یکشنبه, فبروري 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د شیطان پېژند ګلوي – یو ویشتمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 13, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
27
ځلې شریک شوی
340
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه  : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې  په تېره برخه کې مو دا خبره شروع کړې وه چې شیطان په انسان یو کار څنګه کوي؟ ددې لپاره هغه څه لارې لري چې یوه یې وسوسه  ده په آتلسمه او نولسمه برخو کې مو مختلفو خلکو ته د شیطان د مختلف ډوله وسوسو په اړه خبرې وکولې  کله چې شیطان انسان ته وسوسه ور اچوي ددې لپاره شیطان یوه لاره پیدا کوي چې انسان نفس ته له هغې لارې ننوزي  اوس دا شیطان انساني نفس ته له کومې لارې ننوزي دا د ټولو انسانانو لپاره یو شان نه وي پدې برخه کې په هغه لارو بحث کوو چې شیطان له هغې نه یو انساني نفس ته ور ننوزي او ددې لپاره چې د شیطان له وسوسو ځان وساتو ډېره مهمه ده چې دا لارې وپېژنو او بیا یې د شیطان په مخ وتړو .

دا هم ولولئ

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

اغېزناکه مطالعه

شیطان د یو انسان نفس ته څنګه ور ننوزي؟

دا چې شیطان یو انسانی نفس ته له کومې خوا د ور ننوتلو لاره پیدا کوي پدې اړه انسانان ټول یو ډول نه وي شیطان چې د انسان په بې لارې کولو کې ډېر زیات مهارت لري نو له هر انسان سره داسې رویه کوي چې د هغه کمزوریاني درک کوي او د هغه کمزوري له لارې انسان ته ورځي د مثال په ډول څوک د غصې په مقابل کې ډېر کمزوری وي کله چې غصه شي نو خپل ځان په خپل اختیار کې نشي ساتلی، د چا عقل کمزوری وي هغه نشي کولی دا درک کړي چې دا د شیطان حرکت دی نو هغه لدې لارې دوکه کوي ، او څوک د شهوت په مقابل کې کمزوری وي نو هغه له هغې لارې  تر خپل  اختیار لاندې راولي ، د چا دمال خوښېدل کمزوري وی ،  د چا خلکو ته د ځان ور ښکاره کول او مشهور کېدل ډېر خوښ وي  داسې په هر انسان کې څه نه څه کمزوري موجوده وي له هغه کمزوري نه یې شیطان فایده پورته کوي  په ځینې خلکو کې دا د کمزوري نکتې زیاتې وي په هغوی باندې شیطان تر نورو خلکو زیات زورور وي او ځینې خلک دا نکتې کمې لرې د هغه کسانو بې لارې کول او په هغوی باندې کوم غلط کار کول شیطان ته ډېر سخت وي پدې اړه علماوو بحثونه کړي دي چې د شیطان له کومو لارو انساني نفس ته ځان رسوي بنده کله چې پدې موضوع باندې مطالعه کوله نو ډېرې مختلفې رایې راته مخې ته راغلې د مثال په ډول امام غزالي  رحمه الله   په احیاء العلوم کې ۸  داسې لارې حساب کړي دي چې د هغې لارې شیطان د انسان نفس ته لاره ور پیدا کوي او ځینې علماوو تردې هم زیاتې  پیدا کړي دی پدې اړه  درسره یو څه بحث شریکوم  او دې بحث  ته خپل لوستونکی ددې امله ور ننباسم چې انساني زړه لکه قلا داسې ده او شیطان چې انساني دښمن دی هر وخت غواړي دا قلا خلاصه کړي ، فتح کړي ، او تر خپل واک لاندې یې راولي  له یوه دښمن نه د قلا ساتل هغه وخت ممکن وي چې قلا ته ور ننوتلې ټولې لارې په ښه توګه وساتل شی ، څارنه یې وشي ، پام ورباندې وشي خو البته دا هغه وخت ممکنه ده چې انسان ته قلا ته ننوتلې ټولې لارې معلومې وي  لکه مخکې چې تېره شوه د انسان زړه ته د شیطان د ور ننوتلو لارې د انسان صفات دي د مثال په ډول:

انساني نفس ته د شیطان لمړې لاره

د خواهشاتو متابعت

د انسان زړه ته شیطان اکثر ددې لارې ورځي چې انسان د خپلو خواهشاتو ډېر تابع شي الله جل جلاله  فرمايي : فَإِنْ لَمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنَ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (50). سورة القصص

ترجمه : پس که چېرې ونه منله دوی خبره ستا پس پوه شه چې بېشکه هم دا  خبره ده چې متابعت کوي دوی د خواهشاتو خپلو (بې دلیله) او څوک دي ډېر ګمراه له هغه چا چې متابعت کوي د خواهش خپل بې هدایته له ښوولو د لارې له (طرفه د) الله جل جلاله  بېشکه چې الله جل جلاله  نه ښیی سمه لاره قوم ظالمانو ته (چې تابع وي د نفسونو او خواهشاتو خپلو) .

