په اوسني بې سواده هېواد کې د سواد نړيواله ورځ

سرليکنه 

افغانستان له ۱۹۵۵ز نه تر ١٩٦٠ز کال پورې يو وروسته پاتی او بې سواده هېواد ګڼل کېده، خو تر يادو کلونو وروسته د افغانستان شاهي حکومت د افغانانو د سواد د لوړتيا لپاره له يو شمېر هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړې. د فرانسې په شمول یې اتو هېوادونو ته افغان ځوانان د زده کړو لپاره  ولېږل. تر ټولو زيات افغانان روسیې او امريکا ته ولېږل شول.

افغانستان چې په ١٩٦٣ميلادي کال د امريکا له جمهور ریيس جان کينډي سره دوستانه اړيکې درلودې، يو شمېر افغانان د لوړو زده کړو لپاره شاهي حکومت امريکا ته ولېږل، ځیني ځوانان خپله کينډي امريکا ته وبلل، چې له هغې وروسته افغان ځوانان نورو هېوادونو ته هم د زده کړو لپاره ولېږل شول.

بدبختانه چې افغانانان لږ څه د سواد له پلوه ډاډه شول په افغانستان کې کمونستان کودتا وکړه؛ ښوونځي په پوستو بدل شول او هغه زده کوونکو چې له ټولګيو به یې شهادتنامې تر لاسه کولې، د لوړو تحصيلاتو سندونه هم له پوستو ورکول  کېدل.

اوس هغه هېواد چې ورته د علم کور ويل کېده، ٧٠ سلنه وګړي یې بېسواده دي. د امريکا په شمول بهرني هېوادونه په ځای د دې چې افغانستان ته د زده کړې او روغتيا سامانونه راولېږي، جنګي الوتکي او څرخکې رالېږي. په داسې هېواد کې به څرنګه د سواد ورځ ولمانځل شي چې تر نيمايي زياتو ولاياتو کې یې د ښوونې او روزنې دروازې تړلې دي؟

په ١٦ کالو کې چې امريکا د ښوونې او روزنې په نامه ميلياردونه ډالر افغانستان ته راولېږل، د ښوونځيو ودانۍ وجود نه لري. په افغانستان کې به د معارف په تشکيل کې زرګونه ښوونځي وي، معاشونه او قرطاسيه به یې اجرا کېږي، خو هغه خيالي ښوونځي دي چې معاشونه یې نيم د معارف د چارواکو او نيم د ولايتي چارواکو جېبونو ته رسېږي.

افغانستان چې اوس ليدل کېږي، په دې ډول افغانستان نه و؛ افغانستان کې د امام ابوحنيفه او نجم المدارس په څېر دينې مدرسې موجودې وې، د عالي تعليماتو لوړ مرکزونه یې درلودل، حربي ښوونځې یې درلودل دا هر څه پکې وو خو اوس هيڅ نه لري. ځوانان یې يوازې د شين سترګو په ژبه اکتفا کوي. هغه څوک چې د شين سترګو ژبه (انګرېزي) ياده ولري هغه ته باسواده ويل کېږي، حال دا چې دې د شين سترګو ژبې ځوان کهول بې سواده کړ، له خپلې ژبې او خپل کلتوره یې ناخبره کړ، له خپلو مقدساتو یې ناخبره کړ.

په افغانستان کې بايد د سواد ورځ نه، بلکې د بېسوادۍ ورځ ونمانځل شي. په کوم هېواد کې چې عام ولس ژوند ورسره کوي، هغه ورځ نمانځي. که د سواد ورځ نمانځي، نور هېوادونه به یې نمانځي، په افغانستان  کې خو سواد د وخت تاړاکګرو په خړو سېلابونو لاهو کړی دى.

په ځای د دې چې افغان ځوانان له خپل کلتوره او خپلې افغاني ټولنې خبر کړل شي، د ځوانانو او ښځو په نامه په ميلياردونه ډالر په غوڼدو کې  مصرفېږي. دا دی بيا هم اورو چې په پلخمري کې له واده يوه مياشت وروسته يوه خاوند خپله ښځه ووژله، په هرات کې چې تر نورو ولاياتو ښځو ته ډېره پاملرنه شوې ده، په دولتي ادارو کې ښځې د واسطو اړيکو د ساتلو لپاره کارول کېږي؛ دا ډول هېواد کې به د سواد ورځ څرنګه ولمانځل شي چې انسان ته د انسان او باسواده ته د باسواده په نظر نه کتل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button