ډاکتر آصف
په پاکستان کې یو ټوکي سړی و میراوس نوم یې درلود. هغه به د قضایاو په هکله ډېر په ماهرانه او معقولانه ډول خورا زړه راښکونکی تمثیل خلکو ته وړاندې کاوه، چې یو تمثیل به یې د دې مقالې په اړه د مصداق په توګه وړاندې کړو:
میراوس یوه ورځ خلکو ته د ټوقو په سټېج وویل چې دلته پېښور کې یو چوک دی د چرګانو چوک په نوم یادیږي، او د دې نوم وجه داده چې د دغه چوک شاوخوا دکانونو کې زیاتره چرګان حلالیږی او پلورل کیږي نو ځکه یې خلک د چرګانو چوک بولي.
یو مهال داسې وشول چې په پېښور کې د نیشنل ګوند حکومت وګاټه او په پېښور کې یې حکومت کاوه د خپلو فعالیتونو تر څنګ یې د چرګانو چوک هم ورغاوه. د چوک په مینځ کې یې یو څلی جوړ کړ چې د باچاخان یا خان عبدالغفار خان نیمه مجسمې یې هم پرې کښلې وې او د خپل ګوند د مشرانو د ویناو غټ غټ ټکي او کمو توم شعرونه یې هم پرې لیکلي وو، دغه چوک یې د باچاخان چوک په نوم یاد کړ، د دڅلي په څوکه یې په غټ لیک ولیکل (باچاخان چوک).
میراوس د ټوقو په بڼه وویل چې دا څومره بې انصافي وشوه ځکه چې په دغه چوک کې قرباني چرګانو ورکړه او چوک د باچاخان په نوم ونومول شو.
اوس که زمونږ د وطن ملي اتل نومول کېدا ته نظر واچوو نو ورته ټوقه تکرار شوه. وینو چې قرباني د افغانستان ملت ورکړه خو ملي اتل احمدشاه مسعود ونومول شو.
که ووایو چې احمدشاه مسعود د خپلې پخوانۍ ولسوالۍ یعنې پنجشیر اتل دی هم مبالغه به مو کړي وي ځکه چې مسعود یواځې د پنجشیر د جمعیتیانو اتل و نه د ټول پنجشیر د خلکو.
او د ملي اتل نوم وهغه چاته ورکول کیدی شي چې څه نا څه ملي خدمات یې ټول ملت ته ترسره کړي وي. هیڅوک به دا ثابته نه کړي چې احمدشاه مسعود دې په ملي سطحه کوم ملي خدمت ملت ته وړاندې کړی وي بلکې برعکس یې د ملت په وړاندې نه بخښونکي جنایات هم ترسره کړي دی د بیلګې په توګه:
مسعود او لنډغرو ټوپکمارانو یې په لومړیو کې د حزب اسلامی سره سخت جنګونه کړي چې د دواړو لوریو تر مینځ په لسګونو زره انسانان وژل شوي دی، ورپسې مسعود له ازبکانو سره جنګیدلی چې په زرګونو انسانان یې وژلي، ورپسې مسعود له هزاره ګانو سره او له طالبانو سره جنګیدلی چې په لسګونو زره انسانان یې وژلي خو برعکس په عین حال کې له روسانو او د هغوی له تالي څټو (خلقیانو او پرچمیانو) سره یې د سولې معاهدې ترسره کولې، قراردادونه یې ورسره لاسلیک کول او د هغوی نظامي ځواکونو ته یې اجازه ورکوله چې په پوره ډاډ له سالنګ نه کابل ته تیر شي او د مسلمانانو پر وژلو له کابل پیل او تر قندهاره ورسیږي، خو مسعود به د دې جنایت په مقابل کې ډوډۍ ترلاسه کوله نو یواځې له دوی سره یې د سولې ژوند اختیار کړی و خو اوس ګورو چې د ملي اتل لقب هیڅ بې هیڅه ورکړای شوی دی.
دا له انصافه ډیره لرې بلکې د شرم او رسوایۍ خبره ده چې د روسيې اتل ته ملي اتل ووایو.

