ددې صفت وجه

دا صفت په انسان کې ددې امله راځي چې په انسان کې حرص وي ، طمع وي ، کینه وي  نو انسان په خپلو خواهشاتو پسې شی بیا ورته حق او باطل نه ښکاره کیږي پدې وخت کې شیطان له موقع نه د فایدې پورته کولو سره د انسان زړه ته ور ننوزي هغه لارې ورته ښايسته کړي چې دده خواهشات خو پکې پوره کیږي لکن دده د هلاکت سبب کیږی شیطان هغه هلاکت ورته لرې کړي او د توبې امید ورته را نېږدې کړي ورته وايي ځه وروسته به توبه وباسې دومره لویه خبره نه ده اوس دا کار وکوه .

الله جل جلاله  فرمايي چې د خواهشاتو متابعت مه کوئ : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلَا تَتَّبِعُوا الْهَوَى أَنْ تَعْدِلُوا وَإِنْ تَلْوُوا أَوْ تُعْرِضُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (135). سورة النساء

ترجمه : اې هغو کسانو چې ایمان ئې راوړی دی (اې مؤمنانو!) اوسئ تاسې تل محکم ولاړ! په انصاف سره شاهدان (خاص) د پاره د الله جل جلاله  اګر که وي (دا شاهدي) پر نفسونو ستاسې (چې زیان مو وي پکې) یا په والدینو (مور او پلار ستاسې) یا په اقاربو (خپلوانو ستاسې)  که وي دغه (مشهود علیه او مشهود له) شتمن او یا فقیر نو الله جل جلاله  ډېر خیر غوښتونکی دی پر دوی (له تاسې نه) نو مه کوئ تاسې متابعت د هوا (د نفساني خواهشونو) کله چې انصاف کوئ تاسې ، (او له حقه مه تېریږئ! یا چې عدول وکړئ له حقه) که واړوئ تاسې (خپلې ژبې) یا څنګ وکړئ تاسې (له شاهدي نه) نو بېشکه الله جل جلاله  دی پر هر شي چې کوئ (یې) تاسې ښه خبردار (نو سم د عمل سره به سمه جزا درکړي) .

الله جل جلاله  رسول الله صلی الله علیه و سلم  ته فرمايي چې د کفارو د خواهشاتو متابعت مه کوه : وَلَئِنْ أَتَيْتَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ بِكُلِّ آَيَةٍ مَا تَبِعُوا قِبْلَتَكَ وَمَا أَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ وَمَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ (145).سورة البقرة

ترجمه : او قسم دی خامخا که ته راوړې هغو کسانو ته چې ورکړل شوی دی دوی ته کتاب په هر قسم دلیل سره نه به شي تابع دوی د قبلې ستا او نه ئې ته (اې محمده !) تا بع کېدونکی د قبلې د دوی او نه دي ځینې د دوی تابع کېدونکي د قبلې د ځینو (نورو)  او خامخا که بالفرض تابع شې ته د آرزو ګانو د دوی وروسته له هغه چې راغی تاته له علمه (چې وحی دي) بېشکه ته په دغه وخت کې خامخا يې له ظالمانو ځنې .

په بل ځای کې الله جل جلاله  فرمايي : وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَمَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا وَاقٍ (37). سورة الرعد

ترجمه : او لکه (چې نورو انبیاوو ته پخوا مو کتابونه لېږلي وو په ژبو د قومونو د دوی) نازل کړی مو دی دغه (قرآن) حکم کوونکی په عربي ژبه ، او قسم دی که متابعت وکړې ته (اې محمده!) د خواهشاتو د  دغو (مشرکانو او کتابیانو) وروسته له هغه چې راغلی دی تاته علم (په توحید او په نسخ د دین د دوی) نو نه به وي تاته له جانبه د الله جل جلاله  څخه هېڅ ولي (یار مددګار) او نه ساتونکی (له عذابه د الله جل جلاله ) .

