د جهنم اوه درجې دي!

عزیر اسدخیل

یوہ ورځ جبرایل علیه السلام د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خوا ته راغلی، محمد صلی الله علیه وسلم چې وکتل جبرایل علیه السلام ورته پرېشانه ښکاره شو. نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: یا جبرایل (عليه سلام) څه خبره ده، نن ډېرخفه ښکارې؟ جبرایل علیه السلام ورته عرض وکړ: ای د ټول جهان محبوبه! نن ماته الله تعالی حکـم کړی دی چې جهنم وګوره. د هغه په کتلو سره ما باندې خفګان اثرات را پیدا شول.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ماته د جهنم حالات ووایه. جبرایل وویل:

 د جهنم ۷ درجې دي، تر ټولو لاندینۍ درجه کې منافقین اچول کېږي، شپږمه  طبقه کې الله تعالی مشرکین اچوي، پنځمه طبقه کې د لمر او سپوږمۍ عبادت کوونکي اچول کېږي، څلورمه طبقه کې د اور عبادت کوونکي اچول کېږي، په درېمه طبقه کې یهود اچول کېږي، په دوهمه طبقه کې الله تعالی عیسویان جهنم ته اچوي.

 له دې وروسته جبرایل علیه السلام خاموش شو. نبي کریم صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چی جبرایله! ولې غلی شوې؟ اوله طبقه کې څوک اچول کېږي؟ جبرایل علیه السلام عرض وکړ: ای د الله رسوله! په اوله درجه کی الله ستا د امت ګناهګاران اچوي.

 کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا خبره واورېده چی زما امت به هم جهنم ته اچول کېږي، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم بې حده ډېر غمجن شو. نبي کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په حضور کې دعا شروع کړه، درې ورځي همداسې تېرېدې، نبي علیه السلام به جومات ته راتللو، له لمانځه پس به یې بېرته خپلې حجرې ته تشریف وړه او دروازه به یې بندوله، د الله تعالی په حضور کې به یې ژړا فریاد کوی. صحابه کرام رضي الله تعالی عنهم حیران شول چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې کله جومات ته تشریف راوړي بیا کور ته هم نه ځي حجرې ته ځي، کله چې درېمه ورځ شوه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه صبر ونه کړای شو دروازی ته راغلی او دروازه یې ووهله، بیا یی سلام واچوه، لیکن د سلام ځواب رانغی. هغه په ژړا شو، عمر رضی الله خواله راغلی، ویې ویل ما سلام وکړ خو د سلام ځواب نه راځي، لهذا تاسې ورشئ کېدای شي تاسې ته ځواب درکړي. هغه هم ورغلی، هغه دری ځله سلام وکړه لیکــن د سلام ځواب رانغلی. عمر رضي الله عنه حضرت سلمان فارسي ته راغلی، سلمان فارسي د دې واقعې یادوونه علي کرم الله وجهه ته وکړه، هغه سوچ وکړه چې د دومره عظیم شخصیت د سلام جواب رانغلی ما ته هلته تګ نه دی پکار بلکې زه د هغه مبارک د سترګو نور لور فاطمه رضي الله تعالی عنها دننه لېږم. هغه همداسې وکړل چې فاطمه رضي الله تعالی عنها ته ټول احوال ته ووایي، هغه د حجرې دروازې ته راغله: باباجانه! السلام علیکم کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپلې لور اواز واورېده راوچت شو دروازه یې خلاصه کړه، د سلام جواب یې ورکړ.

 بیا ورته بي بي فاطمې وویل: باباجانه! څه خبره ده چې درې ورځې کیږي چې دلته تشریف راوړې؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې جبرایل زه خبر کړم چې زما امت به هم جهنم ته ځي، فاطمې لورې زه د خپل امت ګناه ګارانو په غم کې ډوب یم او خپل مالک نه غواړم چې هغه معاف کړي او د جهنم له اوره یې خلاص کړي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیا په سجده پرېوته اوپه ژړا یې شروع کړه: یاالله زما د امت په ګناه ګارانو رحم وکړه او هغوی د جهنم له اوره خلاص کړه.

 الله تعالی حکم وکړ: (ولسوف یعطیک ربک فترضی) ای زما دوسته! غم مه کوه تا له به دومره څه درکړم چې ته به ورباندې خوشحاله یې.

 هغه صلی الله علیه وسلم په خوشحالۍ راپاڅېده او ویې فرمایل: خلکو الله تعالی ماسره وعده کړې چی زه به د قیامت په ورځ ستا امت سره داسې معامله وکړم چې ته به پرې خوشحاله یې او زه تر هغې نه خوشحالېږم تر څو چې زما اخرنی امتي جنت ته نه وي داخل شوی.

 زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مونږ باندې دومره مشفق اومهربان وو او تل زمونږ په غم کې وو، د خپل نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شفقت او مهربانۍ پیغام نورو مسلمانانو ته ورسوئ او په محمد صلى الله عليه وسلم درود شريف ووایئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button