اذیت او د هغوی د ځورولو لامل شوي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button