په بل ځای کې الله جل جلاله  فرمايي : وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آَتَاكُمْ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ (48).سورة المائدة

ترجمه : او نازل کړی دی مونږ تاته (ای محمده!) کتاب (قرآن) په حقه سره چې مصدق (حق ګڼونکی) دی د هغه چې (نازل شوي دي) په مخ د ده کې له کتابونو څخه او ساتونکي دي پر (مضامینو د) هغه (یعنی شاهد دي په حقانیت د هغه کتاب) نو حکم کوه (ای محمده! ) په منځ  د دغو (کتابیانو هم که تاته راغلل) په هغه شي چې لیږلی دی الله جل جلاله  (تاته) او مه کوه متابعت د آرزو ګانو د دوی (او مه اړوه) له هغه شي څخه چې راغلي دي تاته له حق څخه  هر چا ته مقرر کړی مونږ له تاسې (ای امتونو!) یو شریعت (اصول) او لاره روښانه او که اراده فرمایلی وی الله جل جلاله  نو خامخا به یې ګرځولی وی تاسې امت یو (متفق په یوه دین) او مګر (یې بېل بېل کړئ) چې و ازمویي تاسې په هغه کې چې تاسې ته یې درکړي دی (له مختلفو شرائعو چې مطیع او عاصي سره بېل کړي) پس وړاندې شئ تاسې یو تر بله نیکیو ته (او د فضائلو په اکتساب او له رذائلو  څخه په اجتناب کې تلوار کوئ!)  (خاص) طرف د الله جل جلاله  ته بېرته ورتله دي ستاسې د ټولو نو خبر به کړي تاسې (په قیامت کې) په هغه (امر د دین) چې وئ تاسې چې په هغه کې به مو اختلاف کاوه .

په بل ځای کې الله جل جلاله  فرمايي : وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ (49).سورة المائدة

ترجمه : او (ته لېږلی ئې مونږ او دغه حکم مو فرمایلی دی تاته) چې حکم کوه! په منځ د دوی کې په هغه شي چې نازل کړي دي الله جل جلاله  او مه کوه متابعت د آرزو ګانو د دوی او وېره کوه! (ځان ساته) له دوی نه چې وا (نه) ړوي  (ونه ګرځوي) تا له ځینې هغه شي څخه چې نازل کړي دي الله جل جلاله  تاته (اې محمده!)  نو که وګرځېدل دوی (له نازلو شویو حکمونو ) پس پوه شه (ته اې محمده!) چې بېشکه هم دا خبره ده چې اراده لري الله جل جلاله  چې ورسوي دوی ته (سزا په دنیا کې) په سبب د ځینو ګناهونو د دوی  او بېشکه چې ډېر له خلقو څخه خامخا فاسقان دي (د الله جل جلاله  د اطاعت څخه متمردین دي) .

حضرت قطبة بن مالک الاسلمي رضی الله عنه  فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم  به کله دعاء کوله او فرمایل به یې : اللهم إني أعوذ بك من منكرات الأخلاق والأعمال والأهواء . سنن الترمذي

ترجمه : اې الله جل جلاله  زه په تا باندې پناه غواړم له بدو خویونو او بدو اعمالو او له بدو خواهشاتو نه .

حضرت ابو برزة الاسلمي رضی الله عنه  فرمايي رسول الله صلی الله علیه و سلم  فرمایل : إن مما أخشى عليكم بعدي بطونكم و فروجكم و مضلات الأهواء . تخریج کتاب السنة للالباني  رحمه الله

ترجمه : زه په تاسې باندې لما نه وروسته ستاسې د ګېډو نه ډارېږم او ستاسې د فرجونو نه او ستاسې د ګمراه کوونکو خواهشاتو نه .

رسول الله صلی الله علیه و سلم  ښکاره فرمايي چې زما نه وروسته زه په تاسو (خپل امت) باندې ډارېږم چې ګمراه کوونکي خواهشات یې خراب نه کړي او د هغې له لارې به په دوی باندې شیطان غلبه حاصله کړي او دوی به د خپلو خواهشاتو په لټون کې بې لارې کړي .

حضرت علي رضی الله عنه  به فرمايل : ان أخوف ما اخاف عليكم اثنين : طول الامل واتباع الهوى فاما طول الامل فينسي الاخرة واما اتباع الهوى فيصد عن الحق.

ترجمه : زه په تاسې باندې د دوو شیانو څخه ډېر ډارېږم  اوږد امید او د خواهشاتو متابعت اوږد امید له انسان نه آخرت هېروي او د خواهشاتو متابعت انسان له حق نه اړوي .

حضرت بشر الحافی  رحمه الله  به فرمایل : البلاء كله في هواك . والشفاء كله في مخالفتك إياه.

بلا ټوله ستا په خواهش کې ده او شفاء له هغې بلا نه په دې کې ده چې ته د هغې مخالفت وکړې .

