جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د امریکې په نوي پالیسۍ یو څو خبري – وروستۍ برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 7, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
10
ځلې شریک شوی
121
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ژباړه: رحمت شاه فراز

نن ورځ افغانستان د “ټرمپ” په نزد له کاني زېرمو ډک د سرو زرو مرغه دی. د هغه هڅه دا ده چې د امریکايي پوځ او ټېکدارانو په مرسته د افغانستان په دولت قبضه وکړي. خو دا چې د انصاف، ولسواکۍ او انساني حقوقومخکښ په نوم یادېدونکې نړۍ (امریکا) د افغانستان په طبیعي شتمنیو په ښکاره واک نشي ترلاسه کولی. ځکه نو ټرمپ، د امریکايي پوځ لوړ پوستي او اوسنۍ د ختیځ هند  کمپنۍ یو ځای سره کېناستل او د داسې تګلارې په لټه کې شول چې دوی ته د افغانستان په خاوره کې د مېشتېدو جواز ورکړي او بیا د افغانانو په طبیعي زېرمو خپلې خېټي واچوي. بالآخره دا جواز يې ترلاسه کړ… هغه دا چې که د امریکې او ناټو پوځونه له افغانستان څخه ووتل، نو القاعده او طالبانو ته به د بیا ځواکمنېدو موقع په لاس ورشي او له ځواکمنتیا وروسته به یو ځل بیا د ۹ / ۱۱ (ناین الیون) په څېر یرغلونه ترسره کولی وشي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

پدې جواز کې یو څه رښتیا هم شته دي. د عراقي پوځ له پرلپسې یرغلونو د نړیوال جهاد بیرغوال غورځنګ، “داعش” ښه زیات کمزوری شوی دی. له همدې کبله القاعدې ته یو ځل بیا د د راټوکېدو موقع په لاس ورغله. په افغانستان کې هغه څوک چې له داعش سره یو ځای شوي وو هغوی یو ځل بیا د القاعدې او طالبانو له کړیو سره یو ځای کېږي. ځکه نو القاعده له نوي سره له منظم کېدو وروسته امریکايي پلانونه شنډولی شي. سربېره پردې د امریکې د استخباراتو ایجنسۍ دا ادعا لري چې القاعده په افغانستان یا پاکستان کې مېشت دي.

دا حقایق پخپل ځای خو پوښتنه دا ده چې امریکا له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې په افغانستان کې له طالبانو، القاعده او نورو جهادي ډلو سره لاس او ګرېوان ده، خو ويې نشوی کولی چې هغوی ته ماته ورکړي. د دې جنګونو په لړ کې د امریکايي پوځ ۲۲۶۰ پوځیان ووژل شول او له شل زره نه زیات ټپيان شول. همدارنګه امریکا د افغانستان په بیا رغښت ۷۱۴ میلیونه ډالر ولګول، خو څه پایله يې ورکړه؟

لا تر ننه په افغانستان کې جنګونه او جګړې روانې دي. پدې بد مرغه هېواد کې یو بشپړ داسې پښت هم شته دی چې پدې هم نه پوهېږي چې سوله هم یو څه ته وايي که نه! دې پښت یوازې ورېدونکې مرمۍ، بمونه، چاودنې، او په وینو او خاورو کې لت پت د خپلو او پردیو مړي لېدلي دي. د هغې جګړې پایلې چې د امریکې ولسمشر “بوش” نړیوالو او افغانانو ته د یوه خوشاله او پرمختللي افغانستان په بڼه ښکاره کړي وې، ترلاسه نشوې.

د پردیو هېوادونو کومي مرستې چې افغانستان ترلاسه کړې، هغه یوازې په ګوت شمېر مشرانو خپلو خېټو ته واچولې. د افغانستان سیاسیون، دولتي افسران، جنګي رهبران په شپه شپه کې شتمن او بډای شول او د افغان ولس په حالت کې د ذرې هومره بدلون هم نه راغی. نن هم هغوی د بې وزلۍ او ناپوهۍ په غېږه کې  له بنسټیزو اړتیاوو بې برخې دي او د بې چاره ګۍ ژوند تېروي. او اوس د امریکې حریص او ځان غوښتونکې مشران په بدمرغه افغانانو د تلپاتې جګړې تپل غواړي.

په افغان جګړه کې د ولسمشر ټرمپ د نوي تګلاري بنسټیز ټکی دا دی چې القاعده او طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره افغانستان ته څلور زره نور پوځیان ولېږل شي. پدې ډول په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو ټولټال شمېر دولس زره شي. پوښتنه دا ده چې په ۲۰۱۱م کې سل زره پوځیانو طالبانو ته ماته ونشوی ورکولی،نو دومره کم شمېر پوځیان کومي داسې غیر عادي ځانګړنې لري چې په پخوانیو عسکرو کې نه وې او د هغو په مټ به دوی بریالي شي؟!

همدا ټکی دې اړخ ته نغوته کوي چې امریکايي سیاسیون، سوداګر او د پوځ لوړپوستي د خپلو خپلو ګټو د بشپړولو لپاره له افغانستان څخه وتل نه غواړي. هېوادمشر ټرمپ د یوه سیاستمدار په توګه د پرلپسې تېروتنو کولو له مخې په امریکا کې د سختو نېوکو لاندې وو. ځکه نو هغه له آرو مسالو نه د ولس او رسنیو د پام بل خوا اړولو لپاره د افغانستان جګړه منځته راوچوله.

ټرمپ یو سوداګر دی. له همدې امله د ده ټول خپلوان او ملګري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې له لارې درندې ګټي لاسته راوړی شي او امریکايي پوځ داسې هېواد له لاسه ورکول نه غواړي چې د لوی ستراتیژیک ارزښت لرونکی وي. همدا رنګه دا هم شونې ده چې په راتلونکې کې د ټرمپ حکومت د افغانستان جګړه شخصي ټیکدارانو ته وسپاري چې ډېر ژر به د ختیځ هند کمپنۍ استازیتوب وکړي. او یو امریکايي وایسرای به د افغانستان چاري په لاس کې واخلي او د سیمې د طبیعي شتمنیو په لوټلو به اخته شي.

دا خو به راتلونکی وخت په ډاګه کړي چې امریکايي مشران په افغانستان کې تر نه ټاکلې وخته پوري په مېشتېدو کومي ارادې بشپړول غواړي او څه پلانونه لري؟ خو باید د زبر ځواکونو د هدیرې بلل کېدونکی هېواد دا مشهور متل تل په یاد ولري چې: “کوږ بار تر منزله نه رسي.” امریکايي لوړ پوړو هم د افغانۍ جګړې په صورت دروند بار په ملا بار کړی. داسې نشي چې روس او چین له طالبانو سره په مرستي تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي!! او دا ځل به نړۍ د متحده ایالتونو د ټوټې ټوټې کېدو ننداره پخپلو سترګو وګوري!!

مخکینې مطلب

تنکی مجاهد

بل مطلب

د مقدساتو توهین او زمونږ دنده

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com