شپږیزه: میس عینک لوبډلې د بند امیرښاماران مات کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۲۱ فریدافغان)

د شپږیزې سیالۍ په دوهمه ورځ هم دوه لوبې کیدونکې وې چې لمړۍ هغه یې ترسره شوه او د نبي عیساخیل په مشرۍ د میس عینک اتلان او د راشد آرمان په کپتاني د بند امیر ښاماران سره مخامخ شول.
پچه د نبي عیسی خیل لوبډلې وګټله او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو مقابل ټیم ته دد۱۴۰ منډو هدف وټاکه.
د دې لوبډلې ښه منډه جوړونکي یو سیوینډا و چې ۵۹ منډې یې وکړې او ترڅنګ يې رایان بورل ۳۸ او احسان الله ۲۳ منډې جوړې کړې.
د مقابل لوري د بالینګ په برخه کې راشد آرمان درۍ مهم لوبغاړي وسوځول، چیترا دوه او شاهد الله یو لوبغاړی اووټ کړ.
د هدف د لاسته راوړلو لپاره د بندامیرښاماران میدان ته راغلل او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ایله۱۳۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د نبي عیساخیل ټیم ته بایلوده.

د میس عینک له لوري په توپ اچوونکو کې سکندر رضا تر نورو ښه توپ اچونه وکړه چې په څلورو اورونو کې يې نهه منډې ورکړې او درې تکړه لوبغاړي یې وسوځول، ترڅنګ يې ظاهر خان دوه دولت ځدراڼ او محمد نبي یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

باید وویل شي چې څو شیبې وروسته په ګراونډ کې د سپین غر او د بسټ ساتونکو لوبډلې سره مخ کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button