ابن قیم  رحمه الله  فرمايي : ومخالفة الهوى تورث العبد قوة في قلبه ولسانه وبدنه.

ترجمه : له خواهشاتو متابعت انسان ته د هغه په زړه ، ژبه او بدن کې قوت ورکوي .

حضرت ذالنون المصری  رحمه الله  به فرمایل : إنما دخل الفساد على الخلق من ستة أشياء ، الأول : ضعف النية بعمل الآخرة . والثاني : صارت أبدانهم مهيئة لشهواتهم . والثالث : غلبهم طول الأمل مع قصر الأجل . والرابع : آثروا رضاء المخلوقين على رضاء الله . والخامس : اتبعوا أهواءهم ونبذوا سنة نبيهم صلى الله عليه وسلم ، والسادس : جعلوا زلات السلف حجة لأنفسهم ودفنوا أكثر مناقبهم.

ترجمه : بېشکه خلکو ته فساد له شپږو شیانو راغلی دی :

  1. د آخرت په عمل کې يې نیت کمزوری شو
  2. بدنونه یې د شهوتونو لپاره تیار شول .
  3. د دوی د لنډو اجلونو سره په دوی باندې اوږده امیدونه غالب شول .
  4. د خلکو رضا يې د الله جل جلاله په رضا باندې غوره کړه .
  5. د خپلو خواهشاتو متابعت یې وکولو او د خپل نبي صلی الله علیه و سلم سنت یې ورته پرېښودل .
  6. د پخوانیو خلکو غلطیانو یې د خپلو ځانونو لپاره دلیلونه کړل او د هغوی نېک صفات یې خښ کړل (د تېرو خلکو تېروتنه خلک یادوي چې هغوی ولې داسې وکول؟ او هغوی چې کوم نېک کارونه کړي دي هغه یې هېر کړل)

د خواهشاتو د متابعت ضررونه

علماء کرام فرمايي : د خواهشاتو په متابعت کې لاندې ضررونه وي :

هغه کس چې د خپلو هر ډول خواهشاتو متابعت کوي نو په دین داري کې کمزوری وي .

د خواهشاتو متابعت کوونکی د شیطان له مرسته کوونکو څخه وي .

د خواهشاتو متابعت د انسان زړه ته د شیطان د ور ننوتلو لویه لاره ده .

د خواهشاتو متابعت هر ډول ګناه ته انسان رسوي .

د خواهشاتو متابعت د زړه بیماري ده بیا یې سختي ده او بیا یې مرګ دی .

د خواهشاتو متابعت کوونکي ته ګناهونه سپک ښکاره کیږي .

د خواهشاتو متابعت کوونکي ته نصیحت ښه نه ښکاره کیږي او نه یې مني .

د خواهشاتو متابعت انسان د بدعت لارو ته ور کش کوي .

د خواهشاتو متابعت انسان له سمې لارې ګرځوي . … نور بیا ان شاء الله

مخکینې مطلب

سوالی از استاد سیاف

بل مطلب

افغان محصله وخت دې ارزښتناک دی

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
ټولنه او اجتماع

اغېزناکه مطالعه

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اگست 30, 2025
ټولنه او اجتماع

اسلام او ترافيکي اصول

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اگست 25, 2025
ټولنه او اجتماع

د بریا تر تم ځایه

نشرونکی: ح جلال
اگست 22, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2026
0

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډونالډ ټرمپ: امریکا نشي کولی خلیجي متحدینو ته د ایران په اړه د پلانونو جزئیات څرګند کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 1, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛ تهران ۱۰۰۰ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې پوځ ته وسپارلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سعودي عربستان افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړې او د حج لګښتونه کم شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت ته هېڅ ډول مستقیمه مالي مرسته نه ده رسېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سنټکام: ایران باید د اسلامي انقلابي ځواک سمندري تمرینونه خوندي او مسلکي ترسره کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سوډاني پوځ ویاند: په الفاشر د وسله والو تر کنترول وروسته سلګونه کسان وژل شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي او رېل پټلۍ پروژو په اړه خبرې کړي

اسرائیلي شنونکی: حماس د منځني ختیځ تر ټولو پېچلې استخباراتي معما ده

لغمان کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو لپاره ځمکه تثبیت او تخنیکي سروې ترسره شوه

حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

په زابل کې د مهاجرینو لپاره دویم ښارګوټی پرانیستل شو

د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

هآرتس ورځپاڼه: اسرائیلو د غزې جګړه بایللې ده

غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د ۳۱ فلسطینیانو شهیدانولو اړوند د حماس خبرداری

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د تور غونډۍ بندر او ټاپي پروژې څخه ليدنه وکړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com