په اسلامي نړۍ کې د سيکولريزم ترويج ( لومړۍ برخه )

دغرب خطرناکه هڅه او داسلامې نړۍ سياسي بي وسي

ليکوال: بصير رسولي

کله چي له اروپا سيکولريزم پيل او ورو ورو په ټولي کفري نړي کې خپور شو له بدمرغه چې اغيزه ېې نه يوازي
دا چي تر غيرې اسلامې هيوادونو پوري محددوده شوه وه بلکې په ډير کم وخت کې يې ګڼ شمير اسلامې هيوادونه
هم په بر کې ونيول.
په اروپا کې د سيکولريزم له خپريدو ورسته غرب هڅه وکړه چي له ټولي نړۍ يا خو دينونه ورک او يا يې هم په په فردې مسايلو کې دباور وړ وګرځوی.
غرب د خپلي دې موخي د ترلاسه کولو لپاره د نورو اديانو په نسبت د اسلام په تخريب او تحريف ډير تمرکز کاوه ځکه يو خو يو اسلام د نړۍ تر ټولو لوي دين او د حاکميت له پلوه تقريبا د نړۍ نيمايې برخه تشکيلوي او بل يې پيروان د نورو اديانو په نسبت ډير خپل دين ته ژمن او رښتنې دي. نو ځکه خو مستقيما په مسلمانانو باندې د سيکولريزم عرض کول او منل د مسلمانانو د مخالفت او پارونې لامل ګرځيده او ان کيدای شوای چي لويې نړيوالې ستونزې په وجود راوړي. له همدې امله غرب مجبور و چي په اسلامې نړۍ کې د سيکولريزم د ترويج لپاره له غيرې مستقيمو لارو چارو کار واخلي.
غرب په اسلامې نړۍ کې دسيکولريزم د خپريدو لپاره له لاندي دوو لارو کار اخلي.
1_فکري استعمار
2_ جګړه او اقتصادي انحصار

1_فکري استعمار: د فکرې جکړي د بريالتوب په صورت کې ځينې فکرونه تر استعمار لاندي راځي. په دي معنا چي په فکرې جګړه کې حتما ځني اذهان تخريب او ځيني افکار مغلوبيږي چي په دي صورت غالب لوری په اساني سره کولای شي چي خپلي طرحي په تحريف شو اذهانو تحمل کړي.
د مسلمه امت د فکري محکومېت لپاره هم دوي لاري په کار وړل کيږي
ا_د ډيموکراسې تطبيق
ب_ د حقيقي اسلام تخريب
ا_ د ډيموکراسي تطبيق: کله چي په اروپا کې د ولس د پاڅون له امله عسايت له پښو وغورځيده ورسره سم
په شاهي نظام کې د کليسا حاکميت هم ختم شو.اروپايانو د عسايت ځای په سيکولريزم او او د شاهي نظام تشه په ډيموکراسي ډکه کړه. په دي معنا چي ډيموکراسي د سيکولرانو د فکرونو هغه محصول ده چي په سيکولري ټولنه کې د قانون او حکومت تشه ډکوي.
غرب ددي لپاره چي د سيکولريزم د خپريدو لپاره يې وړ شرايط رامينځ ته کړي وي لومړی يې ټول هغه حکومتونه له مينځه يوړو چي اسلام ته ژمن او يا هم کم ترکمه اسلامي انګيزه درلوده او هغوی يې په يوه نه يو ډول دي ته مجبور کړ چي د ډيموکراسې حاکميت ته غاړه کښيږدي. ښه بيلګه يي په مصر کې د اخوان المسلمين د حکومت له مينځه وړل او د ترکي د اوسنې حکومت په ضد د امريکا په مرسته تر سره شوي کودتاه ده
ب_ د حقيقي اسلام تخريب: غرب پوهيږي چي د مسلمانو په فکرونو او ذهنونو هغه وخت حکومت کولای شي چي د هغوی له اذهانو د اسلام مينه او د اسلامي مقدساتو تقدس محوه کړي نو ځکه خو په تمامه معنا هڅه کوي چي د اسلامي ټولني اساسي عناصر چي په هر قيمت وي ياخو بدنام او ياهم له مينځه يوسي. له بده مرغه په دي برخه کې منظمه سراتيژي او خاصه کړنلاره هم لري او هڅه کوي چي
په دي برخه کې له هري ممکني لاري کار واخلي.
دا چي له کومي لاري هڅه کوي او څه ډول غواړي يادي موخي تر لاسه کړي ورته په لنډ ډول کتنه کو
1_ رسنۍ (مطبوعات): اسلام تر ټولو زيات زيان درسنيو له ادرسه رسيدلي دي. نو ځکه خــــو غرب وربــاندي تر بل هرڅه زياته تکيه کوي او هم ورباندي په هر کال ميلونونو ډالر پاګونه کوي.
او د دي لپاره يې چي د اسلامي ټــولني اساسات تحريف او اسلامي فرهنګ دود او عنعنات بدنام او يا هم له مينځه لاړشي او پر ځاي يي غربي غيري اخلاقي او بربنډ فرهنګ په اسلامي ټولنو کې وده او انکشاف وکړي. په ميلونونو چاپي غږيزي او تصويري رسنۍ په فعاليت ګمارلي دي.
دا رسنۍ له يوي خوا په غيري مستقيمه توګه د خلګو او اسلام ترمينځ د فاصلي هڅه کوي پ او په ښکاره ډول په اسلام او اسلامي مقدساتو انتقاد او نيوکي کوي او له بلي خو ځوان قشر د غرب د لويدلي فرهنګ تطبيق او منلو ته هڅوي.

2_ د حق پرسته علماؤ بدنامول: دا چي علماء کرام داسلام په ساتنه کې تر هرچا ډيره ونډه لري او د اسلام بقا ورپوري تړلي ده تر څو چي علماؤ په ټولنه کې شتون لري د اسلام او عوامو ترمينځ واټن محوه کول هسي تش خوب پاته کيږي. نو ځکه خو غرب د خلګو او علماؤ ترمينځ د لري والي او بد بينۍ لپاره کار کوي.
ښه مثال دافغانستان په اوسني سياسي کشمکش کې د غرب دغه دوه مخي کړنلاره ده چي له يوي خوا علماؤ ته په نظام کې ونډه څه خبري کول لا جرم ده او هڅه کوي چي د علماؤ دنده صرف تر امامت د مړي تر تکفين او تجهيز او د نوي زيږدلي ماشوم په غوږ تر آزانه پوري محدوده شي.
بل خوا عوامو ته دا تفسيروي چي دهيواد د روان ناورين مسؤلين همدا علماء دي او د همدي ستر ناورين مخنيوی چي ان نړيوالي ټولني لا پکې پاتي راغلي له هغو بي وسو علماؤ غواړي چي په نظام کې ونډه څه چي د خبري حق لا هم نه دي ورکول شوی.
غرب دا هرڅه د علماؤ او عامو مسلمانو تر مينځ د لري والي لپاره کوي چي همدا لري والي په حقيقت کې له اسلامه د عوامو د لري والي په معنا ده.
دوام لري…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button