زه په خپل وطن وژاړم که په برما؟

ابو یاسر افغان
د برما یوه ملګري راته وویل چې ستاسو له غوښتنې سره سم مو دا دی جهادي تدریب (ټرینینګ) پیل کړ، د یوه با احساسه مسلمان لۀ خوا راته شپږ یا اووه میله سلاح را کړل شوه، ملګري زیات دي، تدریب شروع دی او ژر ده چې په برمي بودایانو به لکه د اسمان تندر را نازل شو ان شاءالله، خو که تاسو هم یوازې یو څو میله سلاح یا د لږ تر لږه اووه میله سلاح قیمت موږ ته پۀ کومه طریقه د… سیمي ته را ولیږئ، نو دا به مو موږ سره لوی احسان وي.
د اراکاني مسلمان دغه خبرو ته مې زړه اول له خوښۍ نه ټوپونه ووهل، خو وروسته چې ده د مرستې غوښتنه وکړه سترګو کې مې د بې وسۍ اوښکي ډنډ شوې، ورته و مې ویل چې دلته پۀ افغانستان کې هم صلیبي یرغلګرو دومره ظلمونه شروع کړي چې بشریت پرې شرمیږي خو زما مظلومه وروره! تاسو موږ ته او موږ به تاسو ته دعاوی کوو، موږ د هماغې امریکا سره لاس او ګریوان یو چې د انګ سان سوچي یا د سولې جایزه ګټونکي اوسنۍ برمي واکمنې ښځې تر ټولو کلکه ملاتړې ده، داسې حکومت لرو چې په فرانسوي یهودیانو او امریکایي لواطتیانو له غصې نه لړزیږي، خو ستاسو سره د غمشریکۍ لپاره لږ تر لږه یوه مظاهره کول هم لویه ترهګري ګڼي.
ورته و مې ویل: مه خفه کېږئ، خوښ یم چې د تدریب د پېل زیری دې را کړ، د تدریب ویډیويي صحنې او عکسونه دې را ولیږل، ما هم په ویډیو کې ولیدل چې ستاسې د مجاهدینو سره فقط ۴ میله سلاح ښکاري او نوره وسله نشته ورسره، خو زه زیری در کوم چې ستاسو د جهادي مبارزې پیل به د بوذي درنده ګانو لپاره الهي عذاب شي، که تاسو جهاد پېل کړئ وسایل به هم درته زیات غنیمت شي، الله جل جلاله دې توفیق در کړي چې ژر تر ژره مسلح مقاومت پېل کړئ او د کومک په هکله به درته عذر وړاندې کړم خپله بیخي بې وسه یم او نورو ورونو ته مې ستاسې غږ څو څو ځل ورساوه، خو کومه ګټه یې ونکړه، دلته خلک د ترکیې، سعودي، پاکستان او…نه ګیله کوي چې ولې د اراکاني مسلمانانو د مرستې لپاره څه نه کوي، خو خپله ښه پوهیږي چې د روهنګیا مسلمانان د ده په لږه مرسته هم زیات کار کولی شي، خو دې یې ورته نه ورکوي، خېر ته مه خفه کېږه، حالت به تل داسې نه وي، هیله مند یم او وینم چې د زیاتو مسلمانانو ایماني جذبې را پاریدلي او یو انقلاب به راضي که پاک رب ته منظوره وه.
رښتیا هم موږ دلته په خپله خاوره د اشغالګرو صلیبیانو د ظلم او وحشت سره مخ یو، خو بیا هم شکر الحمدلله د یو وجود په څېر مو لږ تر لږه دومره عمل کړی چې د برما په ګډون د دنیا د هر کونج او کنارې مسلمانانو سره مو خپله ورورولي اعلان کړی ده او چې وس مو ورسیږي په مال او بدن سره به د هغوی مرستې ته هم ور دانګو.
هیله مند یم چې دلته به الله جل جلاله صلیبیان ماتوي او برما کې به یو سر تاسري جهادي مقاومت پېل شي، ډېر ژر ان شاءالله.
د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله



